اصلي منځپانګې ته ورشه

دنده

د فارمسي څارونکی (Pharmacy Supervisor)

په اصلي ژبه منځپانګه — لا ژباړه شوې نه ده

کلیدی معلومات

اداره
Ummat International Hospital - UIH
ځای
کابل، افغانستان
د فرصت ډول
دنده
معاش
د شرکت د معاشونو د کچې له مخې
زده کړې
لېسانس
کاري تجربه
5-7 کاله
وروستۍ نېټه
۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
خپور شوی
۱۸ اګست ۲۰۲۶
د بست شمېره
7
د بستونو شمېر
۱
د کار ډول
بشپړ وخت
د قرارداد ډول
دایمي
د قرارداد موده
۱ کال
د قرارداد د تمدید امکان
هو
ازمایښتي موده
۳ میاشتې
د غوښتونکي جنسیت
ټول
د غوښتونکي تابعیت
د هېواد اتباع
ژبې
دري، پښتو، انګلیسي
کاري برخې
Pharmacy، Health Careپه اصلي ژبه
سفر ته اړتیا
نه
د غوښتنلیک طریقه
پلېټفارم

8 ورځې مهلت پاتې دی

نیټه: ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

ژر لنډیز

د امت نړیوال روغتون په اړه: امت نړیوال روغتون (UIH) په کابل، افغانستان کې یو عصري، څو تخصصي، د درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې د نړیوالو معیارونو مطابق جوړېږي. د روغتون موخه د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ‌محوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بېړنیو خدمتونو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو هراړخیز خدمتونه په یوه ځای کې وړاندې کړي.

اړتیاوې: د دندې شرایط او مسلکي وړتیاوې: د Pharmacy / Pharm-D له معتبر پوهنتون څخه د لېسانس سند. معتبر مسلکي جواز او اړوند اسناد. لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه. د فارمسي په مدیریت یا څارنه کې لږ تر لږه ۳ کاله تجربه ځانګړی امتیاز دی. د Hospital Pharmacy په برخه کې تجربه لومړیتوب لري.

مسؤلیتونه: اساسي دندې او مسؤلیتونه: د فارمسي د ورځنیو فعالیتونو رهبري، تنظیم او څارنه. د فارمسي د کارکوونکو د دندو، شیفټونو او کاري مهالویش تنظیمول. د فارمسستانو او فارمسي کارکوونکو د فعالیت، حاضرۍ او مسلکي چلند څارنه. د ډاکټرانو د نسخو له مخې د درملو د چمتو کولو او وېش د بهیر څارنه.

د غوښتنې لارې چارې: د غوښتنلیک د سپارلو لارښوونې: له هغو وړ نوماندانو څخه چې پورته شرایط پوره کوي غوښتنه کېږي خپل غوښتنلیکونه د Jobs.af د آنلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې وسپاري. نوماندان خپل غوښتنلیکونه د ایمیل له لارې هم ([email protected]) ته لېږلی شي.

د اعلان پر بنسټ چټکه کتنه. د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې لاندې بشپړ معلومات ولولئ.

بریښنالیک له لارې غوښتنه

[email protected]

د غوښتنلیک لینک له دې اعلان سره ورکړل شوی — د سپارلو مخکې د لینک مقصد او شرطونه وګورئ.

دا فرصت تعقیب کړئد دې فرصت لپاره CV جوړ کړئ
دا فرصت شریک کړئ

عمومي کتنه

د امت نړیوال روغتون په اړه

امت نړیوال روغتون (UIH) په کابل، افغانستان کې یو عصري، څو تخصصي، د درېیمې کچې روغتیايي مرکز دی چې د نړیوالو معیارونو مطابق جوړېږي. د روغتون موخه د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، مسلکي روغتیايي کارکوونکو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت، خوندي او ناروغ‌محوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي. امت نړیوال روغتون ژمن دی چې د هېواد ټولو وګړو ته د تشخیص، درملنې، جراحۍ، بېړنیو خدمتونو، ځانګړو تخصصي خدمتونو او پرمختللو طبي اسانتیاوو هراړخیز خدمتونه په یوه ځای کې وړاندې کړي. د دندې موخه: د روغتون د فارمسي د ټولو فعالیتونو رهبري، تنظیم او څارنه، د درملو د خوندي، معیاري او پر وخت برابرولو ډاډ، د درملو د ذخیرې او موجودۍ مدیریت، د فارمسي د کارکوونکو څارنه او د روغتون د اړوندو پالیسیو، پروتوکولونو او مسلکي معیارونو پلي کول.

اړتیاوې

د دندې شرایط او مسلکي وړتیاوې: د Pharmacy / Pharm-D له معتبر پوهنتون څخه د لېسانس سند. معتبر مسلکي جواز او اړوند اسناد.

لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه.

د فارمسي په مدیریت یا څارنه کې لږ تر لږه ۳ کاله تجربه ځانګړی امتیاز دی.

د Hospital Pharmacy په برخه کې تجربه لومړیتوب لري.

د درملو د Stock Management، Inventory، Procurement او Storage په برخو کې ښه پوهه.

د Controlled Medicines د مدیریت او ثبت له اصولو سره بلدتیا.

د Medication Safety او Quality Assurance په برخه کې ښه پوهه.

د کارکوونکو د رهبرۍ، مدیریت او کاري ارزونې وړتیا.

د راپورونو جوړولو، اسنادو ساتلو او معلوماتو تحلیل مهارت.

