آمر ارتباط خارجه
تحکیم و گسترش روابط اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان با نهادهای بینالمللی، سفارتخانهها، اتاقهای تجارت منطقهای و جهانی، جلب همکاریهای فنی و مالی در جهت توانمندسازی و تقویت سکتور خصوصی کشور و مدیریت مؤثر امور سیست…
Job
د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجس ټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېو ا دوالو لپاره د غوره ، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي.
Requirements: وړتياوې: · د انجنیري پوهنځي د ساختماني انجنیري مدیریت (Construction Engineering Management) او ساختماني انجنیري - سټرکچر (Structural Engineering) په برخه کې د دوکتورا یا ماستري ترکچی د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي تحصیلي اسناد ولري · خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي او د انسجام او اکادیمیک چارو ریاست اړوند مکتوب یې هم ورسره ضمیمه وي
How to apply: په شرايطو برابر وړکاندیدان کولای شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای دروان 2026 میلادي کال د اکتوبر میاشتې تر 17 مې نېټې پورې ، د لاندې بریښنا لیک له لارې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچينو آمريت ته واستوي.
A quick overview based on the listing. Review the full details below before applying.
Application link provided with this listing — verify the destination and requirements before submitting.
د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه
الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايتپه مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو
الفلاحد بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي ديادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي
د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی، او د نورو علمي برنامو د ایجاد په حال کې دي.
د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامه د استاد اساسي دنده د خپل تخصص اړوند مضامینو تدریس، محصلینو ته علمي، څېړنیزې او مسلکي لارښوونې، او د تیزس د علمي لارښوونې، ارزونې او اړینو سپارښتنو وړاندې کول دي.
د دې ترڅنګ، د انجنیري علومو په اړوندو برخو کې د معیاري او علمي څېړنو ترسره کول، د علمي مقالو لیکل او په معتبرو علمي ژورنالونو کې یې نشرول، په علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې فعال ګډون، د تحصیلي نصاب په مهالنۍ او غني کولو کې ونډه اخیستل، او د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او مسلکي اهدافو د تحقق لپاره همکاري د استاد له اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.
استاد مکلف دی چې د معاصرو تدریسي میتودونو، علمي او څېړنیزو منابعو او نوې ټکنالوژۍ له مؤثرې کارونې څخه په استفادې سره د تدریس کیفیت لوړ، د محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت پیاوړی او د ماسټرۍ برنامې د علمي معیارونو په ارتقا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د استاد اساسي مسؤلیتونه
1.د سمستر له پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینواړوند د پوهنتون د ټاکلي فارمېټ سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د پوهنځي د ریاست او کرېکولم کمېټې څخه یې تاییدول.
2.د پوهنځي لخوا ترتيباو تائيد شوي کرېډټ پلان او درسي مهالويش له مخې د خپل تخصص او مسلک اړوند مضامينو تدريسول.
3.د خپلو تدریسي مضامینو اړوند معیاري درسي مواد (لکچر، کتاب، پرزېنټېشن) چمتو کول، او د سمستر په پېل کې یې کاپي محصلینو ته ورکول.
4.د ماسټرۍ پروګرام د محصلینو د علمي لارښوونې او مشورې په برخه کې د اړوند دیپارتمنت لخوا سپارل شوي مسؤلیتونه په منظم او مسؤلانه ډول ترسره کول.
5.د ماسټرۍ پروګرام محصلینو ته د څېړنې، علمي لیکنې، تخنیکي مطالعاتو او مسلکي پرمختګ په برخو کې علمي لارښوونۍ او مشورې ورکول.
6.د ماسټرۍ محصلینو د تیزس د لارښوونې په برخه کې د ټاکل شوي مهالویش مطابق لازمې علمي لارښوونې وړاندې کول، د څېړنیزو طرحو او پایلیکونو ارزونه او د اړینو اصلاحاتو وړاندیز کول.
7.د محصلينو د پايليکونو په دفاع ګانو، مناقشو کې ګډول کول ،د خپلې برخې اړوند کارونه تر سره کول.
8.د نوې ټکنالوژۍ اووسایلو لکه ایل سی ډي، انټرنټ نه په استفادي محصلینورته مضامین په مؤثره توګه تدریسول.
9.په تدریسي چارو کې د (OBE) او (SCL) او نورو معاصرو تدریسي میتودونو څخه استفاده کول.
10.محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته یې محصلانو ته په اړه رسماُ فیډبیک ورکول
11.د اړوند پوهنځي ریاست د څېړنیزو فعالیتونو د پلان پر اساس خپل اړوند څېړنیز فعالیتونه پخپل وخت او دقیق ډول ترسره کول.
12.د انجنیري اړوندو علمي، تخنیکي او مسلکي موضوعاتو په اړه څېړنې ترسره کول، علمي مقالې لیکل په معتبرو علمي مجلو کې نشرول او علمي کنفرانسونوکې یې وړاندې کول.
13.د ماستري برنامې د بورد او یا د فوق لسانسپه یوه کمېټه کې د غړي په توګه دنده ترسره کول.
14.د سمستر په جریان کې د خپلو تدریسي مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو محصلینو ته سمینارونه وړاندې کول.
15.د هر سمستر د ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم ترتیبول او په ټاکلي وخت یې ماستري برنامې آمر ته سپارل.
16.د الفلاح پوهنتون د ادارې د اړتیا او غوښتنې په صورت کې له صنعتي، سوداګریزو، تخنیکي او نورو اړوندو ادارو سره د علمي او مسلکي همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په برخه کې همکاري کول.
17.د الفلاح پوهنتون ادارې لخوا د نورو رسمي کارونو په لړ کې سپارل شوې دندې په مسوولانه توګه ترسره کول.
په شرايطو برابر وړکاندیدان کولای شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای دروان 2026 میلادي کال د اکتوبر میاشتې تر 17 مې نېټې پورې ، د لاندې بریښنا لیک له لارې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچينو آمريت ته واستوي.
نوټ: لطفاً د خپل برېښنالیک د موضوع (Subject Line) په برخه کې د دندې عنوان او د اعلان شمېره (Vacancy No.) په واضح ډول ذکر کړئ.
تحکیم و گسترش روابط اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان با نهادهای بینالمللی، سفارتخانهها، اتاقهای تجارت منطقهای و جهانی، جلب همکاریهای فنی و مالی در جهت توانمندسازی و تقویت سکتور خصوصی کشور و مدیریت مؤثر امور سیست…
Shelter for Life International (SFL) is a non-governmental, non-political, non-profit and international faith-based organization. It has been working in Afghanistan since 1998 and is presently managing long-term and sho…
Bank-e-Millie Afghan (BMA) is the foremost first financial institution of Afghanistan established in 1933. Similarly, it was the first financial institution established in a public-private partnership set up with a 72%…
We World-GVC is an independent organization that has been working in international cooperation and humanitarian aid for 50 years. It supports people in overcoming emergencies, and it strives to guarantee that everyone c…