د سازمان په اړه
The Organization for People’s Health in Action (OPHA) خپلواک، غیردولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي سازمان دی چې د افغانستان پرمختګ ته ژمن دی. OPHA د روغتیايي خدمتونو، ټولنې پرمختګ، ظرفیت لوړونې او د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا په پروژو تمرکز کوي.
OPHA په October 2017 کې جوړ او په رسمي ډول له اقتصاد وزارت سره ثبت شوی دی. سازمان په لغمان او ننگرهار ولایتونو کې اساسي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نور معلومات: www.opha.org.af
د دندې لنډیز
1. عمومي مسئولیتونه:
د روغتون رئیس د EPHS د چارو د عمومي پلان جوړونې، تنظیم، کارکوونکو ګومارنې، رهبرۍ او کنټرول مسئول دی. د پروژې د کاري او روزنیز پلان، د فعالیتونو څارنه او له PPHD او نورو شریکانو سره همغږي اداره کوي. د HER-AF2 قرارداد او OPHA پالیسیو رعایت، د کارکوونکو د فعالیت ارزونه، د معلوماتو تحلیل، د خدمتونو د تشو پېژندنه او حل او د EPHS پر وخت او دقیق راپورونه تضمینوي.
2. ځانګړي مسئولیتونه:
- تخنیکي:
2.1. د پروژې کاري او روزنیز پلانونه سم او بېستونزې پلي کول.
2.2. د پروژې موخې او د پایلو شاخصونه هره میاشت څارل او د ترلاسه کېدو ډاډ یې ورکول.
2.3. په لوګر کې د PH د EPHS مطابق د تشخیص او درملنې سمو کړنلارو ډاډمنول.
2.4. د پروژې تخنیکي کارکوونکي په ورځنیو فعالیتونو کې رهبري او تخنیکي ملاتړ کول.
2.5. د EPHS پروګرام د کارکوونکو مسئولیتونه همغږي، وېشل او څارل چې ټاکلې موخې پوره شي.
2.6. د پروژې د کاري پلان د لومړیتوبونو له مخې د کار بار پر کارکوونکو وېشل.
2.7. د EPHS-2005 مطابق د X-Ray، Ultra-sound، ECG، لابراتوار، وینې بانک، مړو ساتنځي، کالیو مینځلو او د ناروغانو خوراک په ګډون اداري او ملاتړي خدمتونه مدیریت کول.
2.8. ډاډ ترلاسه کول چې د پروژې کارکوونکي د روغتون فعالیتونه څاري.
2.9. د پروژې د ساحوي ستونزو په حل کې ګډون او د روغتون د ستونزو پر مهال له مستقیم مدیر مشوره غوښتل.
2.10. د پروژې میاشتني، ربعوار، شپږ میاشتني، وروستي او مالي راپورونه د ارزونې لپاره مستقیم مدیر او اړوندې رسمي لارې ته وړاندې کول.
2.11. د ټیم د غړو د کلنیو موخو، عملي پلان او ملاتړې څارنې په جوړولو کې مرسته کول او د هرې روغتوني څانګې په میاشت کې لږ تر لږه یو یا دوه ځله څارنه تضمینول.
2.12. د کارکوونکو د فعالیت او روزنیزو اړتیاوو ارزونه او د اړینو مهارتونو او پوهې لېږد تضمینول.
2.13. د تخنیکي کارکوونکو د دندو تشریح د بست له عنوان سره سمه تازه ساتل او ورځني فعالیتونه ورسره برابرول.
2.14. د روغتون ټولې څانګې فعالې ساتل او د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول تضمینول.
2.15. د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د عفونت مخنیوی او د کثافاتو مدیریت تضمینول او په PH کچه د پلان جوړونې څخه تر ارزونې پورې د معیار پر بنسټ مدیریت (SBM) رهبري کول.
2.16. د مهمو کارکوونکو (MD، ND او AFO) ملاتړ کول څو تخنیکي ټیم په مؤثر ډول رهبري او وروزي.
2.17. د تخنیکي کارکوونکو کلنی ملاتړی د څارنې پلان په میاشتنیو او اوونیزو برخو وېشل او پلي کول یې تضمینول.
2.18. د روغتون د ټولو څانګو د څارنې د اغېزمنتیا او کیفیت ډاډ ترلاسه کول.
2.19. د PH د څانګو د څارنې پایلې، ستونزې، موندنې او محدودیتونه تر راتلونکو غونډو مخکې حل او تعقیبول.
2.20. د PPHD، GCMU/MoPH، درېیمې ډلې (3rd party) او نورو بهرنیو څارنو تعقیبول.
- عملیاتي (مالي، بشري سرچینې، اداري او لوژستیکي) مسئولیتونه:
2.21. عملیاتي کارکوونکو ته په ورځنیو فعالیتونو کې تخنیکي ملاتړ او رهبري ورکول.
2.22. د مالي راپورونو دقت او د ټولو معاملو د OPHA مالي پالیسي سره مطابقت تضمینول.
2.23. د OPHA د پالیسیو مطابق عمل کول او د کارکوونکو له خوا د هغوی دوامداره پلي کېدل تضمینول.
2.24. د بشري سرچینو او نورو پالیسیو، لارښوونو او طرزالعملونو مناسب پلي کېدل تضمینول.
2.25. د سازمان، MOPH او تمویلوونکي د شرایطو مطابق د پروژې پلي کول ډاډمنول.
2.26. د کارکوونکو د بستونو له تشریح سره سم د فعالیت معیارونه ټاکل او په ټاکلې موده کې یې ارزول.
2.27. د روغتون ټولو څانګو ته په وخت طبي او غیرطبي توکي برابرول.
- د همغږۍ اړوند مسئولیتونه:
2.28. د PHCC په غونډو کې منظم ګډون.
2.29. د روغتون د بورډ غونډې تنظیمول او منظم ګډون پکې کول.
2.30. د PH مهم کارکوونکي د ټولو کاري ډلو او همغږۍ غونډو کې شاملول.
2.31. د EPR کمېټې په غونډو کې منظم ګډون.
2.32. په کابل کې د BPHS/EPHS همغږۍ غونډو کې منظم ګډون.
2.33. په ربعوار او کلنیو ارزونیزو ورکشاپونو کې ګډون.
2.34. د سازمان ملاتړ او د اړوندو لوریو، پانګهوالو او ګټه اخیستونکو ترمنځ د غوره نوم لپاره کار کول.
2.35. په ولایتي کچه د PPHD، BPHS او نورو شریکانو سره د همغږۍ په پیاوړتیا کې د پروژې له مدیریتي ټیم سره مرسته کول.
2.36. د مستقیم مدیر له خوا د اړتیا له مخې سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.
د راپور ورکولو سلسله:
- د پروژې مدیر او مرکزي دفتر (HQ) لوړپوړو چارواکو ته مسئول او ځوابویونکی وي؛
- ټول مهم کارکوونکي (Medical Director، Nursing Director او Admin Finance Officer) او نور تر لاس لاندې کارکوونکي په مستقیم ډول څاري؛
- له PO او HQ سره نږدې همغږي ولري.