د غوښتونکو د نوملیکنې لارښوونې
درنو غوښتونکو، د نوملیکنې لپاره پر لاندې لینک کلیک وکړئ او خپل معلومات وسپارئ. https://erp.aogc.app/jobs/afghanistan_oil_and_gas_corporation/%D8%A2%D9%85%D8%B1_%D8%AA%D8%AC%D8%A7%D8%B1%D8%AA%DB%8C
د نوملیکنې پر مهال لاندې ټکي په پام کې ونیسئ
ټول معلومات د خپلو اسنادو مطابق په کره ډول ولیکئ. که درج شوي معلومات ناسم وي، غوښتونکی له پروسې ایستل کېږي.
هر کس یوازې یو ځل نوملیکنه کولی شي.
د بست نوم او د بست کوډ په درجولو کې بشپړ دقت وکړئ.
د نوملیکنې پر مهال مهرباني وکړئ (VPN) مه کاروئ.
پته: د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت عمومي ریاست، د خیرخانې کوتل، د اوولسمې ناحیې ترڅنګ، کابل- افغانستان. د اړتیا پر مهال له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شئ: 0202930024 یادونه: یوازې له هغو نوماندانو سره اړیکه نیول کېږي چې د یاد بست لپاره لنډلست شي.