Warehouse store keeper
Asia Community Development Organization (ACDO) is an Afghan non-governmental, non-political and non-profit humanitarian organization founded in 2014 register with the Government of Islamic Republic of Afghanistan (GoIRA…
دنده
په اصلي ژبه
9 ورځې مهلت پاتې دی
نیټه: ۷ نومبر ۲۰۲۶
د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده . د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي . د طب پوهنځي څخه د فراغت سند ولري. کاري تجربه: د رواني روغتیا، رواني ـ ټولنیزو مشورو یا اړوندو برخو کې لږ تر لږه ۲–۳ کاله کاري تجربه ولري. جنسیت: یوازې ښځینه نوماندانې د غوښتنلیک وړ دي. ژبې: په پښتو او دري ژبو تسلط ولری د انګلیسی ژبی سره بلدتیا ولري. د اړیکو، همغږۍ، راپور ورکولو، د قضیو مدیریت او د کارکوونکو د څارنې وړتیا ولري. د غوښتنلیک د لېږلو لارښوونې ټولې واجد شرایطه او علاقه منده ښځینه نوماندې کولای شي صوانح (CV)، د تحصیلي اسنادو کاپي او اړوند مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې د ARDHO مؤسسې د بشري سرچینو څانګې ته واستوي. د غوښتنلیک برېښنالیک : [email protected]
د اعلان پر بنسټ چټکه کتنه. د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې لاندې بشپړ معلومات ولولئ.
د غوښتنلیک لینک له دې اعلان سره ورکړل شوی — د سپارلو مخکې د لینک مقصد او شرطونه وګورئ.
د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO)
د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده.
د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي. ARDHO د سیمهییزو ظرفیتونو د لوړولو، په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو او شواهدو پر بنسټ د معلوماتو د تولید، د اغېزمنو او شواهدو پر بنسټ د غوره کړنو د ترویج، او د ټولنو په کچه د پرمختیايي پروژو د طرحې او پلي کولو له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
د ARDHO فعالیتونه د بشري مرستو او پرمختیايي پروژو پلان جوړونه، د امکانسنجونې مطالعاتو طرحه او ترسره کول، او د غوره کړنو پر بنسټ د ټولنې د پرمختګ لپاره د ټولنېمحوره فعالیتونو مدیریت رانغاړي. دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو پروګرامونو او خدماتو له لارې د هدفمندو ټولنو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه والي کې اغېزمنه ونډه واخلي.
ARDHO د ټولنې د هراړخیزې او دوامدارې پراختیا لپاره څو اړخیزه تګلاره غوره کړې ده او خپل خدمات د روغتیا، تغذیې، څېړنې، پوهنې، اوبو رسولو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH)، د خوړو خوندیتوب او معیشت په برخو کې وړاندې کوي.
د ښځو پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو لوړول د ARDHO له مهمو ګډو او بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي. دغه اداره هڅه کوي چې د ښځو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په ټولو برخو کې په پام کې ونیسي، څو ښځې وکولای شي د ټولنې په پرمختګ او د خپلو کورنیو او ټولنو په هوساینې کې اغېزمنه ونډه ولري.
ARDHO د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د فعالیت او د خپلو خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري او د ټولنو له اړتیاوو سره سم د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د سیمهییزو ټولنو له همکارۍ او باور څخه برخمنه ده.
د دندې موخه
د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز مسؤله به د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ په کولم روغتیايي مرکز کې د مرکز د ورځنیو فعالیتونو د مدیریت، د کارکوونکو د څارنې، د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو خدماتو د کیفیت د تأمین، د قضیو د سم مدیریت او ثبت، او له اړوندو روغتیايي ادارو سره د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه ولري.
اساسي مسؤلیتونه
د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز د فعالیتونو رهبري او مدیریت.
د مرکز د ورځنیو چارو او کارکوونکو څارنه او مدیریت.
مراجعینو ته د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو مناسبو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کول.
د ولایتي عامې روغتیا ریاست، روغتونونو، روغتیايي مرکزونو او اړوندو ادارو سره همغږي.
د مراجعینو د قضیو ثبت، مستندسازي، تعقیب او مدیریت.
د معلوماتو راټولولو مسؤل او رواني ـ ټولنیز مشاور د فعالیتونو څارنه.
د اوونیزو، میاشتنیو او ربعوارو راپورونو چمتو کول او اړوند مدیریت ته سپارل.
د مراجعینو د شخصي معلوماتو او قضیو د محرمیت ساتل.
د مراجعینو د ستونزو پېژندل او د اړتیا په صورت کې نورو مناسبو خدماتو ته راجع کول.
د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په پروګرامونو کې همکاري.
د مسلکي معیارونو، اداري پالیسیو او اخلاقي اصولو رعایت.
د مستقیم مسؤل یا د ARDHO ادارې د مدیریت له خوا د سپارل شویو نورو اړوندو دندو ترسره کول.
د طب پوهنځي څخه د فراغت سند ولري.
کاري تجربه: د رواني روغتیا، رواني ـ ټولنیزو مشورو یا اړوندو برخو کې لږ تر لږه ۲–۳ کاله کاري تجربه ولري.
جنسیت: یوازې ښځینه نوماندانې د غوښتنلیک وړ دي.
ژبې: په پښتو او دري ژبو تسلط ولری د انګلیسی ژبی سره بلدتیا ولري.
د اړیکو، همغږۍ، راپور ورکولو، د قضیو مدیریت او د کارکوونکو د څارنې وړتیا ولري.
د مراجعینو د معلوماتو محرمیت او مسلکي اخلاقو ته ژمنه وي.
په نورستان ولایت، د دوآب ولسوالۍ پروین بشپړ روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي.
په کنړ ولایت، د پیچ دره ولسوالۍ کې برکنډی روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي.
ټولې واجد شرایطه او علاقه منده ښځینه نوماندې کولای شي صوانح (CV)، د تحصیلي اسنادو کاپي او اړوند مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې د ARDHO مؤسسې د بشري سرچینو څانګې ته واستوي.
مهرباني وکړئ د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې د بست نوم او د اعلان شمېره په واضح ډول ولیکئ.
یوازې له هغو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي چې د لومړنۍ ارزونې له مخې د مرکې یا نورو استخدامي پړاوونو لپاره غوره شي.
یادونه: نیمګړي غوښتنلیکونه او له ټاکلې نېټې وروسته رارسېدلي غوښتنلیکونه د ارزونې وړ نه دي.
Asia Community Development Organization (ACDO) is an Afghan non-governmental, non-political and non-profit humanitarian organization founded in 2014 register with the Government of Islamic Republic of Afghanistan (GoIRA…
Asia Community Development Organization (ACDO) is an Afghan non-governmental, non-political and non-profit humanitarian organization founded in 2014 register with the Government of Islamic Republic of Afghanistan (GoIRA…
Asia Community Development Organization (ACDO) is an Afghan non-governmental, non-political and non-profit humanitarian organization founded in 2014 register with the Government of Islamic Republic of Afghanistan (GoIRA…
I. Background on MAGNA: MAGNA is a medical humanitarian organization that has been actively working worldwide and providing humanitarian aid for more than 20 years. Currently, MAGNA implements humanitarian and health in…