د دندې موخه: په ساحه کې د ساختماني پروژو تطبیق، د پروژو د تطبیق څارنه، د ساختماني توکو او د اړوندو پروژو د انجنیري برخو د کیفیت کنټرول او د ساحو او ساختماني پروژو سروې.
اړتیاوې: د ګومارنې شرطونه: · د افغانستان تابعیت. · عمر له (18) تر (64) کلونو. د زدهکړو کچه: · د سیول انجنیري یا مهندسۍ په څانګه کې د کورني یا بهرني بنسټ د لېسانس سند چې د لوړو زدهکړو وزارت تایید کړی وي. کاري تجربه: · لږ تر لږه دوه کاله اړونده تجربه. اړین مهارتونه: · د ادارې د تګلارې (پالیسۍ) د طرحې او ټاکلو وړتیا.
مسؤلیتونه: دندې او مسئولیتونه: بنسټیزې دندې: · د اړوندې برخې د ټولو ساختماني چارو تطبیق او د ټاکلي کیفیت او پروژوي معیارونو ډاډمنول، څو متوقع موخې ترلاسه شي. · د ټولو ساختماني توکو او اړوندو پروژو د انجنیري برخو د کیفیت کنټرول. · د ډیزاینر په همغږۍ د پروژو د نقشو شننه، ارزونه او تطبیق.
د غوښتنې لارې چارې: لېوال نوماندان دې خپل سي وي، د زدهکړو سند او د تذکرې سکن په یوه PDF فایل کې وسپاري. د غوښتنلیک لپاره پر «Apply Now» کلیک وکړئ. یوازې بشپړ غوښتنلیکونه منل کېږي؛ لنډلست شوي نوماندان به مرکې ته وغوښتل شي.