Skip to main content

Job

د فارمسي سوپروایزر (Pharmacy Supervisor )

Original-language content — not yet translated

Key information

Organization
Ummat International Hospital - UIH
Location
Kabul, Afghanistan
Opportunity type
job
Salary
As Per Company Scale
Education
Bachelor
Experience
5-7 years
Deadline
October 31, 2026
Published
August 18, 2026
Vacancy reference
7
Available positions
1
Work schedule
Full Time
Contract type
Permanent
Contract duration
One Year
Contract extension
Yes
Probation period
Three Months
Eligible gender
Any
Eligible nationality
National
Languages
Dari, Pashto, English
Professional fields
Pharmacy, Health Care
Travel required
No
Application method
Platform

Deadline in 8 days

Deadline: October 31, 2026

Quick summary

د امت نړیوال روغتون په اړه: امت نړیوال روغتون (UIH) یو عصري، څو تخصصي، درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې په کابل، افغانستان کې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي. د روغتون موخه دا ده چې د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ محوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بیړنیو خدماتو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو بشپړ خدمات په یوه ځای کې وړاندې کړي.

Requirements: د دندی شرایط او مسلکي وړتیاوې:    د Pharmacy / Pharm-D له معتبر پوهنتون څخه د لسانس سند. معتبر مسلکي جواز او اړوند اسناد. لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه. لږ تر لږه ۳ کاله د فارمسي د مدیریت یا څارنې تجربه به ځانګړی امتیاز وي. د Hospital Pharmacy په برخه کې تجربه به لومړیتوب ولري.

Responsibilities: اساسي دندې او مسؤولیتونه:     د فارمسي د ورځنیو فعالیتونو رهبري، تنظیم او څارنه. د فارمسي د کارکوونکو د دندو، شیفتونو او کاري تقسیم اوقات تنظیمول. د فارمسستانو او فارمسي کارکوونکو د فعالیت، حاضري او مسلکي چلند څارنه. د ډاکټرانو د نسخو مطابق د درملو د چمتو کولو او وېش د پروسې څارنه.

How to apply: د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې:هغه وړ نوماندان چې پورته ذکر شوي شرایط پوره کوي، بلنه ورکول کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د Jobs.af د آنلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې وسپاري. نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنالیک له لارې هم دې پتې ته واستوي: ([email protected]).

A quick overview based on the listing. Review the full details below before applying.

Apply by email

[email protected]

Application link provided with this listing — verify the destination and requirements before submitting.

Track this opportunityBuild a CV for this opportunity
Share this opportunity

Overview

د امت نړیوال روغتون په اړه

امت نړیوال روغتون (UIH) یو عصري، څو تخصصي، درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې په کابل، افغانستان کې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي. د روغتون موخه دا ده چې د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ محوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بیړنیو خدماتو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو بشپړ خدمات په یوه ځای کې وړاندې کړي. د دندې موخه:د روغتون د فارمسي د ټولو فعالیتونو رهبري، تنظیم او څارنه، د درملو د خوندي، معیاري او پر وخت برابرولو ډاډ ترلاسه کول، د درملو د ذخیرې او موجودي مدیریت، د فارمسي د کارکوونکو څارنه او د روغتون د درملو اړوند پالیسیو، پروتوکولونو او مسلکي معیارونو تطبیق.

Requirements

د دندی شرایط او مسلکي وړتیاوې: د Pharmacy / Pharm-D له معتبر پوهنتون څخه د لسانس سند. معتبر مسلکي جواز او اړوند اسناد.

لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه.

لږ تر لږه ۳ کاله د فارمسي د مدیریت یا څارنې تجربه به ځانګړی امتیاز وي.

د Hospital Pharmacy په برخه کې تجربه به لومړیتوب ولري.

د درملو د Stock Management، Inventory، Procurement او Storage په برخه کې ښه پوهه.

د Controlled Medicines د مدیریت او ثبت له اصولو سره بلدتیا.

د Medication Safety او Quality Assurance په برخه کې ښه پوهه.

د کارکوونکو د رهبري، مدیریت او کاري ارزونې وړتیا.

د راپور جوړولو، اسنادو ساتنې او معلوماتو تحلیل ښه مهارت.

د کمپیوټري پروګرامونو او ډیټابیسونو سره بشپړه مسلکي بلدتیا او د اړوندو سیسټمونو د کارولو وړتیا.

په پښتو او دري ژبو ښه تسلط؛ په انګلیسي ژبه پوهه اضافي امتیاز ګڼل کېږي.

Responsibilities

اساسي دندې او مسؤولیتونه: د فارمسي د ورځنیو فعالیتونو رهبري، تنظیم او څارنه. د فارمسي د کارکوونکو د دندو، شیفتونو او کاري تقسیم اوقات تنظیمول.

د فارمسستانو او فارمسي کارکوونکو د فعالیت، حاضري او مسلکي چلند څارنه.

د ډاکټرانو د نسخو مطابق د درملو د چمتو کولو او وېش د پروسې څارنه.

