په سېول انجینرۍ، اوبو رسولو انجینرۍ، د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې انجینرۍ، یا اړوندې انجینرۍ برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند، د ماسټرۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
اړونده مسلکي روزنې، او اضافي زده کړې امتیاز بلل کېږي.
د واش پروګرامونو په پلانولو، تطبیق او څارنه کې لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه.
د واش پروژو د تخنیکي، ټولنیزي او هایدروجیولوژیکي سروې تر سره کولو ښه پوهه.
د واش پروژو د تخنیکي اسنادو، نقشو، او ډیزاینونو د چمتو کولو او بیا کتنې وړتیا درلودل.
د اټوکید، سیول 3D ، جی ای اس، واټرجیمز او ورته نورو تخنیکي سافټویرونو د کارولو وړتیا.
دجی پی اس، لیول ماشین، ټوټل سټیشن او نورو اړوندو سروې وسایلو د کارولو او د ساحوي معلوماتو د راټولولو وړتیا.
د هایدروجيولوژیکي سروې، د څاه د موقعیت ټاکنې،د څاه د تخنیکي راپور، او د پمپ ټست راپور د تخنیکي ارزونې بنسټیزه پوهه.
د اوبو کیفیت، د اوبو د تصفیې بنسټیزو پروسو او د اوبو د خوندیتوب اړوندو اصولو سره بلدتیا.
د واش پروژو د کیفیت کنترول او ارزونې، د موادو د کیفیت ارزونې او ساحوي تخنیکي څارنې تجربه.
د واش اړوندو ملي معیارونو، تخنیکي لارښودونو او نړیوالو معیارونو لکه Sphere او اړوندو WHO/UNICEF لارښودونو سره بلدتیا.
د واش فعالیتونو په طرحه او تطبیق کې د جنسیت، شمولیت، خوندیتوب، حساب ورکونې، د ټولنې د ګډون او د زیانمنو ډلو د اړتیاوو د ادغام پوهه.
د سیلابونو، وچکالۍ، زلزلو، بېځایه کېدو او نورو بیړنیو حالاتو پر مهال د واش غبرګون د پلان جوړونې او تطبیق پوهه.
د تخنیکي ټیمونو د لارښوونې، څارنې او ظرفیت لوړونې وړتیا.
د ساحوي او ولایتي واش کارکوونکو ته د تخنیکي لارښوونې وړتیا.
د څو اړخیزو ټیمونو سره د اغېزمن کار، همغږۍ او ستونزو د حل وړتیا.
د خپلواک کار، د لومړیتوبونو ټاکلو او د ټاکلي وخت په دننه کې د دندو د بشپړولو وړتیا.
د تخنیکي ستونزو د تحلیل، حللارو د موندلو او د تصمیمنیونې لپاره د مسلکي سپارښتنو وړاندې کولو وړتیا.
په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې د خبرو، لیکلو او مسلکي اړیکو ښه وړتیا.
په انګلیسي ژبه د تخنیکي راپورونو، پروپوزلونو، ایمیلونو او نورو مسلکي اسنادو د لیکلو او د تخنیکي غونډو د تعقیب وړتیا.
- شخصي وړتیاوې او مسلکي چلند
قوي تحلیلي او د ستونزو د حل وړتیا.
دقت، مسلکي صداقت او د تخنیکي کیفیت رعایت.
د فشار او بیړنیو حالاتو پر مهال د کار کولو وړتیا.
د ټیمي کار، اغېزمنې اړیکې او بینالاداري همکارۍ وړتیا.
د سفر او په اړوندو ساحوي سیمو کې د کار کولو چمتووالی.