زده کړې
په چرمه دوزۍ، خامک ګنډلو، لاسي صنایعو، خیاطۍ یا اړونده برخه کې ډیپلوم یا تخنیکي سند (غوره بلل کېږي).
په خامک ګنډلو/لاسي صنایعو کې د ملي حرفوي زده کړو سند لرل یو امتیاز دی.
تجربه
په چرمه دوزۍ او دودیز خامک ګنډلو کې لږترلږه درې (۳) کاله عملي تجربه.
د حرفوي زده کړو یا ټولنې پر کچه د مهارتونو د روزنې په وړاندې کولو کې لږترلږه دوه (۲) کاله تجربه.
د وړتیا پر بنسټ روزنې (CBT) تجربه غوره بلل کېږي.
تخنیکي مهارتونه
د دودیزې افغاني چرمه دوزۍ تخنیکونه.
د لاسي چرمه دوزۍ لارې چارې او زینتي ګنډل.
د نمونو ډیزاین، ترېس کول (کاپي کول) او پر ټوکر باندې د ډیزاینونو لېږدول.
د مناسبو ټوکرانو، تارونو، ستنو او د چرمه دوزۍ د لوازمو ټاکل.
د چرمه دوزۍ د چوکاټونو او لاسي وسایلو کارول او د هغوی ساتنه.
د چرمه دوزۍ بېلابېل کوکونه (بخۍ) او د پای ته رسولو تخنیکونه.
د رنګونو ترکیب او د ډیزاین ښه والی.
د لاسي محصولاتو د کیفیت له معیارونو پوهاوی.
د روزنې د لومړنیو اسنادو او راپورونو د چمتو کولو وړتیا.
ژبې
په دري او/یا پښتو ژبه بشپړ تسلط.
وړتیاوې
د اړیکو ټینګولو او اسانتیا برابرولو (تسهیل) ښه مهارتونه.
زدهکوونکو ته د روزنې او لارښوونې وړتیا.
د خوندیتوب، ساتنې او حساب ورکونې اصولو ته ژمنتیا.
ښځینه غوښتونکې
دا بست یوازې د ښځینه کاندیدانو لپاره دی. د پروژې ماهیت او د نشهيي توکو له کارولو څخه د روغېدونکو کسانو پر ملاتړ د هغې تمرکز ته په کتو، پر شرایطو برابرې ښځینه غوښتونکې په کلکه هڅول کېږي چې غوښتنلیک وسپاري.
ORD د جنسیتي برابرۍ ودې او د یو متنوع، ټولشموله او محترمانه کاري چاپېریال ساتلو ته ژمن دی.