د روغتیايي مرکز ټاکل شوې روغتیايي څارونکې باید د ۱۲ ټولګي فارغه وي.
په نرسنګ کې مسلکي وړتیا ته لومړیتوب ورکول کېږي.
لږ تر لږه درې کاله په BPHS کې کاري تجربه.
لږ تر لږه ۲ کاله د ټولنې د روغتیايي څارونکې په توګه کاري تجربه.
د اغېزمنو اړیکو او افهام او تفهیم مهارتونه.
د روغتیايي مرکز د مدیریت او همغږۍ غوره مهارتونه.
د ورځنیو ستونزو د حل مهارت او د بحراني حالاتو لپاره چمتووالی او د بحران مدیریت.
له رسمي وخت وروسته د کار چمتووالی.
له ټولنې سره د ښو او سالمو اړیکو مهارت.
په عمل کې بنسټیز ارزښتونه
مؤسسه نهاد زنان افغانستان (ای ایف وي) د منل شویو ارزښتونو او اصولو په لومړیتوب سره له خپلو کارکوونکو، کاري شریکانو او د پروګرامونو له ګټهاخیستونکو ساتنه کوي. د AFV ټول کارکوونکي باید د درغلۍ او فساد ضد پالیسي او د ماشومانو د خوندیتوب پالیسي ولولي، ښه یې درک او لاسلیک کړي. د AFV په کاري چاپېریال کې د ماشومانو ځورونه، درغلي، فساد، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه، تبعیض او ځورول په کلکه منع دي. کاري شریکان او نور اړوند کسان باید دغه اصول مراعات کړي.