په ټاکلې سیمه کې د اوبو سرچینو او اوبولګولو د ټولو فعالیتونو په تطبیق کې د WRI ټیم له مشر سره مرسته.
له تخنیکي سروې او ډیزاین وروسته د اوبولګولو د بیارغونې او د سیند د غاړو د ساتنې د پروژو تخنیکي وړاندیزونه چمتو کول، د لګښت اټکلونه وړاندې کول او د بیاکتنې او منظورۍ لپاره یې د WRI ټیم مشر ته سپارل.
د تدارکاتو لپاره تخنیکي مشخصات او د مقدارونو جدولونه (BoQs) چمتو کول او د ترلاسه شوو ځوابونو په بیاکتنه/ارزونه کې مرسته.
د منظور شوو معیاري داوطلبۍ اسنادو سره سم د قراردادي د تادیاتو تصدیقلیکونه بیاکتل او تاییدول. دا خدمتونه باید د قراردادي څارنه، قراردادیانو ته د میاشتنیو تادیاتو تصدیقول، د ودانیزو چارو د اغېزمنې څارنې او کیفیت د کنټرول سیستم جوړول او پلي کول او د کارونو پر وخت بشپړېدل یقیني کول رانغاړي.
له تطبیقوونکو شریکانو (IPs) سره همغږي څو د اوبوایستلو کانالونو د پاکولو، د خاورې او اوبو د ساتنې اقداماتو، د باران او سېلاب اوبو د راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د بیا ډکولو لپاره د اوبو د حوزې د مدیریت ښه کولو او د پخوا جوړو شوو تاسیساتو د کوچنیو ترمیمونو د کار اندازه تایید شي.
د ESS مشر سره همغږي او د ټولو خوندیتوب شرطونو رعایت یقیني کول.
د کار په بدل کې د نغدو پیسو (CfW) پروګرام د ګټه اخیستونکو انتخاب او په ساحه کې د کار پرمختګ څارل.
په سیمهییزه کچه له نورو ادارو، بنسټونو او سیمهییزو چارواکو سره د اوبو سرچینو او اوبولګولو د کارونو د اسانه تطبیق لپاره همغږي.
له اړوندو دفترونو/ټیمونو سره اړیکې ساتل څو د ساختماني شرکتونو او تطبیقوونکو شریکانو لخوا د بیارغونې د کارونو د ترسره کولو لپاره پر وخت لازم معلومات برابر شي.
د FAO کارکوونکو، IPs او د اوبو کاروونکو ډلو لپاره روزنیز کورسونه او د کار پر مهال روزنه ترسره کول.
د اړتیا له مخې له نورو سیمهییزو دفترونو سره د معلوماتو تبادله هڅول.
په سیمهییزو دفترونو کې د کار د پرمختګ دورهیي راپورونه ورکول او د هغو ستونزو په اړه له مخکې خبر ورکول چې پرمختګ ټکنی کولای شي، او په حل کې یې مرسته کول.
نورې سپارل شوې دندې ترسره کول.