د بنسټ په اړه
د مورا ښوونیز او لوړو زدهکړو ټولګې پېژندنه او ماموریت
د مورا ښوونیزه او تحصیلي ټولګه یو مخکښ بنسټ دی چې د لوړ کیفیت زدهکړې او علمي غورهوالي ته ژمن دی. زموږ ماموریت د نوو او نوښتګرو تدریسي لارو، هراړخیزو ښوونیزو پروګرامونو او ملاتړي، خوځنده او رغنده زدهکړیز چاپېریال له لارې د محصلانو او زدهکوونکو پیاوړي کول دي.
په مورا ټولګه کې وړکتون، ښوونځی، انستیتوت او پوهنتون شامل دي او هڅه کوي چې په بېلابېلو تعلیمي پړاوونو کې معیاري زدهکړې او علمي او مسلکي ودې مناسب فرصتونه برابر کړي.
دا ټولګه ژمنه ده چې خپل علمي او عملي پروګرامونه د لوړو تعلیمي، علمي او څېړنیزو معیارونو سره سم طرح او تطبیق کړي او د نوو ښوونیزو لارو، معیاري امکاناتو او مسلکي استادانو په مرسته د محصلانو پوهه، مهارتونه، انتقادي فکر، خلاقیت او ټولنیز مسئولیت پیاوړی کړي.
مورا د علمي څېړنې، نوښت، عملي زدهکړې او د نظري پوهې او د ټولنې د حقیقي اړتیاوو ترمنځ د اړیکو پر ودې ټینګار کوي، څو وړ، متخصص، اخلاقي او کاربازار ته چمتو فارغان وروزي چې د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.
زموږ وروستۍ موخه د داسې غوره زدهکړیز چاپېریال جوړول دي چې پکې د زدهکړې کیفیت، علمي غورهوالی، څېړنه، مسلکي اخلاق او د زدهکوونکو هراړخیزه وده لومړیتوب ولري.
د دندې لنډیز
د دندې موخه
د فارمسي اړوندو مضمونونو اغېزمن تدریس، د محصلانو د نظري پوهې او عملي مهارتونو لوړول، د درملو د جوړولو، ترکیب، ساتنې، وېش او خوندي کارولو اصول ورښوول او د فارمسي پوهنځي په علمي، څېړنیزو او پرمختیايي چارو کې ونډه اخیستل.
۳. اساسي دندې او مسئولیتونه
الف) تدریسي دندې
1. د تایید شوي نصاب او درسي پلان له مخې د فارمسي مضمونونه تدریس کول.
2. د درسي پلان، سمستر پلان، لکچرونو، پریزینټېشنونو او ښوونیزو موادو برابرول.
3. د فارماکولوژۍ، فارماسیوتیکس، د درملو کیمیا، فارماکوګنوزي او نورو اړوندو علومو بنسټیز مفاهیم د استاد د تخصص له مخې تشریح کول.
4. د زدهکړې او انتقادي فکر د پیاوړتیا لپاره محصلمحوره معیاري تدریسي لارې کارول.
5. د بنسټ د رسمي مهالوېش مطابق درسونه پر مخ وړل.
6. محصلانو ته په مطالعه، د درسي ستونزو په حل او د مسلکي مهارتونو په لوړولو کې لارښوونه.
د علمي اخلاقو، اکاډمیک نظم او د تدریس د کیفیت معیارونه مراعات کول.