د دندې مسوولیتونه
د نمونو اخیستلو له پلان او تخنیکي میتود سره سم له څېړنیزو قطعو، کرنیزو ساحو او ټاکل شویو ځایونو څخه د خاورې او اوبو نمونې راټولول.
په اړوندو فورمو او سیستم کې د هرې نمونې مشخصات ثبتول، لکه د نمونې کوډ، د اخیستلو ځای، ژوروالی، نېټه، د ساحې ډول او نور اړین معلومات.
د نمونو لېږدول، بستهبندي، نښهکول او داسې ساتل چې د ورکېدو، ګډېدو یا ککړېدو مخنیوی وشي.
د ازموینې لپاره د خاورې د نمونو چمتو کول، چې په مناسبو شرایطو کې وچول، د بوټو پاتېشوني او وړې ډبرې بېلول، د اړتیا پر مهال مېده کول، چاڼول او وروستی چمتووالی پکې شامل دي.
د خاورې او اوبو ټولې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي ازموینې ترسره کول.
د لابراتوار د تجهیزاتو او وسایلو ساتنه، پالنه او سمه کارونه.
د خاورې او اوبو د ازموینو لپاره د اړینو محلولونو، ریجنټونو، کیمیاوي موادو او معیاري محلولونو چمتو کول او د هغوی د مشخصاتو او د چمتو کولو د نېټې ثبتول.
د اړوندو طرزالعملونو له مخې د لابراتواري تجهیزاتو لومړنۍ کتنه، تنظیم او کالیبریشن کول او د وسایلو د هر ډول نیمګړتیا یا له عادي فعالیت څخه د انحراف راپور ورکول.
د کاري میتودونو په دقیق مراعتولو سره ازموینې ترسره کول او د نمونو، لوښو، محلولونو او تجهیزاتو د متقابل ککړتیا مخنیوی کول.
په فورمو او د لابراتوار په ثبت کتاب کې د مشاهداتو درج کول.
د ازموینو د پایلو محاسبه، د واحدونو اړول او د لومړنیو پایلو ترتیبول، څو د لابراتوار مسوول یې وڅېړي او تایید کړي.
د خاورې پېژندنې له متخصصانو، اګرانومیستانو او څېړونکو سره د خاورې او اوبو د پرتلیزو او څېړنیزو مطالعاتو په ترسره کولو کې مرسته کول.
له ازموینو وروسته د لوښو، د نمونو اخیستلو د وسایلو او تجهیزاتو پاکول، مینځل، ضدعفوني کول او بیا چمتو کول.
د ریجنټونو، کیمیاوي موادو، معیاري محلولونو، شیشهیي وسایلو او لابراتواري مصرفي موادو منظم تنظیم او ساتنه.
د کیمیاوي موادو د جوړولو او اعتبار نېټې کتل او د موادو د کمښت، خرابۍ یا نامناسب والي په اړه اړوند مسوول ته خبر ورکول.
د لابراتوار د فعالیتونو راپورونه جوړول او اړوند مسوول ته لازم معلومات وړاندې کول.
د اړوندې څانګې د مسوول له خوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.