د استخدام شرایط
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (18) کلونو کم او له (64) کلونو زیات نه وي.
تحصیلي کچه: لږ تر لږه د لیسانس سند د عامه ادارې، ادارې او سوداګرۍ، ښوونیز مدیریت، اقتصاد، ادارې او مدیریت، عامه پالیسۍ، عمومي مدیریت یا دولتي مدیریت په یوه څانګه کې ولري، چې د هېواد له دننه یا بهر پوهنتونونو ترلاسه شوی وي. په یادو څانګو کې د لوړو تحصیلي سندونو لرونکو ته، چې د اړوندو تحصیلي بنسټونو له خوا تایید شوي وي، لومړیتوب ورکول کېږي. کاري تجربه: اړتیا نشته.
اړین مهارتونه
- د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له مقرراتو او پالیسیو سره آشنایي.
- د معلوماتو د شننې او تخنیکي راپورونو د چمتو کولو وړتیا.
- د معلوماتو د راټولولو، تنظیمولو او ارزولو مهارت.
- د هېواد په یوې رسمي ژبې (فارسي یا پښتو) بشپړ تسلط.
- د بست اړوند کمپیوټري پروګرامونو مهارت.
- له اړوندو څانګو سره د اغېزمنې اړیکې او همغږۍ وړتیا.