د درملو د سم نوم، دوز، مقدار، شکل او د ناروغ د معلوماتو د تأیید ډاډ ترلاسه کول.

د درملو د غلط استعمال، غلط وېش او Medication Error د مخنیوي لپاره لازم کنټرولونه رامنځته کول.

د درملو د موجودي، مصرف، ذخیرې او وېش منظم کنټرول.

د درملو د Stock Card، Inventory او نورو اړوندو اسنادو دقیق ثبت او څارنه.

د درملو د Expiry Date منظم کنټرول او د ختمېدو نېټې ته نږدې درملو لپاره لازم اقدامات.

د درملو د مناسبې ذخیرې شرایط، د تودوخې، رطوبت او نورو اړوندو شرایطو څارنه.

د یخچالي او Temperature-Sensitive درملو د مناسبې ذخیرې او Temperature Monitoring څارنه.

د Controlled / Narcotic Medicines د خوندي ساتنې، ثبت، موجودي او قانوني وېش دقیق کنټرول.

د درملو د کمښت د مخنیوي لپاره د مصرف پر اساس د اړتیا اټکل او د Procurement اړوندې څانګې ته پر وخت راپور ورکول.

د درملو د اخیستلو، تحویل، ذخیرې او وېش په پروسه کې له Procurement او Logistics سره همغږي.

د درملو د ترلاسه کولو پر مهال د مقدار، کیفیت، Batch Number، Expiry Date او اړوندو اسنادو د کتنې څارنه.

د غیرمعیاري، زیانمنو یا ختمو شوو درملو د جلا کولو او مناسب مدیریت څارنه.

د درملو د ضایعاتو، ماتېدو او نورو زیانونو منظم ثبت او راپور ورکول.

د فارمسي اړوند SOPs، Policies، Guidelines او د روغتون د داخلي مقرراتو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول.

د Medication Safety او د درملو د منطقي استعمال اصولو ته وده ورکول.

له ډاکټرانو، نرسانو، لابراتوار، عاجل څانګې، ICU او نورو اړوندو څانګو سره مؤثره همغږي.

د عاجلو څانګو لپاره د Emergency Medicines د موجودیت او چمتووالي څارنه.

د ICU، Emergency، OT او نورو مهمو څانګو لپاره د اړینو درملو د موجودي دوامداره څارنه.

د فارمسي د فعالیتونو په اړه منظم میاشتني او اړتیا وړ راپورونه ترتیبول او مدیریت ته وړاندې کول.

د فارمسي د Stock Reconciliation او فزیکي موجودي د کتنې په پروسه کې رهبري او څارنه.

د فارمسي د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مسلکي روزنې اړتیاوې تشخیص او د روزنیزو پروګرامونو په تنظیم کې همکاري.

د نوي کارکوونکو لپاره Orientation او د فارمسي د SOPs او داخلي پروسیجرونو په اړه لارښوونه.

د فارمسي د پاکوالي، نظم، خوندیتوب او د درملو د مناسبې ذخیرې شرایطو څارنه.

د فارمسي د فعالیتونو اړوند KPIs څارنه او د خدماتو د ښه والي لپاره لازم اقدامات کول.

د درملو د ضایعاتو، کمښتونو او نورو ستونزو د تحلیل او د اصلاحی اقداماتو په برخه کې رهبري.

د روغتون د مسلکي اخلاقو، مقرراتو او د درملو اړوند نافذه اصولو رعایت کول.

د اړوند مدیریت له خوا سپارل شوې نورې مسلکي او مدیریتي دندې ترسره کول.

How to apply

د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې:هغه وړ نوماندان چې پورته ذکر شوي شرایط پوره کوي، بلنه ورکول کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د Jobs.af د آنلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې وسپاري. نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنالیک له لارې هم دې پتې ته واستوي: ([email protected]). د برېښنالیک په Subject Line کې باید د بست کره عنوان په څرګند ډول ولیکل شي.

په غوښتنلیک کې باید لاندې موارد شامل وي

تازه سوانح (CV)

غوښتنلیک (Cover Letter)

سوانح (CV) او د غوښتنلیک لیک (Cover Letter) باید په یوه PDF فایل کې سره یوځای او وسپارل شي. د PDF فایل نوم باید د نوماند د بشپړ نوم پر بنسټ په لاندې بڼه ولیکل شي:

بېلګه: Ahmad_Ahmadi_CV_and_Cover_Letter.pdf

نیمګړي غوښتنلیکونه، په ناسم فورمټ کې سپارل شوي غوښتنلیکونه او یا له ټاکلې وروستۍ نېټې وروسته ترلاسه شوي غوښتنلیکونه ښايي د ارزونې وړ ونه ګڼل شي. یوازې له لنډلست څخه غوره شوو نوماندانو سره به د نورو ارزونو او مرکو لپاره اړیکه ونیول شي.

Share this opportunity
Add deadline to calendar

Similar opportunities

Apply by email