Skip to main content

Job

د لابراتوار تکنالوژیست (Medical Laboratory Technologist)

Original-language content — not yet translated

Key information

Organization
Ummat International Hospital - UIH
Location
Kabul, Afghanistan
Opportunity type
job
Salary
As Per Company Scale
Education
Bachelor
Experience
3-5 years
Deadline
October 31, 2026
Published
August 18, 2026
Vacancy reference
6
Available positions
10
Work schedule
Full Time
Contract type
Permanent
Contract duration
One Year
Contract extension
Yes
Probation period
Three Months
Eligible gender
Any
Eligible nationality
Any
Languages
Dari, Pashto, English
Professional fields
Health/Medical, Health Care
Travel required
No
Application method
Platform

Deadline in 8 days

Deadline: October 31, 2026

Quick summary

د امت نړیوال روغتون په اړه: امت نړیوال روغتون (UIH) یو عصري، څو تخصصي، درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې په کابل، افغانستان کې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي. د روغتون موخه دا ده چې د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ محوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بیړنیو خدماتو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو بشپړ خدمات په یوه ځای کې وړاندې کړي.

Requirements: د دندی شرایط او وړتیاوې:    د لابراتوار تکنالوژۍ/طبي لابراتوار له معتبر پوهنتون یا تحصیلي مرکز څخه د فراغت سند د اړوندې ادارې/مراجع څخه معتبر مسلکي جواز او اسناد لږ تر لږه ۳ کاله اړونده کاري تجربه په روغتون یا معتبر لابراتوار کې په Hematology، Biochemistry، Microbiology او Serology برخو کې عملي تجربه اضافي امتیاز ګڼل کېږي

Responsibilities: اساسي دندې او مسؤلیتونه:    د ډاکټرانو د غوښتنې او د لابراتواري پروتوکولونو مطابق د ناروغانو لابراتواري معاینات په دقیق او معیاري ډول ترسره کول د ناروغانو د نمونو راټولول، پېژندنه، لیبل کول، انتقال او په مناسبه توګه ساتل د Hematology، Biochemistry، Serology، Microbiology او نورو اړوندو لابراتواري معایناتو ترسره کول، د خپلې مسلکي وړتیا او د لابراتوار د امکاناتو مطابق

How to apply: د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې:هغه وړ نوماندان چې پورته ذکر شوي شرایط پوره کوي، بلنه ورکول کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د Jobs.af د آنلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې وسپاري. نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنالیک له لارې هم دې پتې ته واستوي: ([email protected]).

A quick overview based on the listing. Review the full details below before applying.

Apply by email

[email protected]

Application link provided with this listing — verify the destination and requirements before submitting.

Track this opportunityBuild a CV for this opportunity
Share this opportunity

Overview

د امت نړیوال روغتون په اړه

امت نړیوال روغتون (UIH) یو عصري، څو تخصصي، درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې په کابل، افغانستان کې د نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي. د روغتون موخه دا ده چې د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ محوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بیړنیو خدماتو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو بشپړ خدمات په یوه ځای کې وړاندې کړي. د دندې موخه:د لابراتوار تکنالوژیست دنده دا ده چې د ناروغانو نمونې په مسلکي او معیاري ډول راټولې، چمتو او معاینه کړي او د لابراتواري ټسټونو دقیقې پایلې ترلاسه کړي. همدارنګه د لابراتوار وسایل او تجهیزات په سمه توګه وکاروي، د معایناتو کیفیت کنټرول کړي، پایلې په منظم ډول ثبت او اړوندو مسؤلینو ته یې وړاندې کړي او د لابراتوار د حفظ‌الصحې او خوندیتوب اصول مراعات کړي.

