- اساسي دندې او مسؤلیتونه (Key Responsibilities)
د سولر انجنیري لپاره د درسي پلان او روزنیزو موادو برابرول.
د سولر پینلونو، انورټرونو، بیټریو، چارج کنټرولرونو او نورو اړوندو تجهیزاتو په اړه نظري او عملي تدریس.
د سولر سیستمونو د نصب، نښلولو، ازموینې، ساتنې او ترمیم عملي روزنه.
ګډونوالو ته د برېښنايي وسایلو د خوندي استعمال او کاري خوندیتوب اصول ورښودل.
د ګډونوالو د حاضري، زدهکړې او عملي مهارتونو منظم تعقیب او ارزونه.
د زدهکوونکو د پرمختګ او روزنیزو فعالیتونو راپورونه برابرول.
د روزنیزو وسایلو او تجهیزاتو سمه ساتنه او اغېزمن استعمال یقیني کول.
د افغان ریلیف مؤسسې د پالیسۍ او د پروژې د معیارونو مطابق دندې ترسره کول.
- د زدهکړو او تجربې شرایط (Qualifications and Experience)
د سولر انجنیري، برېښنا انجنیري یا اړوندې تخنیکي برخې په برخه کې تحصیلي یا مسلکي سند لرل.
د سولر سیستمونو د نصب، ساتنې او ترمیم په برخه کې عملي تجربه لرل.
د نظري او عملي تدریس وړتیا لرل.
د درسي پلان جوړولو او د زدهکوونکو د مهارتونو د ارزونې وړتیا لرل.
د اړیکو، وخت مدیریت او ټیمورک ښه مهارتونه لرل.
د ټاکل شوي پارت ټایم مهالوېش مطابق د کار کولو وړتیا لرل.
- د کار شرایط (Employment Conditions)
میاشتنی معاش: ۹،۰۰۰ افغانۍ.
د دندې ډول: پارت ټایم.
د تدریس موده: هره ورځ ۴ ساعته.
د پروګرام موده: ۶ میاشتې.
د کار ځای: کابل ولایت