تجربه او لازمي معیارونه
په ټولنیزو علومو، ښوونه او روزنه، اقلیممقاومت، معیشت یا اړونده څانګه کې لیسانس.
لږ تر لږه دوه کاله تجربه په روزنو، ورکشاپونو، ظرفیت لوړونه، د ټولنې ښکېلتیا یا د بشري او پراختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې.
په فارسي افغانستان او پښتو روانې خبرې، او په انګلیسي کې منځنۍ وړتیا.
د روزنې وړاندې کولو او اسانچارۍ قوي مهارتونه، د مفاهیمو روښانه تشریح، د ګډونوالو راښکېلول، بحث هڅول او د بېلابېلو اړتیاوو سره د روزنې د طریقو عیارول.
عالي شفاهي او لیکلي اړیکې، فعال اورېدل، وړاندې کول او خپلمنځي مهارتونه، له بېلابېلو ګډونوالو سره اغېزمنې اړیکې.
د لویانو د زده کړې اصولو او ګډونیزو روزنیزو لارو سره بلدتیا، لکه ډلهییز بحثونه، عملي تمرینونه، رول لوبونې، قضیوي مطالعات او د تجربو شریکول.
د روزنیزو پلانونو، غونډو د طرحو، وړاندې کولو او زدهکړیزو موادو چمتو کول او د هوکړې شوي مهالوېش له مخې د غونډو تنظیم.
د ګډونوالو زده کړه او د پوهې ساتنه ارزول، نظرونه راټولول، پایلې مستندول او پر وخت روښانه روزنیز راپورونه جوړول.
پر وخت، منظم، مخکښ او د وخت اغېزمن مدیر اوسېدل، مهلتونه پوره کول او څو دندې همغږي کول.
له همکارانو، محلي شریکانو، ټولنیزو جوړښتونو او نورو ذینفعانو سره ګډ کار څو روزنه او تعقیب یې اغېزمن وي.
د War Child UK ارزښتونو، ماموریت او د ماشومانو د حقونو او هوساینې د ساتنې او ودې کار ته روښانه پوهه او ژمنتیا.
کلتوري حساسیت، انعطافپذیري، صبر، تنوع ته احترام او د ټولو ګډونوالو لپاره ټولشمول، بااحترامه او ملاتړی زدهکړیز چاپېریال جوړول.