HealthNet TPO په هالنډ کې مېشته یوه غیرانتفاعي، نادولتي اداره ده چې په دې اصل ولاړه ده: ارزانه او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هر انسان بنسټیز حق دی.
په 1992 کال کې HealthNet TPO د «بې پولې ډاکټرانو» له خوا د بېړنیو مرستو او بنسټیز پرمختګ ترمنځ د واټن د کمولو لپاره رامنځته شوه. اوسنۍ اداره د HealthNet International (HNI) او Transcultural Psychosocial Organization (TPO) د یوځای کېدو پایله ده. HNI د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې پوهه او تجربه لري. TPO د جګړې او طبیعي پېښو ژوندي پاتې شویو کسانو ته د رواني-ټولنیز ملاتړ او رواني روغتیا په برخه کې متخصصه ده. په افغانستان کې HealthNet TPO د وړ افغانانو د ټیم له خوا اداره کېږي او په هالنډ کې د ادارې د مرکزي دفتر متخصصان یې ملاتړ کوي.
HealthNet TPO Afghanistan لومړني روغتیايي، رواني روغتیا او رواني-ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي، له ملاریا سره مبارزه کوي او د ټولنې د قابلو په روزنه او عملي څېړنو سره د مور او ماشوم د روغتیا ملاتړ کوي. HealthNet TPO اوس د افغانستان په نږدې 20 ولایتونو کې پروژې عملي کوي؛ مهم پروګرامونه یې په دریو ولایتونو کې د روغتیايي بېړنیو حالاتو ځواب (HER)، تغذیه، رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ، د ملاریا کنټرول، نری رنځ او نور د ټولنیز سیستم د پیاوړتیا له لارې شامل دي.
HealthNet TPO د جنسي استثمار، جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او له ماشومانو د ناوړه استفادې پر وړاندې د صفر زغم تګلاره لري. HNITPO د خپلو کارکوونکو او اړوندو کسانو له خوا د دغو کړنو په اړه ټولې اندېښنې او شکایتونه جدي ګڼي.
·مور او پلار ته د ګوتې د څڅولو بهیر روښانه تشریح کول او رضایت ترلاسه کول.
·د وړ اشخاصو نومونه د DBS په ثبت کتاب کې ثبتول.
·د ګوتې د څڅولو لپاره له تعقیم شویو لانسیټونو څخه کار اخیستل.
·د وینې ټاکلی اړین مقدار په دقیق ډول د فلټر کاغذي کارتونو په مشخصو نقطو څڅول.
·لوند کارتونه د وچولو په چوکاټونو کې ایښودل څو د دوړو او رطوبت له ککړتیا خوندي وي.
·وچ شوي کارتونه په پلاستیکي کڅوړو کې د رطوبت جذبونکو بستهګیو او رطوبت ښودونکو کارتونو سره بستهبندي کول.
·ټولو نمونو ته سمې نښې لګول، په ساحه کې یې ساتل او لېږدول.
·د نمونو سم سپارل او مستندول د لابراتوار آمر ته.
·ښه تنظیمي مهارتونه لرل او په هر کور کې د کار ځای جوړولای شوای.
·په ساحه کې د کیفیت د تضمین سخت تدابیر مراعتول.
·په ساحه کې او د نمونو د راټولولو پر مهال د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول تدابیر مراعتول.
·د DBS د راټولولو پر مهال اړین شخصي محافظتي وسایل (PPE) اغوستل.
·د چاپېریال خوندیتوب لپاره د کثافاتو سم مدیریت او له منځه وړل.
·د DBS د راټولولو پر مهال د مصرفېدونکو توکو د زیرمې کارت او د مصرف راپور تازه کول.
·د DBS د راټولولو او مصرف ورځني، اوونیز او میاشتني راپورونه د ټیم مشر او لابراتوار آمر ته ورکول.
·له ارزونکو او ثبتوونکو سره همکاري او په ساحه کې ګډ کار ډاډمنول.
·د DBS د راټولولو وسایل ساتل او مراقبت کول څو د ضایع کېدو او ناسم کارونې مخنیوی وشي.
·د څارونکي له خوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.