د بااحساسه او مسؤل Transmission Officer په توګه، باید د مدیریت او خپلمنځي اړیکو پراخه تجربه، په بېلابېلو شرایطو کې د کار انګېزه، او د لوړپوړو مدیرانو د لارښوونو له مخې د شرکت لپاره د نویو پیرودونکو د راجلبولو وړتیا ولرئ.
د پراخو کارونو او درنو مسؤلیتونو مدیریت، له بېلابېلو ننګونو او پېچلتیاوو سره مقابله، او د وخت او بودجې په حدودو کې ټولنې ته د شرکت د لوړ کیفیت استازیتوب ډېر مهم دی.
له دې بنسټیزو مهارتونو او تجربې سربېره باید ولرئ
مهمې وړتیاوې او شرایط
د پیرودونکو د خدمتونو ښه مهارت.
د اړیکو غوره مهارت.
قوي شفاهي او لیکلي مهارتونه.
د IT شبکو د امنیت ښه پوهه او مهارت.
د IT شبکو د Routing او Switching عالي تخنیکي مهارتونه (CCNA, MCP, MTCNA, Huawei RTN).
د ژبې شرط: انګلیسي.
د ضربالاجلونو پوره کولو، تر فشار لاندې د کار، تدبیر، مذاکرې او د تنظیم مهارتونه.
د تحلیل، ستونزو حل او پرېکړې کولو مهارتونه.
د شبکې له عملیاتي سیستمونو او د مخابراتو له بنسټونو سره آشنایي.
دندې او مسؤلیتونه
له یوه نقطه تر څو نقطو بېسیم انتنونو نصب او تنظیم.
د بېسیم وسایلو، کورنیو AP، روټرونو او سویچونو نصب او تنظیم.
د پیرودونکو د داخلي وسایلو او روټرونو ستونزې حل کول.
د راتلونکي استعمال لپاره د شبکې ستونزې او د حل لارې مستندول او راپور ورکول.
د وروستیو بېسیمو ټکنالوژیو او وسایلو پیاوړې پوهه.
پر ټاور د ختلو او په لوړوالي کې د کار کولو وړتیا.
د ISP د برېښنا سیستم له اجزاوو سره آشنایي.
د پیرودونکو په ځایونو کې د مخابراتي/IT وسایلو نصب.
هارډویر نښلول او تنظیمول او له نقطې تر نقطې ازموینه کول.
د IP ادرسونو ثبتول او ساتل او د لېرې لاسرسي له لارو سره آشنایي.
د ستونزو د حل ټولې کړنلارې او د IP اړوند قوماندې پېژندل.
د شبکې لاسرسي په اړه د کاروونکو اړتیاوو او پوښتنو ته ځواب ورکول.
د کاري ساعتونو په جریان کې نورې اړوندې دندې ترسره کول.