پرش به محتوای اصلی

شغل

د بازارموندنې، عوایدو پراختیا او ورزشي پروګرامونو د جذب او سپانسرشیپ کارشناس

اطلاعات کلیدی

سازمان
General Directorate of Radio
موقعیت
Kabul - Kabul، افغانستان

به زبان اصلی

نوع فرصت
تمام‌وقت
معاش
درجهٔ A مطابق مقیاس NTA

به زبان اصلی

تحصیلات
حداقل سند لیسانس در رشته‌های اقتصاد، ادارهٔ تجارت، مدیریت بازاریابی، بازرگانی یا رشته‌های مرتبط.
سابقه کاری
داشتن حداقل 3 سال تجربهٔ کاری مرتبط یا مشابه برای دارندگان دکتورا، 5 سال برای دارندگان ماستری و 10 سال برای دارندگان لیسانس الزامی است.
مهلت
۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
منتشر شده
۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
شماره اعلان
013
تعداد بست‌ها
۱
مدت قرارداد
قراردادی
جنسیت متقاضی
مرد
تابعیت متقاضی
اتباع کشور
حوزه‌های کاری
بازاریابی

2 روز تا آخر مهلت

مهلت: ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

خلاصه سریع

Job Summary د دند ې هدف : د راډیو او رسنۍ لپاره د اعلاناتو، پروګرامونو او سپانسرشیپونو په موخه د فعالې او ساحوي بازارموندنې ترسره کول، د نویو شرکتونو، سوداګریزو بنسټونو او برانډونو پېژندل او جذبول، د ورزشي پروګرامونو د جذب او پراختیا لپاره د فرصتونو موندل، د ورزشي او نورو رسنیزو پروګرامونو لپاره د سپانسرانو پیدا کول، له مشتریانو او سوداګریزو شریکانو سره د اغېزمنو اړیکو او مذاکراتو ترسره کول او د ر سنۍ د عوایدو دوامداره زیاتول. تحصیلات، تجربه او لازم مهارتونه: v تحصیلات؛ لږ تر لږه د اقتصاد، اداره او تجارت، عامه اداره، د بازارموندنې مدیریت او سوداګرۍ په برخو کې د لیسانس ترکچې تحصیلي اسناد درلودل؛ د ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي اسنادو ته ارزښت ورکول کېږي. v کاری تجربه؛ لږ تر لږه د لیسانس لپاره (۱۰) کاله، د ماستر لپاره ( ۵ ) کاله او د دوکتورا لپاره (۳ ) کاله تجربه په رسنیزه بازارموندنه کې، په ځانګړي ډول د اعلاناتو، بازارموندنې، خرڅلاو، سپانسرشیپ، مشتریانو د اړیکو او عوایدو پراختیا په برخو کې ولري. برای درخواست نمودن لطف نموده روی لینک ارائه شده کلیک نمایئد. د نوم لیکنه لپاره د وراندی شوی لینک ته کلیک وکړی.

مرور سریع بر اساس متن آگهی. پیش از درخواست، جزئیات کامل را در پایین بخوانید.

باز کردن فورم درخواست

لینک درخواست همراه این آگهی ارائه شده است — پیش از ارسال، مقصد لینک و شرایط را بررسی کنید.

پیگیری این فرصتساخت CV برای این فرصت
اشتراک‌گذاری این فرصت

بررسی اجمالی

Job Summary

د دندې هدف: د راډیو او رسنۍ لپاره د اعلاناتو، پروګرامونو او سپانسرشیپونو په موخه د فعالې او ساحوي بازارموندنې ترسره کول، د نویو شرکتونو، سوداګریزو بنسټونو او برانډونو پېژندل او جذبول، د ورزشي پروګرامونو د جذب او پراختیا لپاره د فرصتونو موندل، د ورزشي او نورو رسنیزو پروګرامونو لپاره د سپانسرانو پیدا کول، له مشتریانو او سوداګریزو شریکانو سره د اغېزمنو اړیکو او مذاکراتو ترسره کول او د رسنۍ د عوایدو دوامداره زیاتول.

وظیفوي صلاحیتونه او مسؤلیتونه؛

vتخصصيدندې؛

Øپه ساحه او بازار کې د نویو شرکتونو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو او نورو بنسټونو د موندلو او جذبولو په موخه د منظمو ساحوي لیدنو (Field Visits) او غونډو ترسره کول.

Øد اعلاناتو، راډیويي او خپرونو او سپانسرشیپونو لپاره د بازار څېړنه (Market Research) او د عوایدو د نویو فرصتونو موندل.

Øد احتمالي مشتریانو، سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو جامع او تازه ډیټابیس (CRM) جوړول او ساتل.

Øله احتمالي مشتریانو سره د مستقیمو لیدنو له لارې د راډیو او رسنیزو خدماتو، اعلاناتي کڅوړو او بیو په اړه پریزنټېشنونه او معرفي وړاندې کول.

