Skip to main content

Job

ولایت غزنی )اداري همکار)

Original-language content — not yet translated

Key information

Organization
Ministry of Public Health
Location
Ghazni, Afghanistan
Opportunity type
job
Salary
As Per Company Scale
Education
Diploma
Experience
0+ years
Deadline
October 20, 2026
Published
October 11, 2026
Vacancy reference
ولایت غزنی )اداري همکار)
Available positions
1
Work schedule
Full Time
Contract type
Nta
Contract duration
One Year
Contract extension
Yes
Probation period
Three Months
Eligible gender
Any
Eligible nationality
Any
Languages
Dari, Pashto
Professional fields
General
Travel required
No
Application method
Email

Quick summary

د دندې لنډیز : د جدي پاملرنې (ICU) د څانګې اړوند ټول اداري چارې د اداري پالیسۍ، طرزالعملونو او د پروژې د مقرراتو سره سم ترسره کول، چې پکې د مکتوبونو تحریر، د ناستو تنظیم، د کارکوونکو د حاضرۍ څارنه، د اسنادو تنظیم او دوسیه بندي شامل دي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي. د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې: د افغانستان تابعیت ولري. لېسانس سند له لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربې سره، او یا د فوق بکلوریا/۱۴ پاس فراغت سند له لږ تر لږه څلور کلنې اړوندې کاري تجربې سره. د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټیز مهارتونه (مایکروسافټ ورډ، ایکسل، پاورپواینټ، انټرنېټ او ایمیل) ولري. دندې او مسؤلیتونه: د جدي پاملرنې څانګې په ټولو اداري چارو کې همکاري کول، چې پکې د مکتوبونو لیکل، د دفتر تنظیم او ساتنه، د اداري اړتیاوو برابرول او د کارکوونکو د ترانسپورټ تنظیم شامل دي. د جدي پاملرنې څانګې د ټول رسمي مکتوبونه او تحریري اړیکې تعقیبول. درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

A quick overview based on the listing. Review the full details below before applying.

Apply by email

[email protected]

Application link provided with this listing — verify the destination and requirements before submitting.

Track this opportunityBuild a CV for this opportunity
Share this opportunity

Overview

د دندې لنډیز

د جدي پاملرنې (ICU) د څانګې اړوند ټول اداري چارې د اداري پالیسۍ، طرزالعملونو او د پروژې د مقرراتو سره سم ترسره کول، چې پکې د مکتوبونو تحریر، د ناستو تنظیم، د کارکوونکو د حاضرۍ څارنه، د اسنادو تنظیم او دوسیه بندي شامل دي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

Requirements

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • لېسانس سند له لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربې سره، او یا د فوق بکلوریا/۱۴ پاس فراغت سند له لږ تر لږه څلور کلنې اړوندې کاري تجربې سره.
  • د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټیز مهارتونه (مایکروسافټ ورډ، ایکسل، پاورپواینټ، انټرنېټ او ایمیل) ولري.
  • د افهام او تفهیم ښه مهارت ولري.
  • لوړ اخلاقي چلند او مسلکي شخصیت ولري.

په دری، پښتو او انګلیسي ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت ولري

Responsibilities

دندې او مسؤلیتونه

  • د جدي پاملرنې څانګې په ټولو اداري چارو کې همکاري کول، چې پکې د مکتوبونو لیکل، د دفتر تنظیم او ساتنه، د اداري اړتیاوو برابرول او د کارکوونکو د ترانسپورټ تنظیم شامل دي.
  • د جدي پاملرنې څانګې د ټول رسمي مکتوبونه او تحریري اړیکې تعقیبول.
  • د دفتر د وسایلو او تجهیزاتو په تدارک کې د رهبري ټیم سره همکاري کول.
  • د جدي پاملرنې څانګې ناستې او سمینارونو تنظیمول او د ناستو د اړتیاوو په برابرولو کې همکاري کول.
  • د دفتر د ساتنې، پاکوالي او منظم ساتلو په برخه کې همکاري کول.
  • هغه ټول اداري چارې تعقیبول چې د مسؤل لخوا ورته سپارل کېږي.
  • د جدي پاملرنې څانګې د ټولو اداري اسنادو دوسیه بندي او تنظیم.
  • د اړتیا له مخې د څانګې د فعالیتونو راپورونه چمتو کول (اوونیز، میاشتني، ربع وار او کلني).
  • د ټولو طبي او غیر طبي وسایلو د تسلیمۍ، ثبت او توزیع مسؤلیت.
  • د جدي پاملرنې څانګې مسؤل د لارښوونو پر بنسټ د تنظیفي موادو او نور اداري توکي د غوښتنلیکونو ترتیب، او د اخیستل شوو توکو د تنظیم، ساتنې، ذخیرې او موجودي د لست د دقیق ساتلو ډاډ ترلاسه کول.
  • د جدي پاملرنې څانګې د موجودي لست (Inventory List) تازه کول.
  • د اړتیا په صورت کې له مرکزي دفتر سره په اداري او تدارکاتي چارو کې همکاري او همغږي کول.
  • د محرمیت اصل رعایتول او د اسنادو خوندیتوب تضمینول.
  • د مستقیم آمر لخوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.
  • اداري همکار د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.

.

How to apply

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

Share this opportunity

Similar opportunities

Apply by email