د بست لنډه پېژندنه: د جدي مراقبت (ICU) د څانګې ټولې اداري چارې باید د ادارې له پالیسۍ، نافذه کړنلارو او د پروژې له مقرراتو سره سم پر مخ یووړل شي. په دغو چارو کې د رسمي لیکونو چمتو کول، د غونډو برابرول، د کارکوونکو د حاضرۍ څارنه، د اسنادو منظمول او په دوسیو کې ساتل شامل دي، خو مسؤلیتونه یوازې همدومره نه دي.
د ګمارنې بنسټیز شرطونه او وړتیاوې: غوښتونکی باید د افغانستان تابعیت ولري؛ د لېسانس ترڅنګ لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربه، یا د فوق بکلوریا/۱۴ ټولګي د فراغت سند ترڅنګ لږ تر لږه څلور کاله اړونده تجربه ولري. د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ لومړني مهارتونه، لکه د Microsoft Word، Excel، PowerPoint، انټرنېټ او برېښنالیک کارول، ضروري دي.
اصلي دندې: د جدي مراقبت څانګې د دفتر په اداري فعالیتونو کې مرسته، د مکتوبونو برابرول، د دفتر سمبالول او ساتنه، د اړتیا وړ اداري توکو برابرول، د کارکوونکو د تګ راتګ تنظیم او د څانګې د ټولو رسمي لیکونو او لیکلي مکاتباتو تعقیبول.
قدرمن غوښتونکي کولی شي خپل CV ټاکل شوې برېښنالیک پتې ته واستوي، یا یې چاپي نسخه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کارموندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.