پرش به محتوای اصلی

شغل

طراح موشن گرافیک (اعلان مجدد)

اطلاعات کلیدی

سازمان
Qamar Foundation
موقعیت
کابل، افغانستان
نوع فرصت
تمام‌وقت
معاش
مطابق مقیاس معاشات مؤسسه
تحصیلات
سند فراغت مکتب لیسه
سابقه کاری
3 - 5 سال
مهلت
۸ اکتوبر ۲۰۲۶
منتشر شده
۱ اکتوبر ۲۰۲۶
شماره اعلان
Q/MGD01/26
تعداد بست‌ها
۱
مدت قرارداد
Long-Termبه زبان اصلی
جنسیت متقاضی
مرد
تابعیت متقاضی
اتباع کشور
حوزه‌های کاری
Design، Media-Journalismبه زبان اصلی

خلاصه سریع

Qamar Foundation په افغانستان کې (Reg No. 7) او په UK کې (Reg No. 1150141) ثبت شوې غیرانتفاعي اداره ده. موږ د اړمنو کسانو لپاره د بنسټیزو بشري مرستو وړاندې کولو ته ژمن یو. زموږ ټیم د برابرۍ او عدالت ژورې ژمنې او د خلکو د ژوند ژغورلو قوي غوښتنې له مخې کار کوي. د بست لنډیز: د موشن ګرافیک ډیزاینر مسئول دی چې د ادارې د اړیکو، برانډ پېژندنې، د مالي سرچینو راټولولو، پوهاوي او ډیجیټلي ګډون د موخو د ملاتړ لپاره نوښتګره بصري او ملټي‌مېډیا منځپانګه جوړه کړي.

شرایط و نیازمندی‌ها: د مکتب د لېسې سند او د رسنیو مطالعاتو، ګرافیک ډیزاین، ښکلو هنرونو یا اړوندې برخې تصدیق‌لیک. د رسنیزو تولیداتو او ډیجیټلي منځپانګې په مدیریت کې لږ تر لږه 3 کاله اړونده مسلکي تجربه، غوره ده په NGO/INGO ادارو کې وي. د ویډیو اخیستنې، عکاسۍ او ساحوي رسنیزو اسنادو په برابرولو کې پیاوړې تجربه. په Adobe Suite لکه Adobe Premiere Pro، After effects یا ورته پروګرامونو کې ثابت مهارت.

مسئولیت‌ها: د کمپاینونو، عامه پوهاوي موادو، ټولنیزو رسنیو د منځپانګې او د ادارې د اړیکو لپاره د لوړ کیفیت موشن ګرافیک، انیمېشنونه او بصري اغېزې جوړول. د ادارې له سوداګریزې نښې او د تمویل کوونکو له شرایطو سره سم مسلکي ملټي‌مېډیا منځپانګه تولید او اېډېټ کول، لکه تبلیغاتي ویډیوګانې، مستند فلمونه، لنډې ویډیوګانې او د کمپاین مواد.

نحوه ارسال درخواست: ټول لېواله او وړ نوماندان باید تر October 08, 2026 پورې فورمه ډکه کړي (https://forms.gle/BVGTLBPzUJVTGaAA7 ). مهرباني وکړئ د سپارلو وړاندې خپل CV د خپل بشپړ نوم په نوم بدل کړئ. یادونه: هغه نوماندان چې آنلاین غوښتنلیک فورمه بشپړه نه کړي، نه ارزول کېږي.

مرور سریع بر اساس متن آگهی. پیش از درخواست، جزئیات کامل را در پایین بخوانید.

باز کردن فورم درخواست

لینک درخواست همراه این آگهی ارائه شده است — پیش از ارسال، مقصد لینک و شرایط را بررسی کنید.

پیگیری این فرصتساخت CV برای این فرصت
اشتراک‌گذاری این فرصت

بررسی اجمالی

Qamar Foundation په افغانستان کې (Reg No. 7) او په UK کې (Reg No. 1150141) ثبت شوې غیرانتفاعي اداره ده.
موږ د اړمنو کسانو لپاره د بنسټیزو بشري مرستو وړاندې کولو ته ژمن یو.
زموږ ټیم د برابرۍ او عدالت ژورې ژمنې او د خلکو د ژوند ژغورلو قوي غوښتنې له مخې کار کوي.