له کمپیوټري پروګرامونو او ډیټابېسونو سره بشپړه مسلکي بلدتیا او د اړوندو سیسټمونو د کارولو وړتیا.

په پښتو او دري ژبو ښه تسلط؛ په انګلیسي ژبه پوهه اضافي امتیاز دی.

مسؤلیتونه

اساسي دندې او مسؤلیتونه: د فارمسي د ورځنیو فعالیتونو رهبري، تنظیم او څارنه. د فارمسي د کارکوونکو د دندو، شیفټونو او کاري مهالویش تنظیمول.

د فارمسستانو او فارمسي کارکوونکو د فعالیت، حاضرۍ او مسلکي چلند څارنه.

د ډاکټرانو د نسخو له مخې د درملو د چمتو کولو او وېش د بهیر څارنه.

د درملو د سم نوم، دوز، مقدار، شکل او د ناروغ د معلوماتو د تایید ډاډ.

د درملو د غلط استعمال، غلط وېش او Medication Error د مخنیوي لپاره اړین کنټرولونه جوړول.

د درملو د موجودۍ، مصرف، ذخیرې او وېش منظم کنټرول.

د درملو د Stock Card، Inventory او نورو اسنادو دقیق ثبت او څارنه.

د درملو د Expiry Date منظم کنټرول او د نېټې ختمېدو ته نږدې درملو لپاره مناسب اقدام.

د درملو د مناسبې ذخیرې، تودوخې، رطوبت او نورو شرایطو څارنه.

د یخچالي او Temperature-Sensitive درملو د ذخیرې او Temperature Monitoring څارنه.

د Controlled / Narcotic Medicines د خوندي ساتلو، ثبت، موجودۍ او قانوني وېش کنټرول.

د درملو د کمښت د مخنیوي لپاره د مصرف پر بنسټ د اړتیا اټکل او Procurement ته پر وخت راپور ورکول.

د درملو په پېرود، تحویل، ذخیره او وېش کې له Procurement او Logistics سره همغږي.

د درملو د ترلاسه کولو پر مهال د مقدار، کیفیت، Batch Number، Expiry Date او اړوندو اسنادو د کتنې څارنه.

د غیرمعیاري، زیانمنو یا تاریخ‌تېرو درملو جلا کول او د مناسب مدیریت څارنه.

د درملو د ضایعاتو، ماتېدو او نورو زیانونو منظم ثبت او راپور ورکول.

د فارمسي اړوند SOPs، Policies، Guidelines او د روغتون د داخلي مقرراتو پلي کول.

د Medication Safety او د درملو د منطقي استعمال اصولو ته وده ورکول.

له ډاکټرانو، نرسانو، لابراتوار، عاجلې څانګې، ICU او نورو څانګو سره اغېزمنه همغږي.

د عاجلو څانګو لپاره د Emergency Medicines د موجودۍ او چمتووالي څارنه.

د ICU، Emergency، OT او نورو مهمو څانګو لپاره د اړینو درملو د موجودۍ دوامداره څارنه.

د فارمسي د فعالیتونو میاشتني او نور اړین راپورونه جوړول او مدیریت ته وړاندې کول.

د Stock Reconciliation او د فزیکي موجودۍ د کتنې د بهیر رهبري او څارنه.

د فارمسي د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او مسلکي روزنې اړتیاوې معلومول او د روزنیزو پروګرامونو په تنظیم کې همکاري.

نویو کارکوونکو ته Orientation او د فارمسي د SOPs او داخلي کړنلارو په اړه لارښوونې ورکول.

د فارمسي د پاکوالي، نظم، خوندیتوب او د درملو د مناسبې ذخیرې څارنه.

د فارمسي اړوند KPIs څارنه او د خدمتونو د ښه‌والي لپاره اقدامات کول.

د درملو د ضایعاتو، کمښتونو او نورو ستونزو تحلیل او د اصلاحي اقداماتو رهبري.

د روغتون د مسلکي اخلاقو، مقرراتو او د درملو اړوند نافذو اصولو مراعاتول.

د مدیریت له خوا نورې ورسپارل شوې مسلکي او مدیریتي دندې ترسره کول.

د غوښتنې لارې چارې

د غوښتنلیک د سپارلو لارښوونې: له هغو وړ نوماندانو څخه چې پورته شرایط پوره کوي غوښتنه کېږي خپل غوښتنلیکونه د Jobs.af د آنلاین غوښتنلیک سیسټم له لارې وسپاري. نوماندان خپل غوښتنلیکونه د ایمیل له لارې هم ([email protected]) ته لېږلی شي. د ایمیل په Subject Line کې دې د بست دقیق نوم په ښکاره ولیکل شي.

په غوښتنلیک کې دې لاندې اسناد شامل وي

تازه سوانح (CV)

غوښتنلیک (Cover Letter)

CV او Cover Letter باید په یوه PDF فایل کې یوځای او وسپارل شي. د PDF فایل نوم باید د نوماند د بشپړ نوم له مخې په لاندې بڼه وي:

بېلګه: Ahmad_Ahmadi_CV_and_Cover_Letter.pdf

نیمګړي، په ناسم فورمټ کې سپارل شوي یا له ټاکلې وروستۍ نېټې وروسته رسېدلي غوښتنلیکونه ښایي ونه ارزول شي. یوازې له لنډلست څخه غوره شوو نوماندانو سره به د نورو ارزونو او مرکو لپاره اړیکه نیول کېږي.

دا فرصت شریک کړئ
د پایلو نېټې تقویم ته اضافه کول

ورته فرصتونه