Skip to main content

Job

ICU مسؤل

Original-language content — not yet translated

Key information

Organization
Ministry of Public Health
Location
Ghazni, Afghanistan
Opportunity type
job
Salary
Nta
Education
Bachelor
Experience
0-2 years
Deadline
October 20, 2026
Published
October 11, 2026
Vacancy reference
ICU مسؤل
Available positions
1
Work schedule
Full Time
Contract type
Nta
Contract duration
One Year
Contract extension
Yes
Probation period
Three Months
Eligible gender
Any
Eligible nationality
Any
Languages
Dari, Pashto
Professional fields
Health/Medical
Travel required
No
Application method
Email
Salary grade
c

Quick summary

د جدي پاملرنې د څانګې مسؤل اساسې دندې د یادې برخې د ټولو فعالیتونو (مسلکي او اداري) رهبري او مدیریت دی. په دې کې د ICU د کارکوونکو اداره، اداري چارو تنظیم، د داخل خدمت او خارج خدمت کارکوونکو تخنیکي روزنه او د نوو کارکوونکو روزنه شامله ده. خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې: باید افغان تابعیت ولري. د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري. د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري. په عمومي داخله ، عمومي جراحي یا انستیزي کې تخصص سند ولري (عمومي داخله متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي). مسؤلیتونه: د جدي پاملرنې مناسبو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډمنول او د یادو خدمتونو د اړتیاوو مطابق دICU  مدیریت. د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته او د ICU اړوند خدمتونو وړاندې کول چې د شدیدې ناروغۍ له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري. درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

A quick overview based on the listing. Review the full details below before applying.

Apply by email

[email protected]

Application link provided with this listing — verify the destination and requirements before submitting.

Track this opportunityBuild a CV for this opportunity
Share this opportunity

Overview

د جدي پاملرنې د څانګې مسؤل اساسې دندې د یادې برخې د ټولو فعالیتونو (مسلکي او اداري) رهبري او مدیریت دی. په دې کې د ICU د کارکوونکو اداره، اداري چارو تنظیم، د داخل خدمت او خارج خدمت کارکوونکو تخنیکي روزنه او د نوو کارکوونکو روزنه شامله ده. خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي

Requirements

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې

  • باید افغان تابعیت ولري.
  • د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.
  • د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.
  • په عمومي داخله ، عمومي جراحي یا انستیزي کې تخصص سند ولري (عمومي داخله متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي).
  • لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه د تخصص څخه وروسته په معالجوي برخو کې ولري.
  • لږ تر لږه یو کال د مدیریت په برخه کې تجربه ولري (د روغتون او عمومي مدیریت تجربه ترجیح لري).
  • تخنیکي او اداري مهارتونه ولري.
  • د انګلیسي ژبې په لیک، لوست او ویلو کې مهارت ولري.
  • د ټیمي کار کولو وړتیا ولري.
  • د اغېزمنې اړیکې او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
  • د کمپیوټر د آفیس پروګرامونو کارونه کې مهارت ولري.
  • د انټرنټ د کارولو او د ویب ‌سایټونو د لټون وړتیا ولري.
  • د درملنې د لاروښودونو د جوړولو او پراختیا وړتیا ولري.
  • د فشار لاندې د کار کولو او د څو دندو د هم مهاله ترسره کولو وړتیا ولري.

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

  • مبادی مدیریت امور صحی (دوکتور خواجه میر اسلام “سعید” چاپ دوم)

"Paul L. Marino MD PhD FCCM - Marino’s The ICU Book_ Print + eBook with Updates (ICU Book Marino)-LWW (2013). (2

Responsibilities

مسؤلیتونه

  • د جدي پاملرنې مناسبو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډمنول او د یادو خدمتونو د اړتیاوو مطابق دICU مدیریت.
  • د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته او د ICU اړوند خدمتونو وړاندې کول چې د شدیدې ناروغۍ له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
  • د متخصصینو د رخصتیو پر مهال د جدي او ټاکل شوو خدمتونو په ادامه کې مرسته کول.
  • د رسمي وخت څخه بهر دنده ترسره کول او په عاجلو او جدي مواردو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري.
  • د مسلکي پرمختګ، ارزونې، تفتیش (Audit) او د کارکوونکو د اجراآتو په ارزونه کې ګډون کول.
  • مسؤل ته د اړتیا پر بنسټ د ځانګړو تخصصي ساحو د جوړولو او پراختیا تشویق او ملاتړ.
  • د څانګې بستر شوو ناروغانو اړتیا ته په کتلو سره د ځانګړو تخصصي او مسلکي نوښتونو رامنځ ته کول او ورته انکشاف ورکول.
  • له مسؤل څخه توقع کېږي چې د لویانو جدي ناروغي تشخیص او تداوي کړي.
  • د رسمي دندو ترسره کول او په رسمي وخت کې د شخصي کلینیکي فعالیتونو څخه ډډه کول.
  • د موجوده او نوو کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه.
  • د ICU واقعاتو لپاره د تداوي پروتوکولونو جوړول او پراختیا ورکول.
  • د هغو پروسیجرونو پروتوکولونه جوړول او انکشاف ور کول چې په ICU کې ترسره کېږي.
  • د ټولو اداري فعالیتونو مدیریت.
  • په اړوندو غونډو کې ګډون.
  • د اړتیا پر اساس، د اوونیزو، میاشتنیو او کلنیو راپورونو چمتو کول او د ICU پروژې آمریت ته سپارل.
  • هغه نورې چارې ترسره کول چې د ICU پروژې لخوا یا د اړوند روغتون ریاست لخوا ورسپارل کېږي.

د راپور ورکولو لوری: د جدي پاملرنې څانګې پروژې آمریت / د اړوند روغتون ریاست. تر امر لاندې کسان: د ICU څانګې متخصصین، هید نرس، نرسان، اداري همکار او خدماتي کارکوونکي.

How to apply

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

Share this opportunity

Similar opportunities

Apply by email