د شرکت په اړه
SOLIDARITES INTERNATIONAL (SI) یوه نړیواله بشري نادولتي موسسه ده چې له 40 کلونو راهیسې د وسلهوالو شخړو او طبیعي پېښو له امله اغېزمنو خلکو سره د خوراک، اوبو او سرپناه د حیاتي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي. دا موسسه په ځانګړې توګه د ناپاکو اوبو اړوندو ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي چې په نړۍ کې د مړینې مهم لامل ګڼل کېږي. د SI فعالیتونه د څښاک اوبو ته لاسرسي، حفظالصحې او د نظافت د ترویج، همدارنګه د خوړو خوندیتوب او معیشت په برخو کې تخصص لري. په نږدې پنځه ویشت هېوادونو کې د SI له 2400 څخه ډېر کارکوونکي، په شمول د بهرنیو او ملي کارکوونکو، د مرکزي دفتر دایمي کارکوونکو او څو رضاکارانو، په مسلکي او ژمن ډول او د کلتور په درناوي کار کوي.
Solidarités International (SI) هوډ لري د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې، د ګټه اخیستونکو ټولنو د غړو یا همکارانو پر وړاندې د استثمار، ناوړه چلند او/یا جنسي ځورونې (SEAH)، درغلۍ، فساد، د اشخاصو یا شتمنیو د حقونو نقض او د بشري حقونو لپاره د زیان رسوونکو فعالیتونو د تمویل مخه ونیسي او پر وړاندې یې مبارزه وکړي. SI د جنسي استثمار، ناوړه چلند او ځورونې په وړاندې د صفر زغم پالیسي پلي کوي.
Solidarités International د برابر فرصتونو کارفرما ده چې د هر ډول تبعیض پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده. SI هېڅکله د استخدام په بهیر کې د ګډون لپاره پیسې نه غواړي.
د دندې لنډیز
ماموریت
موخه:
د ټیم مشر د WATSAN مسئولینو ټیم همغږي کوي، څو د اوبو او حفظالصحې او ملاتړ فعالیتونه پلي کړي او یقیني کړي چې د Solidarités International تخنیکي سپارښتنې او کړنلارې مراعات کېږي.
دنده
د مهمو دندو لېست:
د فعالیتونو تنظیم، کنټرول او څارنه
د خپل ټیم اوونیز فعالیتونه پلانول او د مستقیم مدیر تصویب ترلاسه کول:
1. د بشري سرچینو اړتیاوې پلانول (ورځني مزدوران، کارګران او نور).
2. د وسایلو او موادو اړتیاوې پلانول (له ګودام څخه غوښتنه).
3. اداري ستونزې مخکې اټکلول او غوښتنې په وخت وړاندې کول.
4. لوژستیکي اړتیاوې لکه ترانسپورت او د اړیکو وسایل مخکې اټکلول.
د پروژو ارزونه او ډیزاین:
- د مداخلې د نویو ساحو په پېژندنه کې ګډون کول.
- د مالي، بشري او لوژستیکي پروګرامونو په طرحه او د اړتیاوو په ارزونه کې ګډون.
- د تشخیصي ارزونو په چمتو کولو، پلي کولو او تحلیل کې ګډون.
- تخنیکي اسناد (BoQs، د کار ساحه، نقشې او نور) چمتو کول.
د فعالیتونو پلي کول او څارنه:
- له عملیاتي ټیمونو سره او د داخلي ضربالاجلونو له مخې فعالیتونه او پروژې پلانول.
- د فعالیتونو پلي کېدل څارل او د ضربالاجلونو، تخنیکي مشخصاتو او SI معیارونو مراعات یقیني کول.
- د فعالیتونو د څارنې لپاره ساحې ته منظم سفرونه کول.
- له فعالیت یا پروژې سره تړلي خطرونه او محدودیتونه پېژندل او د پروګرام مدیر ته بدیلې ستراتیژۍ وړاندې کول.
- د پروژې او مداخلې په ساحو کې د خلکو او تجهیزاتو خوندیتوب یقیني کول.
- د څارنې، مالي، لوژستیکي او عملیاتي پروګرامونو د وسایلو په تازه کولو کې ګډون (د بودجې، IOF او فعالیتونو څارنه).
د ټیم مدیریت
- د WASH قراردادیانو په ګمارنه کې ګډون.
- د WASH ټیمونو د منظمو غونډو په جوړولو کې د WASH DPM ملاتړ.
- د ټیمونو دننه احتمالي شخړې څارل او د ستونزې په صورت کې مستقیم مدیر ته خبر ورکول.
- د ټیمونو د روزنې اړتیاوې پېژندل او مستقیم مدیر ته راپور ورکول.
- د روزنې په پلي کولو کې مرسته کول.
- د مستقیم مدیر په ملاتړ د خپل ټیم د فعالیت ارزونه رهبري کول.
- د مستقیم مدیر تر څارنې لاندې د WASH ټیم د غړو رخصتۍ پلانول.
لوژستیک او اداره
• د ورځنیو مزدورانو د ګمارنې پر مهال د مستقیم مدیر او اداري څانګې ټاکلې کړنلارې او لارښوونې مراعاتول.
• د ټیم غړو ته د شته وسایلو د سم استعمال او ساتنې روزنه ورکول.
• د ورکړل شوو څارنیزو وسایلو په مرسته د استعمال تعقیبول.
• د خوندیتوب کړنلارې عملي کول.
• یقیني کول چې د ټیم غړي د خوندیتوب کړنلارې مراعاتوي.
• کاري ساحو ته د رسېدونکو موادو کیفیت او اندازه څارل.
• په ساحه کې د کار لپاره د اړینو موادو او تجهیزاتو ترلاسه کول او زېرمه کول یقیني کول.
راپور ورکول او اړیکې
- د غوښتنې پر مهال د پروګرام په اوونیزو غونډو او کلسټرونو کې ګډون.
- د څارنې وسایل او فایلونه د Solidarités په دفتر کې داسې آرشیفول چې مستقیم مدیر ورته لاسرسی ولري.
- مستقیم مدیر ته د دندو اوونیز راپور چمتو او وسپارل، چې د ټیم پرمختګ پکې شامل وي.
- د پروګرام د میاشتني راپورونو په بستې کې ګډون.
- په عملیاتي ساحو کې له سیمهییزو ګډونوالو او ټولنو سره ښې اړیکې جوړول او ساتل.
- په ساحه کې د خلکو او سیمهییزو ګډونوالو خبرې اورېدل او مستقیم مدیر ته د هرې غیرتخنیکي یا امنیتي ستونزې راپور ورکول چې د فعالیتونو یا د Solidarités International د ټیمونو پر خوندیتوب اغېز کولای شي.