پرش به محتوای اصلی

شغل

Psychosocial Counseling Center In charge (Female)/ دروانی صحت او روانی- ټولنیز مشورو دمرکز مسوله

محتوای به زبان اصلی — هنوز ترجمه نشده است

اطلاعات کلیدی

سازمان
Afghanistan Research، Development and Health Organization (ARDHO)
موقعیت
کنر، نورستان، افغانستان
نوع فرصت
تمام‌وقت
معاش
مطابق پالیسی موسسه ARDHO

به زبان اصلی

تحصیلات
د طب پوهنځی څخه فارغ ااتحصیل وی
سابقه کاری
۲-۳ سال
مهلت
۷ نومبر ۲۰۲۶
منتشر شده
۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
شماره اعلان
ARDHO-HR-VC-032
تعداد بست‌ها
۲
مدت قرارداد
Up to Aug-2027به زبان اصلی
جنسیت متقاضی
زن
تابعیت متقاضی
افغان
حوزه‌های کاری
Health Careبه زبان اصلی

9 روز تا آخر مهلت

مهلت: ۷ نومبر ۲۰۲۶

خلاصه سریع

د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده . د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي . د طب پوهنځي څخه د فراغت سند ولري. کاري تجربه: د رواني روغتیا، رواني ـ ټولنیزو مشورو یا اړوندو برخو کې لږ تر لږه ۲–۳ کاله کاري تجربه ولري. جنسیت: یوازې ښځینه نوماندانې د غوښتنلیک وړ دي. ژبې: په پښتو او دري ژبو تسلط ولری د انګلیسی ژبی سره بلدتیا ولري. د اړیکو، همغږۍ، راپور ورکولو، د قضیو مدیریت او د کارکوونکو د څارنې وړتیا ولري. د غوښتنلیک د لېږلو لارښوونې ټولې واجد شرایطه او علاقه ‌منده ښځینه نوماندې کولای شي صوانح (CV)، د تحصیلي اسنادو کاپي او اړوند مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې د ARDHO مؤسسې د بشري سرچینو څانګې ته واستوي. د غوښتنلیک برېښنالیک : [email protected]

مرور سریع بر اساس متن آگهی. پیش از درخواست، جزئیات کامل را در پایین بخوانید.

درخواست از طریق ایمیل

[email protected]

لینک درخواست همراه این آگهی ارائه شده است — پیش از ارسال، مقصد لینک و شرایط را بررسی کنید.

پیگیری این فرصتساخت CV برای این فرصت
اشتراک‌گذاری این فرصت

بررسی اجمالی

About the Company

د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO)

د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده.

د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي. ARDHO د سیمه‌ییزو ظرفیتونو د لوړولو، په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو او شواهدو پر بنسټ د معلوماتو د تولید، د اغېزمنو او شواهدو پر بنسټ د غوره کړنو د ترویج، او د ټولنو په کچه د پرمختیايي پروژو د طرحې او پلي کولو له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

د ARDHO فعالیتونه د بشري مرستو او پرمختیايي پروژو پلان جوړونه، د امکان‌سنجونې مطالعاتو طرحه او ترسره کول، او د غوره کړنو پر بنسټ د ټولنې د پرمختګ لپاره د ټولنې‌محوره فعالیتونو مدیریت رانغاړي. دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو پروګرامونو او خدماتو له لارې د هدفمندو ټولنو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه والي کې اغېزمنه ونډه واخلي.

ARDHO د ټولنې د هراړخیزې او دوامدارې پراختیا لپاره څو اړخیزه تګلاره غوره کړې ده او خپل خدمات د روغتیا، تغذیې، څېړنې، پوهنې، اوبو رسولو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH)، د خوړو خوندیتوب او معیشت په برخو کې وړاندې کوي.

