آمر ارتباط خارجه
تحکیم و گسترش روابط اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان با نهادهای بینالمللی، سفارتخانهها، اتاقهای تجارت منطقهای و جهانی، جلب همکاریهای فنی و مالی در جهت توانمندسازی و تقویت سکتور خصوصی کشور و مدیریت مؤثر امور سیست…
دنده
په اصلي ژبه
په اصلي ژبه
د ادارې په اړه د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان د کرنیزو، صنعتي او اقتصادي سکتورونو د ودې او غوړېدا لپاره رامنځته شوی دی. دغه سکتور د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم او څرګند رول لري او د هېواد د ملي بودیجې په تمویل کې ارزښتناکه ونډه اخلي. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي زیربناوو پراختیا او پیاوړتیا ته په پام د امارتي شرکتونو د بیا رغونې، لوړونې او هر اړخیز ملاتړ پرېکړه کړې ده.
اړتیاوې: د ګومارنې شرایط: د افغانستان تابعیت ولري؛ عمر یې له (18) کلونو کم او له (64) کلونو زیات نه وي. د زدهکړو کچه: د کورنیو یا بهرنیو تحصیلي بنسټونو څخه د کمپیوټر ساینس یا نورو اړوندو برخو لږ تر لږه د لېسانس سند. کاري تجربه: د لېسانس لپاره لږ تر لږه څلور کاله، د ماسټرۍ لپاره دوه کاله او د دوکتورا لپاره یو کال اړونده تجربه.
د غوښتنې لارې چارې: وړ نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته یې د سيوي (CV) سره یوځای یاد شوي برېښنالیک ته واستوي. [email protected] یادونه: د غوښتنلیک فورمې او CV لېږل حتمي دي. د بست شمېره او نوم هم د برېښنالیک په عنوان (Subject line) کې ولیکئ؛ که نه، غوښتنلیک به مو ونه ارزول شي.
د اعلان پر بنسټ چټکه کتنه. د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې لاندې بشپړ معلومات ولولئ.
د غوښتنلیک لینک له دې اعلان سره ورکړل شوی — د سپارلو مخکې د لینک مقصد او شرطونه وګورئ.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان د کرنیزو، صنعتي او اقتصادي سکتورونو د ودې او غوړېدا لپاره رامنځته شوی دی. دغه سکتور د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم او څرګند رول لري او د هېواد د ملي بودیجې په تمویل کې ارزښتناکه ونډه اخلي. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي زیربناوو پراختیا او پیاوړتیا ته په پام د امارتي شرکتونو د بیا رغونې، لوړونې او هر اړخیز ملاتړ پرېکړه کړې ده. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د دې سکتور اقتصادي ارزښت ته په پام د امارتي شرکتونو د هر اړخیز پرمختګ لپاره د (۸) شمېرې فرمان د ۲۲/۲/۱۴۴۶ په نېټه صادر کړی دی. د دغه فرمان له مخې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست جوړېدل منظور شول او هغه رهبري هیأت چې پخوا د (۲۱) شمېرې فرمان له مخې ټاکل شوی و، د څارنې هیأت هم وټاکل شو. د امارتي شرکتونو لوی ریاست د موخو د تعقیب او کارونو د چټکتیا لپاره د شته کارکوونکو او سرچینو په وسیله کار پیل کړ او په لنډه موده کې یې ټول فعال امارتي شرکتونه تر یوه اداري چتر لاندې راټول کړل.
دندې او مسؤولیتونه:
بنسټیزې دندې:
1.د لوی ریاست د معلوماتي سیستمونو جوړول، پرمختګ، مستندول او مدیریت؛
2.د لوی ریاست د ډیټابېسونو طرح، جوړول او مدیریت؛
3.د لوی ریاست د شته سیستمونو تحلیل، امنیت تأمینول او نیمګړتیاوې اصلاح کول؛
4.اړوند ریاست ته د معلوماتي سیستمونو د جوړولو او پرمختګ په برخه کې مسلکي مشورې ورکول؛
5.د سیستمونو په هاست/ډیپلوی کولو کې همکاري؛
6.د سیستمونو اړتیاوې او اړوند اسناد تحلیل او تأییدول؛
7.د اسنادو او معلوماتو محرمیت ساتل.
مدیریتي دندې:
8.د اړوند ریاست د پلان مطابق د ټاکلو موخو لپاره میاشتني، درېمیاشتني او کلني کاري پلانونه برابرول؛
9.تر لاس لاندې کارکوونکو ته اړینې مشورې ورکول او د هغوی د فعالیت څارنه؛
10.تر لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار پر مهال روزنو له لارې مسلکي مهارتونه لېږدول؛
11.د اړتیا پر مهال د اړوندو برخو د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درېمیاشتني او کلني راپورونه ورکول؛
12.د تر لاس لاندې کارکوونکو ارزونه، د روزنیزو اړتیاوو ټاکنه او د هغوی د ظرفیت لوړول؛
13.د اړوندې ادارې له اصولو، مقرراتو او موخو سره سم د واک لرونکو چارواکو له خوا نورې سپارل شوې دندې ترسره کول.
د همغږۍ دندې:
14. د اړوند ریاست د موخو د تطبیق لپاره د لوی ریاست له داخلي واحدونو، امارتي شرکتونو او نورو اړوندو ادارو سره اغېزمنې اړیکې جوړول.
د کورنیو یا بهرنیو تحصیلي بنسټونو څخه د کمپیوټر ساینس یا نورو اړوندو برخو لږ تر لږه د لېسانس سند.
د لېسانس لپاره لږ تر لږه څلور کاله، د ماسټرۍ لپاره دوه کاله او د دوکتورا لپاره یو کال اړونده تجربه.
وړ نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته یې د سيوي (CV) سره یوځای یاد شوي برېښنالیک ته واستوي.
یادونه: د غوښتنلیک فورمې او CV لېږل حتمي دي. د بست شمېره او نوم هم د برېښنالیک په عنوان (Subject line) کې ولیکئ؛ که نه، غوښتنلیک به مو ونه ارزول شي.
مهرباني وکړئ اضافي اسناد مه استوئ.
تحکیم و گسترش روابط اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان با نهادهای بینالمللی، سفارتخانهها، اتاقهای تجارت منطقهای و جهانی، جلب همکاریهای فنی و مالی در جهت توانمندسازی و تقویت سکتور خصوصی کشور و مدیریت مؤثر امور سیست…
Shelter for Life International (SFL) is a non-governmental, non-political, non-profit and international faith-based organization. It has been working in Afghanistan since 1998 and is presently managing long-term and sho…
Bank-e-Millie Afghan (BMA) is the foremost first financial institution of Afghanistan established in 1933. Similarly, it was the first financial institution established in a public-private partnership set up with a 72%…
We World-GVC is an independent organization that has been working in international cooperation and humanitarian aid for 50 years. It supports people in overcoming emergencies, and it strives to guarantee that everyone c…