اصلي منځپانګې ته ورشه

دنده

د کان استخراج د پروژې مدیر

کلیدی معلومات

اداره
Omarghorzang Mining Co
ځای
پروان، افغانستان
د فرصت ډول
دنده
معاش
د خبرو اترو وړ
زده کړې
لیسانس
کاري تجربه
3-6 کاله
وروستۍ نېټه
۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶
خپور شوی
۶ اکتوبر ۲۰۲۶
د بست شمېره
O.M.C-05-0014
د بستونو شمېر
۱
د کار ډول
بشپړ وخت
د قرارداد ډول
د پروژې پر بنسټ قرارداد
د قرارداد موده
د پروژې پر بنسټ
د قرارداد د تمدید امکان
هو
ازمایښتي موده
۳ میاشتې
د غوښتونکي جنسیت
نارینه
د غوښتونکي تابعیت
د هېواد اتباع
ژبې
دري، پښتو، انګلیسي
کاري برخې
د پروژې مدیریت
سفر ته اړتیا
هو
د غوښتنلیک طریقه
برېښنالیک

4 ورځې مهلت پاتې دی

نیټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

ژر لنډیز

د دندې لنډیز د پروان ولایت د غوربند په دره کې د مازانه د جست کان د استخراج د پروژې مدیر، د کان په ساحه کې د پروژې د ټولو فعالیتونو د عمومي مدیریت، رهبرۍ، همغږۍ او هر اړخیزې څارنې مسئول دی او ډاډ ترلاسه کوي چې ټول فعالیتونه د پلي کېدونکو تخنیکي او بودجوي پلانونو له مخې، د خوندیتوب او چاپېریال ساتنې معیارونو او د هېواد د نورو نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

اړتیاوې: د دې بست مسئول باید لږ تر لږه د کانونو په انجنیري یا ساختماني انجنیري کې د لیسانس سند ولري. د بست مسئول باید لږ تر لږه 5 کاله د ساحې د لومړۍ درجې مسئول په توګه کاري تجربه ولري. د پروژې مدیریت یا کانونو مدیریت کې د ماسترۍ سند، یا د PMP او PRINCE ll تصدیق‌لیک درلودل امتیاز ګڼل کېږي.

مسؤلیتونه: د پروان ولایت د مازانه کان د استخراج د پروژې مدیر په ځانګړي ډول لاندې مسئولیتونه لري: 1- د پروژې د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کاري او عملیاتي پلانونو او پروګرامونو برابرول، تنظیمول او پلي کول، څو د پروژې ټول کاري حدود د اړوندو تخنیکي اسنادو له مخې پکې شامل وي.

د غوښتنې لارې چارې: مهرباني وکړئ خپل CV د غوښتنلیک سپارلو لپاره ورکړل شوي برېښنالیک ته پورته/واستوئ. یوازې له لنډ لېست شوو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي.

د اعلان پر بنسټ چټکه کتنه. د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې لاندې بشپړ معلومات ولولئ.

بریښنالیک له لارې غوښتنه

[email protected]

د غوښتنلیک لینک له دې اعلان سره ورکړل شوی — د سپارلو مخکې د لینک مقصد او شرطونه وګورئ.

دا فرصت تعقیب کړئد دې فرصت لپاره CV جوړ کړئ
دا فرصت شریک کړئ

عمومي کتنه

د دندې لنډیز

د پروان ولایت د غوربند په دره کې د مازانه د جست کان د استخراج د پروژې مدیر، د کان په ساحه کې د پروژې د ټولو فعالیتونو د عمومي مدیریت، رهبرۍ، همغږۍ او هر اړخیزې څارنې مسئول دی او ډاډ ترلاسه کوي چې ټول فعالیتونه د پلي کېدونکو تخنیکي او بودجوي پلانونو له مخې، د خوندیتوب او چاپېریال ساتنې معیارونو او د هېواد د نورو نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

اړتیاوې

د دې بست مسئول باید لږ تر لږه د کانونو په انجنیري یا ساختماني انجنیري کې د لیسانس سند ولري. د بست مسئول باید لږ تر لږه 5 کاله د ساحې د لومړۍ درجې مسئول په توګه کاري تجربه ولري. د پروژې مدیریت یا کانونو مدیریت کې د ماسترۍ سند، یا د PMP او PRINCE ll تصدیق‌لیک درلودل امتیاز ګڼل کېږي.

