HI له 1987 راهیسې له افغانانو ملاتړ کوي او خپل فعالیتونه یې په پاکستان کې پیل کړل. له 1996 راهیسې HI په ټول افغانستان کې د جګړې زیانمنو کسانو سره د مرستې پروګرامونه په بېلابېلو ټولنیزو کچو او بینسکتوري ډول پلي کوي. دغه سازمان د شخړو زیانمنو کسانو ته له جامع فزیکي بیارغونې او رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ (MHPSS) څخه نیولې تر د ماینونو خطرونو پوهاوي او ټولشموله معیشت پورې خدمتونه وړاندې کوي او په دوامداره توګه د زیانمنو او معلولیت لرونکو کسانو د حقونو د پراخولو لپاره دادخواهي کوي. په ځانګړې توګه د خپل نړیوالې ستراتیژۍ او لومړیتوبونو سره سم د ځمکنیو ماینونو او دودیزو وسلو د استعمال د کمولو لپاره هڅې کوي. د بېړنیو بحرانونو د ځواب او اوږدمهاله خدماتي تشو د ډکولو لپاره HI د خپلو فعالیتونو او خدمتونو لړۍ پرلهپسې پراخه کړې، څو له تر ټولو زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي، د هغوی مقاومت پیاوړی کړي او د ټولو خلکو ګډون او ټولشموله شمولیت زیات کړي.
د دندې موخه:
د دندې موخه: د افغانستان په پروګرام کې د رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ د متخصص تر مسؤلیت لاندې او د اړوندو ساحوي سیمو د پروژې مدیرانو سره په کاري اړیکه کې، د رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ تخنیکي مسؤل د Humanity & Inclusion د مأموریت ستراتیژۍ په پلي کولو کې مرسته کوي. د MHPSS پروژو لپاره تخنیکي تخصص وړاندې کوي، د MHPSS کارکوونکو د ظرفیت لوړولو پلان د پلي کېدو ډاډ ورکوي او د پروژو کیفیت او اغېز پیاوړی کوي. د ټولو MHPSS فعالیتونو د کیفیت لپاره د پروګرام له سکتوري تخنیکي ټیم سره نږدې کار کوي او د MHPSS متخصص ته راپور ورکوي. کاري ځای کندهار دی، نورو ولایتونو ته ډېر سفر لري. تخنیکي مسؤل به د خپل وخت 75% په ساحه کې تېروي، څو له ساحوي تخنیکي ټیمونو سره اغېزمن کار وکړي. د یوه PSW ټیم ملاتړ به کوي (په غوره توګه اعظمي 10 PSW).
دندې او مسؤلیتونه په لاندې برخو کې شامل دي، خو محدود نه دي:
1. د MHPSS عمومي تخنیکي چوکاټ او معیارونو سره سم پروژو ته لارښوونه او ملاتړ
a) د پروژو مدیرانو ته د MHPSS فعالیتونو د تطبیق په اړه تخنیکي لارښوونه او ملاتړ.
b) د اړتیا له مخې د نړیوالو تخنیکي نورمونو او معیارونو سره سم د پروژې اسناد عیارول.
c) له اړوندو داخلي څانګو، په ځانګړي ډول لوژستیک او تخنیکي سرچینو سره همغږي او همکاري، څو د MHPSS فعالیتونو جامع او باکیفیته چلند یقیني شي.
d) د فعالیتونو په ډیټابیس کې د منظمې تخنیکي ارزونې او اړینو سمونو ملاتړ.
e) د پروژې او MEAL ټیم سره د کمیتي او کیفي تخنیکي معلوماتو تحلیل او د کمزوري فعالیت په اړه نظر ورکول.
2. د HI او شریکانو د PSW ظرفیت لوړولو پلان جوړول او پلي کول
a) د چمتو شوو وسایلو له لارې د HI د PSW کارکوونکو انفرادي مهارت ارزونه.
b) د مهارت ارزونې، شخصي کتنو او د PSWs د نظریاتو له مخې کلنی ظرفیت لوړونې پلان جوړول.
c) د روزنې موضوعات پېژندل، روزنیز پلان جوړول او له اړوندې څانګې سره یې شریکول.
d) د پلان شوو ظرفیت لوړونې فعالیتونو، روزنې، راپور ورکولو او اسنادو بشپړېدل یقیني کول.
e) د MHPSS نوې څېړنې او شواهد ملاتړ او له PSWs سره شریکول.
f) د داخلي، بهرنۍ او آنلاین MHPSS روزنې په اسانتیا کې مرسته.
3. د MHPSS خدمتونو د کیفیت ساتنه او ښه والی
a) د HI د داخلي کیفیت او تخنیکي معیارونو سره سم د MHPSS تخنیکي فعالیتونه او وسایل پلي کېدل یقیني کول او د اړتیا پر مهال د سمون وړاندیز.
b) د خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال د ټولو کلینیکي کړنلارو د سم رعایت ډاډ.
c) په خپلو مرکزونو کې د PSWs ترمنځ د تخنیکي معلوماتو او اسنادو د تبادلې لپاره هره اونۍ د ژوندۍ تخنیکي څارنې ناسته ترسره کول او له تخنیکي ټیم سره اړیکې پیاوړې کول.
d) د IEC بېلابېلو موادو اړتیا پېژندل او د جوړولو لپاره تخنیکي نظر ورکول.
4. د پروژو له لارې تخنیکي زدهکړه
a) د ساحې څخه د علمي اسنادو او تجربو راټولولو لپاره اړین توکي لکه مخکې او وروسته ازموینې راټولول.
b) د غوره کړنو او شواهدو پر بنسټ تخنیکي زدهکړې ته مرسته.
c) د MHPSS پروژو د تخنیکي کیفیت د ښه کولو سپارښتنې پلي کول.
5. په افغانستان کې د MHPSS سکتور پرمختګ
a) په اړوند مرکز کې د HI د PSW استخدام په پروسه کې ګډون او شریکانو ته د خپلو PSW کارکوونکو د استخدام تخنیکي ملاتړ.
b) د MHPSS اړینو تخنیکي روزنو کې ونډه یا رهبري.
c) په HI افغانستان کې د MHPSS مسلکي کسانو د مهارت لوړونې پلان ته مرسته؛ د درېیمګړي ارزونکي په توګه هم کار کولای شي.
d) په MHPSS سکتور کې د محلي استعدادونو په رامنځته کولو کې مرسته (تخنیکي مرکې، سپارښتنې او د روزنې اړتیاوې).
6. په افغانستان کې د HI د MHPSS تخنیکي نفوذ
a) د HI د تخصص په ترویج کې مرسته او په اړوندو محلي شبکو او سکتوري شریکانو کې د HI د تخنیکي تخصص استازیتوب.
b) د خپلې اډې یا سیمې په کچه د MHPSS TWG میاشتنۍ غونډه کې ګډون.
c) د مستقیم آمر، کاري مدیر یا مدیریت له خوا نورې سپارل شوې دندې ترسره کول.
7. راپور ورکول
a) له ټیمونو سره د HI د فعالیتونو منظم راپورونه (خبرلیکونه، قضیوي مطالعې او نور) جوړول.
b) د اونۍ کاري پلان او د خپلو فعالیتونو راپور چمتو او مستقیم مدیر ته سپارل.
c) د غوښتنې پر مهال نور راپورونه چمتو کول.
d) د همغږۍ او ورکشاپونو د غونډو راپورونه او صورتجلسې برابرول.
e) د مستقیم مدیر تر څارنې لاندې د تمویلوونکو د راپورونو ملاتړ او د پروپوزلونو لیکلو کې ګډون.