Øد مشتریانو د اړتیاوو او بودجې له مخې د مناسبو اعلاناتي او سپانسرشیپي وړاندیزونو (Proposals) چمتو کول.

Øله مشتریانو سره د لومړنیو اړیکو له ټینګولو څخه تر مذاکراتو، هوکړې، قرارداد لاسلیک او د بلونو تر تحویلۍ پورې د معاملې تعقیبول.

Øله پخوانیو او اوسنیو مشتریانو سره د دوامداره اړیکو ساتل، د هغوی د رضایت ترلاسه کول او د اوږدمهاله همکاریو زمینه برابرول.

Øپه بازار کې د سیالو رسنیو د اعلاناتي نرخونو، تخفیفونو او ستراتیژیو څارل او د رقابت د پیاوړتیا لپاره د مناسبو تګلارو وړاندیز کول.

Øد نویو برانډونو او سوداګریزو بنسټونو پېژندل او د اعلاناتو او سوداګریزو همکاریو په موخه ورسره اړیکې ټینګول.

Øد ټاکل شویو میاشتنیو او کلنیو عوایدو او خرڅلاو موخو (Sales Targets) د ترلاسه کولو لپاره فعال کار کول.

Øد ورزشي سیالیو او پروګرامونو موندل او د خپرولو لپاره له اړوندو ادارو او تنظیموونکو بنسټونو سره د همکاریو زمینه برابرول.

Øد ټولو ورزشي سیالیو لپاره د بازار فرصتونو موندل او د احتمالي سپانسرانو او سوداګریزو شریکانو پېژندل.

Øد ورزشي پروګرامونو او سیالیو لپاره د سپانسرشیپ ځانګړي پکیجونه او وړاندیزونه چمتو کول، څو د شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو د همکارۍ لېوالتیا زیاته شي.

Øد ورزشي پروګرامونو د لیدونکو، رسنیز پوښښ او سوداګریز ارزښت له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د عوایدو د زیاتوالي لپاره نوې لارې چارې موندل.

Øد بازار د اړتیاوو او د مشتریانو د غوښتنو له مخې د اعلاناتو او سپانسرشیپ د نویو کڅوړو او خدماتو د رامنځته کولو وړاندیز کول.

Øد ساحوي لیدنو، مذاکراتو او لاسته راوړنو په اړه ورځني، اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول او اړوند آمریت ته سپارل.

Øد بازارموندنې، عوایدو پراختیا، مشتریانو جذب او سپانسرشیپ په برخه کې د اړوند آمریت له لوري د سپارل شویو نورو ورته دندو ترسره کول.

vمدیریتي او د همآهنگي دندې؛

Øد ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په موخه، د پلان او راپور ترتیبول.

Øد عوایدو او بازار د پراختیا په اړه په اړوندو تخنیکي او مدیریتي غونډو کې ګډون کول.

Øد اړوندو مسؤولینو سره د ټلیفوني اړیکو او یا مکتوب له لارې همغږي او مستقیمه اړیکه ټینګول.

شرایط و نیازمندی‌ها

تحصیلات، تجربه او لازم مهارتونه

v تحصیلات؛

لږ تر لږه د اقتصاد، اداره او تجارت، عامه اداره، د بازارموندنې مدیریت او سوداګرۍ په برخو کې د لیسانس ترکچې تحصیلي اسناد درلودل؛ د ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي اسنادو ته ارزښت ورکول کېږي.

v کاری تجربه؛

لږ تر لږه د لیسانس لپاره (۱۰) کاله، د ماستر لپاره ( ۵ ) کاله او د دوکتورا لپاره (۳ ) کاله تجربه په رسنیزه بازارموندنه کې، په ځانګړي ډول د اعلاناتو، بازارموندنې، خرڅلاو، سپانسرشیپ، مشتریانو د اړیکو او عوایدو پراختیا په برخو کې ولري.

v لازم مهارتونه؛

Ø د Market Research، Marketing او Sales له اصولو او عملي کړنلارو سره بلدتیا.

Ø له مشتریانو سره د اړیکو،مذاکرې او Negotiation ښه مهارت.

Ø د بازار د تحلیل، معلوماتو راټولولو او راپور ورکولو وړتیا.

Ø د MS Office پروګرامونو سره ښه بلدتیا.

Ø د اړیکو، وړاندې کولو، قناعت ورکولو او Presentation ښه مهارتونه.

Ø د رسنیز، اعلاناتي او تجارتي بازار په اړه لازمه پوهه او علاقه.

Ø د Customer Relationship Management (CRM) او د مشتریانو د معلوماتو د تنظیم له اصولو سره بلدتیا.

نحوه ارسال درخواست

برای درخواست نمودن لطف نموده روی لینک ارائه شده کلیک نمایئد.

د نوم لیکنه لپاره د وراندی شوی لینک ته کلیک وکړی.

https://forms.gle/woogvDdsAgrv2tGNA

اشتراک‌گذاری این فرصت
افزودن ضرب‌الاجل به تقویم

فرصت‌های مشابه