اصلي منځپانګې ته ورشه

دنده

د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامې استاد

کلیدی معلومات

اداره
الفلاح پوهنتون
ځای
Nangarhar - Jalalabad، افغانستان

په اصلي ژبه

د فرصت ډول
بشپړ وخت
معاش
د الفلاح پوهنتون د ماسټرۍ برنامې استادانو د معاشونو د لایحې مطابق
زده کړې
PhD یا Master’s Degree په Construction Engineering Management یا Structural Engineering کې

په اصلي ژبه

کاري تجربه
د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ کاله د تدریس عملي تجربه ولري
وروستۍ نېټه
۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶
خپور شوی
۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
د بست شمېره
AU-HRM/164
د بستونو شمېر
۴
د قرارداد موده
دایمي؛ د درې میاشتنۍ آزمایښتي مودې له بشپړېدو وروسته
د غوښتونکي جنسیت
نارینه
د غوښتونکي تابعیت
د هېواد اتباع
کاري برخې
زده کړې

ژر لنډیز

د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه: الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجستر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو. الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس، اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري.

اړتیاوې: وړتیاوې: د Construction Engineering Management یا Structural Engineering په برخه کې د دوکتورا یا ماستري سند، د لوړو زده کړو وزارت له خوا تأیید شوی. د بهرنیو پوهنتونونو اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت تأیید او د انسجام/اکادمیک چارو اړوند مکتوب ولري. لږ تر لږه دوه علمي مقالې په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې نشر شوې وي.

د غوښتنې لارې چارې: په شرایطو برابر candidates کولی شي خپل CV/خلص سوانح، غوښتنلیک او اړوند اسناد تر 17 October 2026 پورې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچینو آمریت ته د لاندې email له لارې واستوي: [email protected] په Subject Line کې د دندې عنوان او Vacancy No.

د اعلان پر بنسټ چټکه کتنه. د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې لاندې بشپړ معلومات ولولئ.

بریښنالیک له لارې غوښتنه

[email protected]

د غوښتنلیک لینک له دې اعلان سره ورکړل شوی — د سپارلو مخکې د لینک مقصد او شرطونه وګورئ.

دا فرصت تعقیب کړئد دې فرصت لپاره CV جوړ کړئ
دا فرصت شریک کړئ

عمومي کتنه

د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه

الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجستر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو.

الفلاح د بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس، اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي لري. نږدې دوه نیم زره محصلين د ماسټرۍ او لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. تدریس د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي او استادان له معاصرو تدريسي مېتودونو کار اخلي.

د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو وروسته، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنې اړتیاوو ته په کتو د پنځه کلن ستراتېژیک پلان له مخې د نویو برنامو د ایجاد هڅې پیل کړې. د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د ۲/۳/۱۴۰۲ پرېکړې له مخې د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» او د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې د «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظورې شوې او نورې علمي برنامې هم د ایجاد په حال کې دي.

د دندې لنډیز

د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامې استاد اساسي دنده د خپل تخصص اړوند مضامینو تدریس، محصلینو ته علمي، څېړنیزې او مسلکي لارښوونې، او د thesis علمي لارښوونه، ارزونه او اړینې سپارښتنې دي.

همدارنګه د انجنیري علومو په اړوندو برخو کې معیاري او علمي څېړنې، علمي مقالې لیکل او په معتبرو ژورنالونو کې نشرول، په کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې فعال ګډون، د تحصیلي نصاب په غني کولو کې ونډه او د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او مسلکي اهدافو لپاره همکاري د استاد له مسؤلیتونو څخه دي.

استاد باید د معاصرو تدریسي میتودونو، علمي او څېړنیزو منابعو او نوې ټکنالوژۍ په مؤثر استعمال سره د تدریس کیفیت لوړ، د محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت پیاوړی او د ماسټرۍ برنامې معیارونه ارتقا کړي.

اساسي مسؤلیتونه

  • د سمستر له پېل څخه وړاندې د مضامینو course policy د پوهنتون د format له مخې ترتیب او د پوهنځي ریاست/کرېکولم کمېټې تأیید اخیستل.
  • د تأیید شوي credit plan او timetable له مخې تخصصي مضامین تدریسول.
  • معیاري درسي مواد لکه lecture، کتاب او presentation چمتو او محصلینو ته ورکول.
  • د ماسټرۍ محصلینو academic advising مسؤلیتونه ترسره کول.
  • د research، academic writing، technical studies او professional development په برخه کې لارښوونه.
  • د thesis لارښوونه، research proposal او thesis ارزونه او اصلاحات وړاندیزول.
  • د thesis دفاع او مناقشو کې ګډون.
  • د LCD، internet او نوې ټکنالوژۍ په وسیله مؤثر تدریس.
  • د OBE، SCL او نورو معاصرو تدریسي میتودونو کارول.
  • research assignments ورکول، دقیق review او رسمي feedback.
  • د پوهنځي د research plan له مخې علمي فعالیتونه ترسره کول.
  • د انجنیري علمي/تخنیکي موضوعاتو څېړنه، مقالې لیکل، په معتبرو ژورنالونو کې نشرول او کنفرانسونو کې وړاندې کول.
  • د ماسټرۍ Board یا postgraduate committee غړیتوب.
  • د مهمو علمي موضوعاتو seminar وړاندې کول.
  • د امتحان پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو مطابق چمتو او پر وخت سپارل.
  • د اړتیا پر مهال له صنعتي، تجارتي، تخنیکي او نورو ادارو سره علمي او مسلکي همکاري.
  • د پوهنتون نور رسمي assigned tasks مسؤلانه ترسره کول.

اړتیاوې

وړتیاوې

  • د Construction Engineering Management یا Structural Engineering په برخه کې د دوکتورا یا ماستري سند، د لوړو زده کړو وزارت له خوا تأیید شوی.
  • د بهرنیو پوهنتونونو اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت تأیید او د انسجام/اکادمیک چارو اړوند مکتوب ولري.
  • لږ تر لږه دوه علمي مقالې په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې نشر شوې وي.

کاري تجربه

  • د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ کاله د تدریس عملي تجربه ولري.

فني مهارتونه

  • MS Office او internet بشپړ تسلط.
  • په پښتو او فارسی افغانستان روانې خبرې.
  • په English بشپړ تسلط.
  • د انجنیري softwares سره بلدتیا.
  • کاري ژمنتیا، د وخت مراعت او دوامداره حضور.
  • مستقل او ټیمي کار.
  • له همکارانو سره مثبتې او مسلکي اړیکې.
  • ښه communication، negotiation او management skills.

د غوښتنې لارې چارې

په شرایطو برابر candidates کولی شي خپل CV/خلص سوانح، غوښتنلیک او اړوند اسناد تر 17 October 2026 پورې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچینو آمریت ته د لاندې email له لارې واستوي:

[email protected]

په Subject Line کې د دندې عنوان او Vacancy No. واضح ولیکئ.

دا فرصت شریک کړئ

ورته فرصتونه

نوی
دنده

آمر ارتباط خارجه

Afghanistan Chamber of Commerce and Investment - ACCIAfghanistan

تحکیم و گسترش روابط اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با نهادهای بین‌المللی، سفارتخانه‌ها، اتاق‌های تجارت منطقه‌ای و جهانی، جلب همکاری‌های فنی و مالی در جهت توانمندسازی و تقویت سکتور خصوصی کشور و مدیریت مؤثر امور سیست…

jobنن وروستۍ نېټه ده