اصلي منځپانګې ته ورشه

دنده

د عمومي داخله متخصص (د ICU مسؤول)

کلیدی معلومات

اداره
Blossom Healthcare center
ځای
Kabul - kabul، افغانستان

په اصلي ژبه

د فرصت ډول
بشپړ وخت
معاش
د خبرو اترو وړ
زده کړې
د داخله ناروغیو متخصص
کاري تجربه
۳
وروستۍ نېټه
۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶
خپور شوی
۴ اکتوبر ۲۰۲۶
د بست شمېره
BHCC-2026-06
د بستونو شمېر
۱
د قرارداد موده
1 کال (د تمدید وړ)
د غوښتونکي جنسیت
نارینه
د غوښتونکي تابعیت
افغان
کاري برخې
روغتیايي پاملرنه

ژر لنډیز

د شرکت په اړه زموږ په اړه د بلاسم معالجوي روغتون په ۲۰۰۴ کال کې په کابل ښار کې تأسیس شو او نن په افغانستان کې له معتبرو، پرمختللو او علمي روغتیايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي. دغه مرکز د 50 بسترونو په ظرفیت یو معیاري او مجهز چاپېریال برابر کړی، څو ناروغان په خوندي او ارام ځای کې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي . بلاسم ۱۰ فعالې څانګې لري چې عمومي داخله، عمومي جراحي، عصبي جراحي، غوږ، ستونی او پوزه (ENT) ، نسایي ولادي، سترګې، ارتوپیدي، جلدي، د ماشومانو داخله او یورولوژي پکې شاملې دي.

اړتیاوې: د بست اړتیاوې (Position Requirements) په عمومي داخله کې د تخصص سند؛ فوق تخصص لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د داخله او ICU برخو کې درې کاله کاري تجربه. د ICU برخې تصدیق‌لیک لرل. د بېړنیو حالتونو د مدیریت وړتیا او له ناروغانو او روغتیايي ټیم سره د مناسبې اړیکې مهارت.

د غوښتنې لارې چارې: وړ غوښتونکي کولای شي خپل CV یا ژوندلیک دې ایمیل پتې ته واستوي: [email protected]. د اسنادو له ارزونې وروسته وړ کسان د لیکلې ازموینې او مرکې لپاره رابلل کېږي.

د اعلان پر بنسټ چټکه کتنه. د غوښتنلیک تر سپارلو مخکې لاندې بشپړ معلومات ولولئ.

بریښنالیک له لارې غوښتنه

[email protected]

د غوښتنلیک لینک له دې اعلان سره ورکړل شوی — د سپارلو مخکې د لینک مقصد او شرطونه وګورئ.

دا فرصت تعقیب کړئد دې فرصت لپاره CV جوړ کړئ
دا فرصت شریک کړئ

عمومي کتنه

د شرکت په اړه

زموږ په اړه

د بلاسم معالجوي روغتون په ۲۰۰۴ کال کې په کابل ښار کې تأسیس شو او نن په افغانستان کې له معتبرو، پرمختللو او علمي روغتیايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي. دغه مرکز د 50 بسترونو په ظرفیت یو معیاري او مجهز چاپېریال برابر کړی، څو ناروغان په خوندي او ارام ځای کې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.

بلاسم ۱۰ فعالې څانګې لري چې عمومي داخله، عمومي جراحي، عصبي جراحي، غوږ، ستونی او پوزه (ENT)، نسایي ولادي، سترګې، ارتوپیدي، جلدي، د ماشومانو داخله او یورولوژي پکې شاملې دي. په دې توګه په یوه ځای کې پراخ تخصصي او فوق تخصصي خدمتونه وړاندې کوي. په هره برخه کې د تجربه لرونکو متخصص ډاکټرانو ټیم دغه روغتون د ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره پر باور وړ مرکز ګرځولی دی.

لیدلوری(Vision)د بلاسم معالجوي روغتون هوډ لري چې د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د باکیفیته تخصصي روغتیايي خدمتونو له معتبرو او د باور وړ مرکزونو څخه یو شي

او دغه مقام ته ورسېږي.

ماموریت (Mission)

د متخصصو کارکوونکو، عصري تجهیزاتو او معیاري مدیریت له لارې خوندي، باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، څو د مراجعینو روغتیا او رضایت لوړ شي.

د دندې لنډیز

د عمومي داخله متخصص او د ICU مسؤول د دندو لایحه

·د داخلي ناروغیو او نورو اړوندو طبي حالتونو لرونکو ناروغانو معاینه، تشخیص او درملنه.

·په ICU برخه کې د ځانګړې پاملرنې اړمنو ناروغانو ارزونه او مدیریت.

·له Ventilator سره بشپړه بلدتیا.

·د ICU ناروغانو د روغتیايي وضعیت مستقیمه څارنه او د تشخیص او درملنې د پلان جوړول.

·د اړینو لابراتواري، رادیولوژۍ او نورو تشخیصي معایناتو تجویز او تفسیر.

·په بستر ناروغانو د وضعیت څارنه او تعقیب او د روغتیايي وضعیت د بدلون پر مهال اړین اقدامات.

·د طبي پروتوکولونو سره سم د ICU ناروغانو د درملو، معایناتو، اکسیجن او نورو اړینو پاملرنو د سم تطبیق څارنه.

·د سختو ناروغانو په تشخیص او درملنه کې له اړوندو متخصصانو او روغتیايي ټیم له نورو غړو سره همغږي.

·د ICU روغتیايي ټیم د فعالیت څارنه او ناروغانو ته د معیاري او پر وخت پاملرنې یقیني کول.

·د ناروغ په طبي دوسیه کې د معلوماتو، تشخیص، درملنې پلان او روغتیايي وضعیت د بدلونونو دقیق او منظم ثبت.

·د بېړنیو حالتونو په مدیریت کې ګډون او د ژوند ګواښوونکو حالاتو لپاره اړین اقدامات.

·د طبي اخلاقو، ناروغ خوندیتوب، د انتان کنټرول او د روغتون د پروتوکولونو او پالیسیو رعایت.

·د اړتیا په صورت کې د ICU ناروغانو د وضعیت او شته ستونزو په اړه طبي مدیریت او د روغتون مشرتابه ته راپور ورکول.

·په ICU برخه کې د طبي خدمتونو د کیفیت په ښه کولو او ناروغانو ته د پاملرنې معیارونو په پلي کولو کې مرسته.

·د روغتون له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د ادارې له خوا سپارل شوې نورې اړوندې مسلکي دندې ترسره کول.

اړتیاوې

د بست اړتیاوې (Position Requirements)

په عمومي داخله کې د تخصص سند؛ فوق تخصص لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د داخله او ICU برخو کې درې کاله کاري تجربه. د ICU برخې تصدیق‌لیک لرل.

د بېړنیو حالتونو د مدیریت وړتیا او له ناروغانو او روغتیايي ټیم سره د مناسبې اړیکې مهارت.

د غوښتنې لارې چارې

وړ غوښتونکي کولای شي خپل CV یا ژوندلیک دې ایمیل پتې ته واستوي: [email protected]. د اسنادو له ارزونې وروسته وړ کسان د لیکلې ازموینې او مرکې لپاره رابلل کېږي.

دا فرصت شریک کړئ

ورته فرصتونه