د ښځو پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو لوړول د ARDHO له مهمو ګډو او بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي. دغه اداره هڅه کوي چې د ښځو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په ټولو برخو کې په پام کې ونیسي، څو ښځې وکولای شي د ټولنې په پرمختګ او د خپلو کورنیو او ټولنو په هوساینې کې اغېزمنه ونډه ولري.

ARDHO د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د فعالیت او د خپلو خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري او د ټولنو له اړتیاوو سره سم د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د سیمه‌ییزو ټولنو له همکارۍ او باور څخه برخمنه ده.

Job Summary

د دندې موخه

د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز مسؤله به د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ په کولم روغتیايي مرکز کې د مرکز د ورځنیو فعالیتونو د مدیریت، د کارکوونکو د څارنې، د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو خدماتو د کیفیت د تأمین، د قضیو د سم مدیریت او ثبت، او له اړوندو روغتیايي ادارو سره د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه ولري.

اساسي مسؤلیتونه

د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز د فعالیتونو رهبري او مدیریت.

د مرکز د ورځنیو چارو او کارکوونکو څارنه او مدیریت.

مراجعینو ته د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو مناسبو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کول.

د ولایتي عامې روغتیا ریاست، روغتونونو، روغتیايي مرکزونو او اړوندو ادارو سره همغږي.

د مراجعینو د قضیو ثبت، مستندسازي، تعقیب او مدیریت.

د معلوماتو راټولولو مسؤل او رواني ـ ټولنیز مشاور د فعالیتونو څارنه.

د اوونیزو، میاشتنیو او ربعوارو راپورونو چمتو کول او اړوند مدیریت ته سپارل.

د مراجعینو د شخصي معلوماتو او قضیو د محرمیت ساتل.

د مراجعینو د ستونزو پېژندل او د اړتیا په صورت کې نورو مناسبو خدماتو ته راجع کول.

د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په پروګرامونو کې همکاري.

د مسلکي معیارونو، اداري پالیسیو او اخلاقي اصولو رعایت.

د مستقیم مسؤل یا د ARDHO ادارې د مدیریت له خوا د سپارل شویو نورو اړوندو دندو ترسره کول.

شرایط و نیازمندی‌ها

د طب پوهنځي څخه د فراغت سند ولري.

کاري تجربه: د رواني روغتیا، رواني ـ ټولنیزو مشورو یا اړوندو برخو کې لږ تر لږه ۲–۳ کاله کاري تجربه ولري.

جنسیت: یوازې ښځینه نوماندانې د غوښتنلیک وړ دي.

ژبې: په پښتو او دري ژبو تسلط ولری د انګلیسی ژبی سره بلدتیا ولري.

د اړیکو، همغږۍ، راپور ورکولو، د قضیو مدیریت او د کارکوونکو د څارنې وړتیا ولري.

د مراجعینو د معلوماتو محرمیت او مسلکي اخلاقو ته ژمنه وي.

په نورستان ولایت، د دوآب ولسوالۍ پروین بشپړ روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي.

په کنړ ولایت، د پیچ دره ولسوالۍ کې برکنډی روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي.

نحوه ارسال درخواست

د غوښتنلیک د لېږلو لارښوونې

ټولې واجد شرایطه او علاقه ‌منده ښځینه نوماندې کولای شي صوانح (CV)، د تحصیلي اسنادو کاپي او اړوند مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې د ARDHO مؤسسې د بشري سرچینو څانګې ته واستوي.

د غوښتنلیک برېښنالیک : [email protected]

مهرباني وکړئ د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې د بست نوم او د اعلان شمېره په واضح ډول ولیکئ.

یوازې له هغو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي چې د لومړنۍ ارزونې له مخې د مرکې یا نورو استخدامي پړاوونو لپاره غوره شي.

یادونه: نیمګړي غوښتنلیکونه او له ټاکلې نېټې وروسته رارسېدلي غوښتنلیکونه د ارزونې وړ نه دي.

اشتراک‌گذاری این فرصت
افزودن ضرب‌الاجل به تقویم

فرصت‌های مشابه