د خوندیتوب او ګومارنې اعلامیه – MHCO
په MHCO کې موږ د خوندي، درناوي ډک او ټولشموله کاري چاپېریال ساتلو ته ژمن یو. د جنسي ځورونې، استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې یا مالي سرغړونو په ګډون هېڅ نامناسب چلند نه زغمو. د ماشومانو، ځوانانو، لویانو او ټولو ګټهاخیستونکو خوندیتوب او هوساینه راته خورا مهمه ده.
د MHCO ټول کارکوونکي باید د چلند اصولو او د خوندیتوب تګلارو سره سم دا اصول مراعت کړي. موږ د رښتینولۍ لرونکو او له اداري ارزښتونو سره برابر نوماندانو پر ګومارنه ټینګار کوو.
غوره شوی نوماند به د خوندیتوب بشپړه روزنه ترلاسه کړي او د MHCO د خوندیتوب معیارونو د پوهېدو او مراعت مسؤول وي. د دندې وړاندیزونه د معرفانو د مثبتو پایلو او اړوندو ارزونو، چې ښايي جرمي مخینه او د تروریزم د تمویل کتنې پکې شاملې وي، تابع دي.
موږ به له پخوانیو کارورکوونکو څخه د جنسي استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې یا ځورونې د ثابتو مواردو او د نوماند د وتلو پر مهال د روانو تحقیقاتو په اړه معلومات وغواړو.
نوماندان د غوښتنلیک په سپارلو د دې ګومارنې د کړنلارو پوهه او منل تأییدوي.
لېوال نوماندان دې خپل بشپړ غوښتنلیک (CV/پوښلیک) د لاندې لینک له لارې واستوي.
https://forms.gle/z1YL3ycdMQaNpvcL6
یادونه: یوازې له لنډ نوملړ نوماندانو سره د لیکلې ازموینې/مرکې لپاره اړیکه نیول کېږي.