د ادارې په اړه
Aga Khan Health Services (AKHS) د مخ پر ودې هېوادونو د روغتیايي پاملرنې له تر ټولو پراخو خصوصي غیرانتفاعي سیسټمونو څخه دی چې د منځنۍ او جنوبي اسیا په پراخو جغرافیایي سیمو او ختیځه افریقا کې د ټولنې روغتیايي پروګرامونه لري.
Aga Khan Health Services, Afghanistan (AKHS, A) په 2003 کې د Aga Khan Development Network (AKDN) د یوې برخې په توګه جوړ شو. AKHS, A روغتیايي خدمتونه تر ډېره د حکومت په استازیتوب وړاندې کوي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بسته (BPHS) او د روغتونونو د اړینو خدمتونو بسته (EPHS) هم پکې شاملې دي. AKHS, A د کچې او د کار د پراخوالي له پلوه ځانګړی دی، چې د ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو (CHWs) څخه تر ISO تصدیق لرونکو روغتونونو پورې د پاملرنې په ټوله لړۍ کې مهم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
AKHS, A له 2003 راهیسې په بامیان، بغلان او بدخشان ولایتونو کې روغتیايي خدمتونه پلي کوي او تخار، کابل او بغلان ته یې فعالیتونه پراخ کړي دي. د ادارې په کاري ساحه کې لومړني او دویمه درجه روغتیايي خدمتونه، وقایوي او درملیزه پاملرنه، د نرسنګ او قابلګۍ زدهکړې، د بشري سرچینو پراختیا او د روغتون مدیریت شامل دي. په بامیان او بدخشان ولایتونو کې د AKHS, A اوسنۍ کاري طریقه د BPHS او EPHS پلي کول دي. AKHS, A تخنیکي ملاتړ او د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه، واکسیناسیون، د تغذیې روزنې او د ټولنې د روغتیايي نرسانو او قابلو روزنه هم وړاندې کوي.
AKHS, A د ملي روغتیايي سیسټم د تکمیلي ملاتړ د دوام لپاره له داخلي سرچینو او د نورو تمویلونکو له مرستو ګټه اخیستې ده. سربېره پر دې، AKHS, A د AKDN نوښتونه پراخوي، چې د برېښنايي روغتیا خدمتونه، انلاین زدهکړه او له پولو هاخوا ترتیبات پکې شامل دي. د سالم چاپېریال د ودې لپاره AKHS, A د خالص صفر او د شنو خونو ګازونو د خپرېدو اړوند اقدامات پلي کوي.
د دندې لنډیز
- په رسمي ساعتونو کې د کابل د ولایتي روغتیايي دفتر/AKHS ادارې کې کار کول او د روغتون له مهالوېش سره سم د نوکریوالۍ او انکال دندو پابندي کول.
- د سهار په راپور او ویزیت کې فعاله ونډه اخیستل او د ناروغانو د درملنې په اړه مناسب علمي او مسلکي نظر ورکول.
- د نس او حوصلې عمومي جراحي، نسایي ولادي او کوچنیو جراحیو انتخابي او بېړني عملیات ترسره کول.
- له نورو روغتون څانګو څخه راجع شوې مشورې (consultation) ترسره کول.
- د موجودو لارښودونو او فورمو له مخې د عمومي جراحۍ د ناروغانو تاریخچه او درملنه په کره او باوري ډول ثبتول.
- د عملیاتو مخکې د اړینو معایناتو بشپړول.
- د عملیاتو مخکې له ناروغ یا د هغه له خپلوانو رضایت ترلاسه کول.
- په ورځني کار کې د حفظ الصحې او وقایې د شرایطو جدي رعایت کول.
- له عملیاتو وروسته د ناروغانو څارنه او پاملرنه.
- د نوکریوالۍ او انکال په سیسټم کې فعاله ونډه اخیستل.
- د P4P شاخصونو ته په کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکول.
- د روغتون په رسمي ساعتونو کې د طبي یونیفورم اغوستل.
- د موجودو پروتوکولونو او معیارونو پلي کول او د نه شتون په صورت کې د روغتون لپاره اړین پروتوکولونه جوړول.
- په روغتون کې د کار په ځای او د دندې پر مهال د روزنیزو پروګرامونو په طرحه او پلي کولو کې فعاله برخه اخیستل.
- د اوسنیو غوره عملي لارو او ملي لارښودونو په اړه د خپلې پوهې او پوهاوي فعاله لوړونه.
- د آمرینو په غوښتنه د کلینیکونو په څارنیزو فعالیتونو کې برخه اخیستل.
د کار د اغېزمنتیا او د دندې د ترسره کولو د ارزونې شاخصونه:
- د تېر کال په رسمي کاري ساعتونو کې، له بېړنیو پېښو پرته، د غیرحاضرۍ نه لرل.
- په تېر کال کې ډاکټرانو، نرسانو او د نرسنګ زدهکوونکو ته لږ تر لږه شپږ روزنیز پروګرامونه/ناستې جوړې شوې وي او راپورونه یې موجود وي.
- د جراح له خوا د ناروغانو دوسیې په لوړ کیفیت بشپړې شوې وي.
- د P4P شاخصونه، لکه لوی عملیات او سیزرین عملیات، د جراحۍ د ارزونې له شاخصونو څخه دي.