د کار لنډه پېژندنه: د جدي مراقبت د واحد (ICU) مشر نرس د دې واحد د نرسنګ چارې رهبري، تنظيم او همغږې کوي، د ناروغانو لپاره د معياري نرسي خدمتونو څارنه کوي او د درملو، لګښتي موادو او طبي وسايلو د استعمال ثبت، سمبالښت او راپور ورکول هم پر غاړه لري؛ دندې يې يوازې تر دې نه محدودېږي.
د وړتيا غوښتنې: بايد د افغانستان تبعه وي، د نرسنګ له يوه پېژندل شوي روغتيايي انستيتوت يا پوهنتون څخه فارغ شوی وي او د زدهکړې اسناد يې د عامې روغتيا يا لوړو زدهکړو وزارت تاييد کړي وي. په نرسنګ کې لږ تر لږه دوه (۲) کاله کاري سابقه، په ځانګړي ډول په ICU کې، ولري.
کاري مکلفيتونه: د ICU ناروغانو ته د نرسي خدمتونو مستقيمه لارښوونه او تنظيم؛ د نرسانو، مرستندويانو او خدماتي کارکوونکو همغږي؛ د ناروغانو د کلينيکي دوسيو ساتنه او څارنه؛ د درملو، محلولونو او وسايلو د معيارونو مراعات او د مخدره درملو د ثبت کنټرول.
د غوښتنې لاره: غوښتونکي خپل (CV) لاندې برېښناليک ته لېږلی شي يا يې چاپ شوې کاپي د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو رياست د اعلاناتو او کاري موندنې عمومي مديريت ته سپارلی شي.