Skip to main content

Job

بایومیډیکل ټکنیشن

Original-language content — not yet translated

Key information

Organization
Ministry of Public Health
Location
Ghazni, Afghanistan
Opportunity type
job
Salary
As Per Company Scale
Education
Diploma
Experience
1-2 years
Deadline
October 20, 2026
Published
October 11, 2026
Vacancy reference
بایومیډیکل ټکنیشن
Available positions
1
Work schedule
Full Time
Contract type
Nta
Contract duration
One Year
Contract extension
Yes
Probation period
Three Months
Eligible gender
Any
Eligible nationality
National
Languages
Dari
Professional fields
General
Travel required
No
Application method
Email

Quick summary

د دندې لنډیز : د بایومیډیکل ټکنیشن دنده دا ده چې د جدي پاملرنې (ICU) په څانګه کې د طبي تجهیزاتو د نصب، حفظ او مراقبت، ترمیم او مؤثرې استفادې مسؤلیت پر غاړه واخلي. نوموړی به د ICU د مسؤل او د ادارې سره په همغږۍ د تجهیزاتو د فعال ساتلو، دوامدار نظارت او تخنیکي ملاتړ سیستم رامنځته کوي، تر څو د ICU معیاري خدمات په مؤثره توګه وړاندې شي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي. د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې: د افغانستان تابعیت ولري. د بایومیډیکل، الکترونیک، یا اړوند تخنیکي برخو کې د فوق بکلوریا یا لیسانس سند ولري. لږ تر لږه یو (۱) کال اړوند کاري تجربه ولري. د رسمي مکاتیبو د لیکلو مهارت او د Microsoft Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) سره کاري وړتیا ولري. د قوي افهام او تفهیم او اړیکو مهارت ولري. دندې او مسؤلیتونه: د ICU ټول طبي وسایل او تجهیزات تنظیم، ساتنه، حفظ او مراقبت کول. د طبي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت لپاره معیاري طرزالعملونه او کړنلارې ترتیب او تطبیق کول. د ټولو طبي تجهیزاتو د نصب، منتاژ او تخنیکي تنظیم مسؤلیت اخیستل (د تجهیزاتو تخنیکي ځانګړتیاوې، مناسب ځای، تودوخه او د کیبلونو منظم تنظیم په پام کې نیول). د ثبت نام طریقه: درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

A quick overview based on the listing. Review the full details below before applying.

Apply by email

[email protected]

Application link provided with this listing — verify the destination and requirements before submitting.

Track this opportunityBuild a CV for this opportunity
Share this opportunity

Overview

د دندې لنډیز

د بایومیډیکل ټکنیشن دنده دا ده چې د جدي پاملرنې (ICU) په څانګه کې د طبي تجهیزاتو د نصب، حفظ او مراقبت، ترمیم او مؤثرې استفادې مسؤلیت پر غاړه واخلي. نوموړی به د ICU د مسؤل او د ادارې سره په همغږۍ د تجهیزاتو د فعال ساتلو، دوامدار نظارت او تخنیکي ملاتړ سیستم رامنځته کوي، تر څو د ICU معیاري خدمات په مؤثره توګه وړاندې شي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

Requirements

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • د بایومیډیکل، الکترونیک، یا اړوند تخنیکي برخو کې د فوق بکلوریا یا لیسانس سند ولري.
  • لږ تر لږه یو (۱) کال اړوند کاري تجربه ولري.
  • د رسمي مکاتیبو د لیکلو مهارت او د Microsoft Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) سره کاري وړتیا ولري.
  • د قوي افهام او تفهیم او اړیکو مهارت ولري.
  • د هېواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط او په انګلیسي ژبه بلدتیا ولري.

Responsibilities

دندې او مسؤلیتونه

  • د ICU ټول طبي وسایل او تجهیزات تنظیم، ساتنه، حفظ او مراقبت کول.
  • د طبي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت لپاره معیاري طرزالعملونه او کړنلارې ترتیب او تطبیق کول.
  • د ټولو طبي تجهیزاتو د نصب، منتاژ او تخنیکي تنظیم مسؤلیت اخیستل (د تجهیزاتو تخنیکي ځانګړتیاوې، مناسب ځای، تودوخه او د کیبلونو منظم تنظیم په پام کې نیول).
  • د ICU تجهیزاتو دوامداره نظارت او مانېټرینګ، تر څو د هغوی مؤثره استفاده یقیني شي، او د وضعیت راپور اړوند ادارې ته وړاندې کول.
  • د ICU تجهیزاتو د ترمیم مسؤلیت او د ترمیم، حفظ او مراقبت لپاره تخنیکي رهنمودونه جوړول.
  • د ICU دننه د تجهیزاتو ترمیم ترسره کول، او که اړتیا وي د اصولو مطابق له ICU څخه بهر د ترمیم زمینه برابرول.
  • د ټولو طبي تجهیزاتو د لیست او مشخصاتو ترتیب (د تجهیزاتو تاریخچه، د نصب نېټه، شرکت، تخنیکي مشخصات او غیر فعال تجهیزات).
  • د طبي تجهیزاتو د پرزو او لوازمو لیست ترتیب او د اړتیا پر مهال له مرکزي دفتر سره شریکول.
  • د هر ماشین د ملزوماتو او تخنیکي مشخصاتو ثبت، او د ترمیم، سرویس او تبدیلۍ لپاره پلان ترتیب او عملي کول.
  • د طبي وسایلو د مؤثریت ساتنه او د خرابۍ او غیر فعالېدو څخه مخنیوی، د نصب کیفیت، د فضا پراخوالی، مناسبې تودوخې، برېښنا او نورو اړینو شرایطو په پام کې نیولو سره.
  • د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب د عمومي پلان سره سم، تر څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.
  • د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او اړتیا پر مهال راپورونه ترتیب او ادارې ته وړاندې کول.
  • د طبي تجهیزاتو د سیستم د ښه‌والي او پراختیا لپاره اغېزمن وړاندیزونه وړاندې کول.
  • د میاشتني تخنیکي راپور ترتیب او د ادارې مسؤلینو ته سپارل.
  • د مستقیم آمر لخوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.

بایومیډیکل ټکنیشن د جدي پاملرنې (ICU) څانګې مسؤل ته راپور ورکوي

How to apply

د ثبت نام طریقه

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

Share this opportunity

Similar opportunities

Apply by email