د My Money کلني پلټنیز پلان چمتو کول، څو د ABMMC د داخلي پلټنې او کنټرول پالیسیو پلي کېدل ډاډمن شي.
د ABMMC د خطرونو د پروفایل وېشل او هرې کاري څانګې ته یې د خطرونو د له منځه وړلو د روښانه شاخصونو (KPIs) په بڼه رسول، څو یې عملي کړي.
د ABMMC د کارکوونکو لپاره د داسې پلټنیزو وسایلو جوړول چې له درغلیو، د پیسو له مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې او مخنیوي لپاره وکارول شي.
د پېرېدونکو یا استازو له خوا د راکړې ورکړې د بېرته اړولو غوښتنو پر فعالیتونو دوامداره پلټنه، د داخلي بېرته اړولو د کاري بهیر، کنټرولونو او پالیسیو سره سم.
د حسابونو د پخلاینې په بهیر کې د لانجمنو راکړو ورکړو منظمې بیاکتنې او حل، څو اړونده څانګه پر وخت حسابونه سره پخلا او ستونزې وتړي.
د ABMMC د حسابونو د بندولو او بېرته پرانیستلو د کړنو، لارو چارو او میکانېزم دوامداره پلټنه، څو له ځنډول شوو حسابونو څخه راکړه ورکړه ونه شي.
د MM Direct Cash د ټوکن جوړولو د فعالیت او د منځګړو حسابونو د کارونې پلټنه، څو د Disbursements څانګې له خوا د ورکړل شوو پیسو بشپړه پخلاینه ډاډمنه شي.
د ABMMC د بانکونو ترمنځ او د برېښنايي بټوې د حسابونو لېږد، پخلاینې، تصفیې او اړوندو بهیرونو منظمې پلټنې، څو احتمالي مالي خطرونه له منځه ولاړ شي.
له ټاکل شوو بهرنیو پلټنیزو شرکتونو او د افغانستان بانک له کارکوونکو سره نږدې همکاري، څو ټولې پلټنې پر وخت او د اړوندو کارکوونکو او شریکانو په فعاله ګډون ترسره شي.
د ورځنیو، اوونیزو او میاشتنیو مالي او عملیاتي عوایدو، ګټې او زیان (PnL)، مالي وضعیت، موجودۍ، ورکړو او اخیستنو، د فیس د وېش، د بانک وضعیت او E-top-up راپورونو داخلي پلټنه او تایید، څو د اړوندو مدیرانو له خوا وړاندې شوي مدیریتي معلومات کره شي.
د افغانستان بانک د غوښتنو له مخې د پېرېدونکو د پېژندنې، راکړو ورکړو، سیستم ته د لاسرسي، بدلونونو او شکمنو فعالیتونو د راپورونو په ګډون د پلټنې فزیکي او برېښنايي اسناد ساتل.
د اوونیزو، میاشتنیو او ربعوارو پلټنیزو راپورونو چمتو کول، څو د عملیاتو مشر، د مالي چارو مشر، CEO، CFO، د مدیره پلاوي او د افغانستان بانک ته واستول شي.
د ABMMC له تخنیکي ټیم سره نږدې همکاري، څو د MM پلېټفارم د کاروونکو فعالیتونه د هغوی د مجازو حقونو او رولونو په پرتله په دوامداره توګه وڅارل او تایید شي، او یوازې اجازه ورکړل شوي فعالیتونه ترسره شي.
د شرکت د ټولو پالیسیو، کړنلارو او د سوداګریز اخلاقو رعایت.
د مدیریت له خوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.