  • د کاري ټیمونو د رهبرۍ او مدیریت ښه وړتیاوې.
  • د پلان جوړونې او پروژې مدیریت عالي مهارتونه.
  • تر فشار لاندې د ستونزو د حل او پرېکړې کولو پیاوړي مهارتونه.
  • د Microsoft Office په ګډون د کمپیوټري پروګرامونو د کارولو مهارتونه.
  • د کانونو له تخصصي کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا یو امتیاز دی.
  • د هېواد په ملي ژبو د اړیکو او موضوعاتو د وړاندې کولو مهارتونه.

مسؤلیتونه

د پروان ولایت د مازانه کان د استخراج د پروژې مدیر په ځانګړي ډول لاندې مسئولیتونه لري: 1- د پروژې د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کاري او عملیاتي پلانونو او پروګرامونو برابرول، تنظیمول او پلي کول، څو د پروژې ټول کاري حدود د اړوندو تخنیکي اسنادو له مخې پکې شامل وي. 2- په ساحه کې د مازانه کان د استخراج د پروژې د ټولو عملیاتي فعالیتونو عمومي رهبري، مدیریت او څارنه، او د بودجې، مهال‌وېش او کاري حدودو له مخې د کار د پرمختګ ډاډ ترلاسه کول. 3- ډاډ ترلاسه کول چې د استخراج عملیات د تخنیکي ډیزاینونو، د کان د پلان او مسلکي معیارونو سره سم ترسره کېږي. 4- د استخراج، جیولوجۍ، انجنیرۍ، لوژستیک، بشري سرچینو، مالي چارو او نورو ټولو اړوندو برخو د فعالیتونو مدیریت او همغږي، څو پروژه اغېزمنه او ګټوره پلې شي. 5- د پروژې د تجهیزاتو، ماشینونو، موادو او ځانګړو شوو سرچینو د اغېزمنې، ګټورې او اقتصادي کارونې څارنه. 6- د روغتیا، خوندیتوب، چاپېریال ساتنې او نورو کان‌کیندنې مقرراتو او د پروژې قراردادونو د شرطونو منظم او اغېزمن پلي کول. 7- د پروژې د بودجې مدیریت، د لګښتونو کنټرول او د ضایعاتو او غیرضروري لګښتونو د مخنیوي تدابیر نیول. 8- د پروژې د عملیاتي، تخنیکي، مدیریتي او امنیتي خطرونو پېژندنه، ارزونه او مدیریت؛ همدارنګه د کار د پرمختګ ورځني، اوونیز او میاشتني راپورونه د ستونزو او لاسته راوړنو په ګډون د راپور ورکولو له میکانیزمونو سره سم چمتو کول. 9- د امارتي مرکزي او ولایتي چارواکو، سیمه‌ییزو رسمي او غیررسمي شوراګانو او جوړښتونو، قراردادیانو او د پروژې نورو اړوندو لورو سره په غونډو کې د پروژې استازیتوب کول. 10- د پروژې د کارکوونکو او کارګرانو عمومي مدیریت، د هغوی د کړنو ارزونه او د ظرفیتونو لوړول، د پروژې د قراردادونو مدیریت او د قراردادیانو او خدماتو وړاندې کوونکو د فعالیتونو څارنه. 11- د سپارل شوو صلاحیتونو په چوکاټ کې د پروژې د فعالیتونو د پرمخ‌بیولو لپاره اړینې اجرایي پرېکړې کول. 12- د شرکت د رهبرۍ او مرکزي دفتر له خوا د نورو اړوندو سپارل شوو دندو ترسره کول.

د غوښتنې لارې چارې

مهرباني وکړئ خپل CV د غوښتنلیک سپارلو لپاره ورکړل شوي برېښنالیک ته پورته/واستوئ. یوازې له لنډ لېست شوو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي.

دا فرصت شریک کړئ
د پایلو نېټې تقویم ته اضافه کول

ورته فرصتونه