د معتبر روغتیايي مسلکي پروګرام له دیپلوم یا تحصیلي درجې فارغ، غوره ده په نرسنګ کې وي.
له MoPH/MoHE سره اوسنی ثبت.
په پېژندل شوې د زړه او رګونو موسسه کې د پرفیوژنیست روزنه – غوره ګڼل کېږي.
په لاندې برخو کې تصدیقپاڼې غوره ګڼل کېږي
د ژوند بنسټیز ملاتړ (BLS)
د زړه د ژوند پرمختللی ملاتړ (ACLS)
د درملو خوندي تطبیق
د رګ دننه کانولا لګول (IV)
د انتان کنټرول (IC)
د ماشومانو د ژوند پرمختللی ملاتړ (PALS)
کاري تجربه
له 2 تر 3 کلونو کلینیکي تجربه
پوهه، وړتیاوې او ځانګړنې
د ټیم اغېزمن غړی وي او د ټیم په جوړولو کې ونډه واخلي.
د انسان د اناتومۍ، فزیولوژۍ او د عملیات خونې (OR) د اصطلاحاتو ښه پوهه ولري.
د طبي تجهیزاتو د کارولو اړوند د خوندیتوب کړنلارې تشریح کړای شي.
ښه خپلمنځي اړیکې، مخابراتي او د رهبرۍ مهارتونه ولري.
کاري بار تنظیم او د ناروغ د حالت د سختوالي له مخې لومړیتوبونه وټاکي.
په بنسټیزه کچه لیکلې او ویل شوې انګلیسي درک کړي.
له فشار لرونکو حالتونو او ستونزمنو مراجعینو سره د چلند وړتیا ولري.
زده کړې او ظرفیت لوړونې ته لېواله وي.
مسؤولانه پرېکړې وکړي چې د ادارې او مراجعینو وخت او لګښت راکم کړي او روښانه حسابورکونه ولري.
د اړتیا پر مهال د لنډمهالو یا اوږدمهالو روزنو/ماموریتونو لپاره په هېواد کې دننه یا بهر سفر وکړي.
په مسلکي بڼه او چلند سره د FMIC مثبت انځور وړاندې کړي.
د آمرانو رغنده نظرونه ومني او په تشخیص شویو برخو کې د ښه والي هڅه وکړي.