د ادارې په اړه
Afghan Family Guidance Association (AFGA) د افغانستان یوه غیر دولتي، غیر انتفاعي او غیر سیاسي اداره ده چې په 1968 کال کې تاسیس شوې ده. AFGA له پیل راهیسې د عامې روغتیا وزارت تر څنګ د باروري روغتیا په برخه کې کار کړی دی. AFGA د International Planned Parenthood Federation (IPPF) بشپړ اعتبار لرونکی غړی او د UNFPA مهم شریک دی.
له 600 څخه د زیاتو متخصصانو ژمن ټیم د افغانستان په 11 ولایتونو کې د AFGA د اهدافو لپاره کار کوي. AFGA له 140 څخه د زیاتو خدمت وړاندې کولو مرکزونو له لارې زیانمنو او لیرې پرتو ټولنو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د روغتون په اړه:
AFGA په کابل کې یو 20 بستریز روغتون جوړ کړی چې موخه یې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته د باکیفیته باروري روغتیا خدمتونه وړاندې کول دي. روغتون په عصري طبي وسایلو او امکاناتو سمبال دی او متخصص کارکوونکي لري.
د اوږدمهالې پراختیا د پلان له مخې، د روغتون خدمتونه به په دوامداره توګه پراخېږي او د AFGA د ساحوي خدمتونو او کوچنیو خدمت وړاندې کولو مرکزونو (SDPs) لپاره به د هغو ناروغانو د راجع کولو مرکزي ځای وي چې پرمختللې پاملرنې ته اړتیا لري. روغتون د ناروغانو د خوندیتوب او باکیفیته خدمتونو ملي او نړیوال معیارونه رعایتوي څو د اړوندو ټولنو اړتیاوې پوره شي.
د دندې لنډیز
د دندې لنډیز:
نرسه په OPD، IPD، بېړنۍ څانګه او بستر شوو ناروغانو کې د مؤثرواو جدي نرسنګ خدمتونو مسؤوله ده. نوموړې باید په OT او NICU کې لږ تر لږه 3 کاله تجربه ولري. د سیزرین عملیاتو (C/S)، د رحم ایستلو (Hysterectomy)، د رحم د غوټو ایستلو (myomectomy) او ورته جراحي عملیاتو په مرسته کولو او د نویو زېږېدلو/ماشومانو په څانګه کې ځانګړې تجربه ولري. د حیاتي نښو کتل او ثبتول، د دوا ورکول، د دوا د دوز تصدیق او د روغتون د پالیسیو سره سم د ټپونو پاملرنه کوي.
مسؤولیتونه:
Øد ډاکټر یا متخصص د لارښوونې سره سم ناروغ ته په وخت د اړینو دواګانو ورکول یقیني کول.
Øد روغتیايي ټیم سره په همکارۍ د هر ناروغ لپاره ځانګړی پاملرنې پلان جوړول او پلي کول.
Ø ناروغانو ته د بستر پر مهال د نرسنګ خدمتونو وړاندې کول.
Øد ناروغ او د هغه د پاملرنې په اړه په مسؤولانه ډول د معلوماتو راټولول.
Øد ناروغانو حیاتي نښو، علامو او عمومي حالت څارل او د حیاتي نښو، دواګانو د وېش، دوز او ټپونو د پاملرنې ثبت ساتل.
Øد ناروغانو حیاتي نښې او د نرسنګ اړوند د درملنې نور جدولونه ثبتول.
Øد لابراتوار ازموینو ترسره کېدل او ډاکټر ته پر وخت خبر ورکول یقیني کول.
Øد فعالیتونو میاشتنی، ربعوار او کلنی پلان جوړول او تنظیمول.
Øد څانګې له مهالویش سره سم د شپې نوبتي دنده ترسره کول.
Øد اړوندې برخې د فعالیتونو د پرمختګ راپور وړاندې کول.
Øد اړوندې څانګې له خوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.
Øد نرسنګ خدمتونو د بېلابېلو روزنو په طرحه او پلي کولو کې فعاله ګډون.
Øپه OT کې د ټولو اړینو دواګانو موجودیت یقیني کول.
Øد جراحۍ د ټولو سیټونو او تجهیزاتو موجودیت او سم حالت یقیني کول.
Øله عملیاتو مخکې او وروسته د OT پاکوالی کتل.
Øد جراحي وسایلو تعقیمول.
Øپه OT کې د کافي رڼا، برېښنا، تودوخې او نورو شرایطو کتل.
Øله عملیاتو مخکې د ناروغ د اسنادو، لابراتواري معایناتو، د بېهوښۍ او داخله څانګې مشورو او د عملیاتو رضایت تصدیقول.
Øد شپې نوبتي دنده حتمي ترسره کول.
Øد OT ټول وسایل، لکه electrocautery، suction machine او د عملیاتو څراغونه، په سم او بېعیبه حالت کې ساتل.
Øد نویو زېږېدلو/ماشومانو په څانګه او NICU کې فعاله کار کول.
Øد انتان د مخنیوي ټولو شرایطو او د رسمي کار پر مهال د طبي یونیفورم اصولو رعایتول.
Øد اړوندې څانګې د سختو معیارونو پلي کول او رعایتول.
Øد روغتون پالیسي، طرزالعملونه او د پاملرنې معیاري لارښودونه رعایتول.
Øد اړوندې برخې د ربعوارو ټاکل شوو معیارونو په ارزونه کې فعال ګډون.
Øد AFGA ټولو قوانینو او مقرراتو ته درناوی او د خوندیتوب پالیسۍ رعایتول.
Øد روغتون مدیر ته راپور ورکول.
Øباید ښځه وي.