HealthNet TPO په هالنډ کې مېشته، غیرانتفاعي او غیرحکومتي اداره ده چې پر دې اصل جوړه شوې چې ارزانه او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هر انسان بنسټیز حق دی.
HealthNet TPO په 1992 کال کې د ‘Doctors without Borders’ له خوا د بېړنیو مرستو او بنسټیزې پراختیا ترمنځ د تشې ډکولو لپاره رامنځته شوه. اوس دا اداره د HealthNet International (HNI) او Transcultural Psychosocial Organization (TPO) د یوځای کېدو پایله ده. HNI د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې پوهه او تجربه لري. TPO د جګړې او طبیعي پېښو د ژوندي پاتې شویو کسانو د رواني او رواني-ټولنیزو خدمتونو متخصصه اداره ده. په افغانستان کې HealthNet TPO د وړ افغانانو له خوا اداره کېږي او د هالنډ په مرکزي دفتر کې د متخصصینو له ټیم څخه ملاتړ تر لاسه کوي.
HealthNet TPO Afghanistan لومړني روغتیايي خدمتونه، رواني روغتیا او رواني-ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي، له ملاریا سره مبارزه کوي او د ټولنې د قابلو د روزنې او عملي څېړنو له لارې د مور او ماشوم روغتیايي پاملرنه پیاوړې کوي. اوس HealthNet TPO د افغانستان په نږدې 20 ولایتونو کې پروژې پلي کوي؛ مهم پروګرامونه یې په درې ولایتونو کې د HER (Health Emergency Response)، تغذیې، رواني روغتیا او رواني-ټولنیزو خدمتونو، د ملاریا کنټرول او نري رنځ (Tuberculus) او نور دي، چې د ټولنې د سیسټمونو د پیاوړتیا له لارې ترسره کېږي.
HealthNet TPO د جنسي استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې او د ماشومانو د ځورونې په وړاندې د صفر زغم تګلاره لري. HNITPO د خپلو کارکوونکو او اړوندو کسانو د جنسي استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې او د ماشومانو د ځورونې په اړه ټولې اندېښنې او شکایتونه جدي نیسي.
موخه:
د بشري سرچینو د مرستیال د بست موخه دا ده چې د څانګې سپارل شوي مسؤولیتونه په اغېزمنه او مؤثره توګه تنظیم کړي او د څانګې په ورځنیو عملیاتي فعالیتونو کې ښه همغږي رامنځته کړي، څو د مدیریت رضایت او د تمویلونکو غوښتنې پوره شي.
د حاضري او رخصتۍ مدیریت
• د حاضري د راجسترونو ارزونه او مدیریت.
• د کارکوونکو غیرحاضري، ناوخته راتګ او د حاضري د نښې نشتوالی تعقیبول او په ټاکلي وخت کې اړوندو څانګیزو مسؤولینو ته خبر ورکول.
• د اسنادو د ساتنې او معاشونو لپاره د حاضري میاشتنی راپور چمتو کول.
• د حاضري د راپورونو سم ثبت او ساتنه.
• ډاډ ترلاسه کول چې د پکتیا سیمهییز روغتون ټول نوي ګمارل شوي کارکوونکي پر وخت د حاضري په راجستر کې شامل شي.
• د رخصتۍ د غوښتنلیک فورمونو اخیستل او ثبتول.
• د هر رخصتۍ فورم پر وخت ډیټابېس ته داخلول.
• د رخصتیو د پاتې توازن میاشتنی راپور چمتو کول.
• د ټولو رخصتیو فورمونو منظم ډکول او آرشیفول.
د فایلونو مدیریت
• د فایلونو د تازه کولو او بېرته موندلو د اسانتیا لپاره د اغېزمن آرشیف سیسټم جوړول.
• د ټولو فایلونو محرمیت ساتل او ډاډ ترلاسه کول چې هېڅوک له معلوماتو غیرقانوني ګټه نه اخلي او اسناد بېاجازې کسانو ته نه ورکول کېږي.
• د مجازو کاروونکو د غوښتنو پر بنسټ په فایلونو کې معلومات موندل او راایستل.
• د اسنادو فوتوکاپي، ترتیب او آرشیفول.
• د پکتیا سیمهییز روغتون د پرسونل فایلونه تازه ساتل.
• د ټولو نویو ګمارنو لپاره نوي فایلونه جوړول.
• د پرسونل ټول فایلونه په منظم ترتیب ساتل.
• له دندې د رخصت شوو کارکوونکو د پرسونل فایلونه تړل.
• د شته یا ترلاسه شویو اړوندو اسنادو په وسیله فایلونه په دوامداره توګه تازه کول.
• د مناسب آرشیف سیسټم موجودیت او ساتنه یقیني کول.
• ډاډ ترلاسه کول چې د څانګې ډیجیټلي او کاغذي اسناد په منظم ډول ساتل شوي وي.
نورې مهمې دندې
- د پکتیا دفتر او روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو لپاره د پېژندپاڼو جوړول.
- د سفر د منظورۍ فورمونه ترلاسه او ثبتول.
- د مستقیم مدیریت له خوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.
د کلیدي پایلو ساحه:
دنده | مهالوېش | د تایید وسیله |
• د حاضري د میاشتني لنډیز راپور جوړول | د هرې میاشتې 25مه | سپارل شوی میاشتنی راپور |
• د رخصتۍ د پاتې توازن میاشتنی لنډیز جوړول | د هرې میاشتې پای | سپارل شوی میاشتنی راپور |
• ډاډ ترلاسه کول چې د پرسونل فایلونو او د بشري سرچینو څانګې د نورو اړوندو اسنادو لپاره تازه او مناسب آرشیفي سیسټم شتون لري | منظم او دوامداره تعقیب | د شته فایلونو فزیکي ارزونه |