د مخابراتي مرکزونو د برېښنايي تجهیزاتو او سیسټمونو لپاره وقایوي ساتنه او اصلاحي ترمیم تطبیقول.
د برېښنا او مخابراتو د زېربناوو په نصب، ازموینو او ساتنه کې له نورو ټیمونو سره مرسته کول.
د برېښنايي کېبلونو، د وېش تختو (DB Panels) او د برېښنا د وېش سیسټمونو نصبول، سرویس او ساتنه کول.
د برېښنايي تجهیزاتو خرابۍ موندل، تشخیص یې کول او اړینې ترمیمي چارې ترسره کول څو د مرکز کار ونه درېږي.
د مخابراتي برېښنايي سیسټمونو د تشخیص، رغونې او د کار د ښهوالي لپاره له انجینرانو او تخنیکي کارکوونکو سره همکاري کول.
د سړولو سیسټمونه او اړوند وسایل سرویس، ساتنه، عیبیابي او ترمیم کول.
د ارت یا ځمکني نښلونې (Earthing/Grounding) سیستمونه، د برېښنا محافظتي وسایل او د مرکز نور برېښنايي خوندیتوب سیستمونه کتل او ساتل او د سم فعالیت ډاډ یې اخیستل.
د ساتنې، ترمیم، څارنې او نورو تخنیکي چارو راپورونه او اسناد د شرکت د غوښتنو او طرزالعملونو مطابق بشپړ او ثبتول.
په هر برېښنايي او میخانیکي کار کې د خوندیتوب اصول، تخنیکي لارښوونې او د شرکت پالیسۍ بشپړ مراعتول.
د شبکې په بیړنیو ساتندویه، ستونزېحل او بېرته فعالولو چارو کې فعال ګډون کول، څو د مخابراتي مرکزونو خدمات دوام ولري.
د کار وسایل، تجهیزات او د ازموینې او اندازهاخیستنې آلې په سم ډول کارول، ساتل او خوندي ځای کې ایښودل.
د اړتیا په صورت کې نورې اړوندې دندې ترسره کول.