د ادارې په اړه
د ادارې شالید:
International Medical Corps یوه نړیواله غیرانتفاعي بشري اداره ده چې د روغتیايي روزنې، بیړنیو مرستو او پرمختیايي پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورلو او کړاوونو کمولو ته وقف شوې ده.
International Medical Corps چې په 1984 کې د رضاکارو ډاکټرانو او نرسانو لهخوا جوړه شوې، یوه شخصي، رضاکاره، غیرسیاسي او غیرمذهبي اداره ده. موخه یې د روغتیايي خدمتونو او هغو اړوندو فعالیتونو په وسیله د ژوند کیفیت لوړول دي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځايي ظرفیتونه پیاوړي کوي. د سیمهییزو وګړو روزنه، روغتیايي خدمتونه، د ډېر زیان له خطر سره مخ خلکو ته طبي مرستې او بېړنیو حالاتو ته چټک غبرګون د دې لامل کېږي چې اداره زیانمن روغتیايي سیستمونه ورغوي او بېرته یې په ځان بسیا کړي.
زموږ د مأموریت په اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ ویبپاڼه وګورئ: https://internationalmedicalcorps.org/who-we-are.
د دندې لنډیز
د دندې موخه:
د WASH کارآموزۍ بست یو منظم زدهکړیز فرصت دی، چې هڅاند کس ته د اوبو، حفظالصحې او نظافت (WASH) په پروګرامونو کې بنسټیزه پوهه او عملي تجربه ورکوي. د شپږو میاشتو په ترڅ کې به کارآموز د استادانو د لارښوونې او عملي فعالیتونو له لارې د اوبو رسونې، تشنابونو او حفظالصحې زېربناوو، د نظافت د دودولو، د اوبو د کیفیت د څارنې او نظارت او ارزونې په مهمو موضوعاتو کې روزل کېږي.
اساسي دندې او مسؤولیتونه:
·د WASH د بنسټیزو مفاهیمو (اوبه رسونه، حفظالصحه، د نظافت ترویج) او اړوندو ملي/نړیوالو معیارونو (لکه Sphere) په معرفتي غونډو کې ګډون.
·د WASH اړتیاوو د ارزونې، KAP (پوهه، چلند او کړنې) سروې او لومړنیو مطالعاتو د طرحې او ترسره کولو زدهکړه، د څارنې لاندې د معلوماتو ټولولو ابتدایي تمرین.
·د اوبو د کیفیت د ازموینې بنسټیزې طریقې زده کول او لیدل چې پایلې د پروګرام په پرېکړو کې څنګه کارېږي.
·د ټولنې د بسیج، د نظافت د چلند د بدلون د اړیکو او د ساحې ګډونیزو وسایلو زده کول.
·دا زده کول چې د WASH شاخصونه څنګه څارل کېږي او راپورونه د پروګرام په ښه والي کې څنګه مرسته کوي.
·زده کول چې د بشري او بیړنیو حالاتو سره د WASH پروګرامونه څنګه عیارېږي.
·درک کول چې د جنسیت، معلولیت او پراخ ټولنیز ګډون اړخونه د WASH په پروګرامونو کې څنګه شاملېږي، د لاسرسي وړ تاسیساتو طرحې او ټولشموله ټولنیز ګډون په ګډون.
·د WASH د انجینرۍ له بنسټیزو برخو سره بلدتیا، لکه د څاه کیندنه، لاسي پمپونه، د اوبو د تصفیې سیستمونه او د تشنابونو جوړولو تخنیکونه.
·له ساحوي چارو څخه د زده شوو درسونو، بریا کیسو او ننګونو مستندسازي زده کول څو د راپور لیکلو او تحلیل مهارتونه پیاوړي شي.
له څارونکي سره په منظمې بیاکتنې او لارښوونې غونډو کې ګډون کول، د زدهکړې پرمختګ ارزول، پوښتنې کول او د شخصي پرمختګ موخې ټاکل.
اداري مسؤولیتونه:
د پالیسیو مراعات:
·د چلند اصولو پابندي، د بشري اصولو ساتنه او نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی.
د جنسي استثمار او ناوړه استفادې مخنیوی:
·په International Medical Corps او د دې ادارې په مرسته رسېدونکو کې د PSEA (د جنسي استثمار او ناوړه استفادې مخنیوي) معیارونو فعاله ترویج.
د مقرراتو مراعات او اخلاق:
·په ټوله International Medical Corps اداره کې د مقرراتو د رعایت او اخلاقو فرهنګ پیاوړی کول. د دندې په تړاو د International Medical Corps او تمویلوونکو د مقرراتو او اخلاقي معیارونو روښانه پوهه ساتل، هغه مراعتول او په لوړ صداقت کار کول.
حفاظت
د هغو خلکو ساتنه چې ورسره کار کوو د ټولو کارکوونکو ګډ مسؤولیت او مکلفیت دی، د بحران ځپلو لویانو او ماشومانو په ګډون. په دې کې د کارکوونکو یا شریکانو له لاندې کړنو څخه ساتنه شامله ده: جنسي استثمار او ناوړه استفاده؛ د ماشومانو او له خطر سره مخ لویانو استثمار، غفلت یا ناوړه استفاده؛ او د انسانانو هر ډول قاچاق.