Afghan Family Guidance Association (AFGA) یوه افغانه نادولتي، غیرانتفاعي او غیرسیاسي اداره ده چې په 1968 کال کې جوړه شوې ده. AFGA له پیل څخه د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ د زېږون او تناسلي روغتیا په برخه کې کار کوي. AFGA د International Planned Parenthood Federation (IPPF) بشپړ منل شوی غړی او د UNFPA مهم شریک دی.
له 600 څخه زیات ژمن متخصصان د افغانستان په 11 ولایتونو کې د AFGA موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي. AFGA د 140 څخه زیاتو خدماتي مرکزونو له لارې زیانمنو او هغو ټولنو ته روغتیایي خدمتونه رسوي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.
د روغتون په اړه:
AFGA په کابل کې د 20 بستریز روغتون د جوړولو کار کړی چې موخه یې میندو او نوي زیږېدلو ماشومانو ته د زېږون روغتیا لوړکیفیته خدمتونه وړاندې کول دي. روغتون په عصري طبي وسایلو او اسانتیاوو سمبال او د متخصصینو له خوا اداره کېږي.
د اوږدمهاله پراختیايي پلان له مخې، د روغتون خدمتونه به پرلهپسې پراخېږي او د AFGA د ساحوي فعالیتونو او کوچنیو Service Delivery Points (SDPs) لپاره به د هغو ناروغانو د راجع کولو مرکزي ځای وي چې پرمختللې پاملرنې ته اړتیا لري. روغتون د ناروغانو د خوندیتوب او خدمتونو د کیفیت ملي او نړیوال معیارونه رعایتوي، څو د هدفمنو ټولنو اړتیاوې پوره کړي.
د دندې لنډیز:
نرسه د OPD، IPD، بېړنیو او په څانګو کې د بستر ناروغانو لپاره د اغېزمنو او جدي نرسنګ خدمتونو مسؤله ده. هغه باید په OT او NICU کې لږ تر لږه 3 کاله تجربه ولري. په جراحي پېښو لکه C/S Hysterectomy، myomectomy او نورو کې د مرستې او د نوي زیږېدلو/ماشومانو په څانګه کې ځانګړې تجربه ولري. د روغتون د پالیسیو له مخې د حیاتي نښو کتل او ثبتول، د درملو ورکول، د دوز سمون او د زخم پاملرنه ترسره کوي.