د شرکت په اړه
نوی کابل بانک
دغه بانک د ١٨ اپريل ٢٠١١ په نېټه د بانکدارۍ د فعالیت د جواز په ترلاسه کولو سره د هېواد په بانکي نظام کې د سوداګریز بانک په توګه فعالیت پیل کړ.
نوی کابل بانک د (سى. بى. ايس) سیستم، ګڼو څانګو او تجربه لرونکو مسلکي کارکوونکو په لرلو سره فعالیت کوي او هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.
نوی کابل بانک د ځانګړې سوداګریزې نښې او په برېښنايي وسایلو سمبال قانوني بانکي خدمتونو له لارې د بانکي اسانتیاوو په وړاندې کولو کې مخکښ دی.

د دندې لنډیز
د دندې تشریح:
د ادارې او مرکزي بانک د اصولو او مقرراتو مراعات، د اداري سلسلې رعایت او د بانک د پالیسیو او عملیاتي کړنلارو تعقیبول.
د پېرودونکي د هویت له دقیق تثبیت، د ملاتړو اسنادو له اخیستلو او د بانک د عملیاتي کړنلارو او متحدالمالونو له رعایت وروسته د ورکړې او ترلاسه کولو معاملې ترسره کول؛ په سیستم کې د پېرودونکي د لاسلیک او څېرې پرتله کول.
د پیسو د ورکړې او ترلاسه کولو پر مهال د بانکنوټونو کتل او کنټرول، څو ناسم او جعلي بانکنوټونه و نه منل شي.
د عملیاتي کړنلارې سره سم له سرصراف څخه د نغدو پیسو اخیستل او هغه ته بېرته سپارل.
د نغدو او انتقالېدونکو چکونو د اجرا پر مهال د چکونو امنیتي ځانګړنې او عملیاتي کړنلارې په دقت مراعاتول.
د کار په پای کې د ورکړې او ترلاسه کولو معاملې د سیستم له راپور او د نغدو پیسو له موجودۍ سره برابرول.
د ورکړې او ترلاسه کولو د حوالو او معاملو اړوند مهرونو خوندي ساتنه.
د ادارې او مستقیم آمر له لوري سپارل شوې نورې رسمي دندې ترسره کول.

تحصیلات:
د اقتصاد لیسانس او BBA
تجربه:
په اړونده برخه کې کاري تجربې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
مهارتونه:
د هېواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبه برلاسی، او د کمپیوټري پروګرامونو پېژندنه.