Requirements

د دندی شرایط او وړتیاوې: د لابراتوار تکنالوژۍ/طبي لابراتوار له معتبر پوهنتون یا تحصیلي مرکز څخه د فراغت سند

د اړوندې ادارې/مراجع څخه معتبر مسلکي جواز او اسناد

لږ تر لږه ۳ کاله اړونده کاري تجربه په روغتون یا معتبر لابراتوار کې

په Hematology، Biochemistry، Microbiology او Serology برخو کې عملي تجربه اضافي امتیاز ګڼل کېږي

د لابراتواري ماشینونو او تجهیزاتو سره ښه عملي بلدتیا

د Quality Control او Laboratory Safety له اصولو سره بلدتیا

د لابراتواري نمونو د مناسب مدیریت او د پایلو د دقیق ثبت تجربه

د شیفټي او شپني کار کولو وړتیا

د کمپیوټري پروګرامونو او ډیټابیسونو سره بشپړه مسلکي بلدتیا او د اړوندو سیسټمونو د کارولو وړتیا.

په پښتو او دري ژبو تسلط؛ په انګلیسي ژبه پوهه اضافي امتیاز ګڼل کېږي.

Responsibilities

اساسي دندې او مسؤلیتونه: د ډاکټرانو د غوښتنې او د لابراتواري پروتوکولونو مطابق د ناروغانو لابراتواري معاینات په دقیق او معیاري ډول ترسره کول

د ناروغانو د نمونو راټولول، پېژندنه، لیبل کول، انتقال او په مناسبه توګه ساتل

د Hematology، Biochemistry، Serology، Microbiology او نورو اړوندو لابراتواري معایناتو ترسره کول، د خپلې مسلکي وړتیا او د لابراتوار د امکاناتو مطابق

د لابراتواري معایناتو د پایلو دقت او کیفیت ارزول

د معایناتو د پایلو دقیق ثبت او مستند سازي کول

د خطرناکو او غیرنورمالو پایلو په اړه ډاکټر یا اړوند مسؤول ته په وخت خبر ورکول

د کیفیت د کنټرول (Quality Control) او کیفیت د تضمین (Quality Assurance) اصول مراعاتول

د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول او د لابراتواري مصؤونیت اصول په جدي ډول رعایتول

د لابراتوار له وسایلو او ماشینونو څخه په سمه او مسؤلانه توګه استفاده کول

د لابراتواري وسایلو او ماشینونو د ورځني مراقبت او ساتنې ترسره کول او د تخنیکي ستونزو په اړه مسؤول شخص ته راپور ورکول

د Reagents، موادو او نورو مصرفي توکو مناسب مدیریت او د کمښت په صورت کې پر وخت راپور ورکول

د ناروغانو د لابراتواري پایلو او شخصي معلوماتو محرمیت ساتل

له ډاکټرانو، نرسانو او د روغتیايي ټیم له نورو غړو سره مؤثره همکاري کول

د لابراتوار د کاري نظم، حاضري، شیفټونو او داخلي مقرراتو مراعاتول

د اړوند آمر له خوا د سپارل شوو نورو مسلکي او اړوندو دندو ترسره کول.

How to apply

د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې:هغه وړ نوماندان چې پورته ذکر شوي شرایط پوره کوي، بلنه ورکول کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د Jobs.af د آنلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې وسپاري. نوماندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنالیک له لارې هم دې پتې ته واستوي: ([email protected]). د برېښنالیک په Subject Line کې باید د بست کره عنوان په څرګند ډول ولیکل شي.

په غوښتنلیک کې باید لاندې موارد شامل وي

تازه سوانح (CV)

غوښتنلیک (Cover Letter)

سوانح (CV) او د غوښتنلیک لیک (Cover Letter) باید په یوه PDF فایل کې سره یوځای او وسپارل شي. د PDF فایل نوم باید د نوماند د بشپړ نوم پر بنسټ په لاندې بڼه ولیکل شي:

بېلګه: Ahmad_Ahmadi_CV_and_Cover_Letter.pdf

نیمګړي غوښتنلیکونه، په ناسم فورمټ کې سپارل شوي غوښتنلیکونه او یا له ټاکلې وروستۍ نېټې وروسته ترلاسه شوي غوښتنلیکونه ښايي د ارزونې وړ ونه ګڼل شي. یوازې له لنډلست څخه غوره شوو نوماندانو سره به د نورو ارزونو او مرکو لپاره اړیکه ونیول شي.

Share this opportunity
Add deadline to calendar

Similar opportunities

Apply by email