د بست لنډیز:
د موشن ګرافیک ډیزاینر مسئول دی چې د ادارې د اړیکو، برانډ پېژندنې، د مالي سرچینو راټولولو، پوهاوي او ډیجیټلي ګډون د موخو د ملاتړ لپاره نوښتګره بصري او ملټي‌مېډیا منځپانګه جوړه کړي.
دا رول د ادارې کمپاینونو، بشري پروژو، د تمویل کوونکو پېژندنې او ټولنیزو رسنیو لپاره پر موشن ګرافیک، انیمېشن، ویډیو تولید، ګرافیک ډیزاین او د ملټي‌مېډیا د کیسو پر وړاندې کولو تمرکز کوي.
د بست مسئول باید د بصري مستندسازۍ او منځپانګې د تولید لپاره پروژوي ساحو ته هم سفر وکړي.
راپور ورکوي: د رسنیو مدیر ته.

شرایط و نیازمندی‌ها

د مکتب د لېسې سند او د رسنیو مطالعاتو، ګرافیک ډیزاین، ښکلو هنرونو یا اړوندې برخې تصدیق‌لیک.

د رسنیزو تولیداتو او ډیجیټلي منځپانګې په مدیریت کې لږ تر لږه 3 کاله اړونده مسلکي تجربه، غوره ده په NGO/INGO ادارو کې وي.

د ویډیو اخیستنې، عکاسۍ او ساحوي رسنیزو اسنادو په برابرولو کې پیاوړې تجربه.

په Adobe Suite لکه Adobe Premiere Pro، After effects یا ورته پروګرامونو کې ثابت مهارت.

د ټولنیزو رسنیو د ستراتیژۍ، د منځپانګې د پلان جوړونې او د پلېټفارمونو د مدیریت ښه پوهه.

ولایتونو او لرو پرتو پروژوي ساحو ته د پرله‌پسې سفر وړتیا.

په انګلیسي، دري او پښتو کې د لیکلو او خبرو پیاوړي مهارتونه غوره ګڼل کېږي.

تر فشار لاندې د کار کولو او د محدودو ضرب‌الاجلونو د پوره کولو وړتیا.

مسئولیت‌ها

د کمپاینونو، عامه پوهاوي موادو، ټولنیزو رسنیو د منځپانګې او د ادارې د اړیکو لپاره د لوړ کیفیت موشن ګرافیک، انیمېشنونه او بصري اغېزې جوړول. د ادارې له سوداګریزې نښې او د تمویل کوونکو له شرایطو سره سم مسلکي ملټي‌مېډیا منځپانګه تولید او اېډېټ کول، لکه تبلیغاتي ویډیوګانې، مستند فلمونه، لنډې ویډیوګانې او د کمپاین مواد. د ټولنیزو رسنیو پوسټونو، بینرونو، بروشرونو، انفوګرافیکونو، راپورونو، تصدیق‌لیکونو، پریزنټېشنونو او نورو اړیکنیزو موادو لپاره نوښتګر بصري ډیزاینونه جوړول. د ادارې د فعالیتونو، پروژوي عملیاتو، پېښو او د ګټه اخیستونکو د کیسو مسلکي انځورونه او ویډیوګانې اخیستل، څو د ملټي‌مېډیا په تولید او مستندسازۍ کې وکارول شي. د بشري فعالیتونو، ساحوي عملیاتو او د پروژو د اغېزو د بصري کیسو ثبتولو لپاره ولایتي پروژوي ساحو ته سفر کول. زړه‌راښکونکې ډیجیټلي منځپانګه جوړول او د ادارې په ټولنیزو رسنیو کې د ملټي‌مېډیا د موادو په پلان جوړونه، مهال‌وېش او خپرولو کې مرسته کول. له پروګرام، اړیکو او ساحوي ټیمونو سره همکاري کول څو د منځپانګې فرصتونه وپېژندل شي او ملټي‌مېډیا مواد پر وخت تولید شي. په ټولو ډیجیټلي او چاپي تولیداتو کې د ادارې د برانډ، بصري هویت او د تمویل کوونکو د پېژندنې اړتیاوو یو شان ساتل. د ملټي‌مېډیا فایلونه، د پروژو انځوریز ریکارډونه، ګرافیکي مواد او د ډیزاین سرچینې په اغېزمن ډول تنظیم، ساتل او ارشیف کول. د ادارې د پېژندنې، پراخې رسېدنې او ډیجیټلي حضور د پیاوړتیا لپاره نوښتګر او تخلیقي وړاندیزونه وړاندې کول. د څارونکي یا مدیریت له خوا سپارل شوې نورې ملټي‌مېډیا، ډیزاین او اړیکنیزې دندې ترسره کول.

نحوه ارسال درخواست

ټول لېواله او وړ نوماندان باید تر October 08, 2026 پورې فورمه ډکه کړي (https://forms.gle/BVGTLBPzUJVTGaAA7 ).

مهرباني وکړئ د سپارلو وړاندې خپل CV د خپل بشپړ نوم په نوم بدل کړئ.

یادونه

هغه نوماندان چې آنلاین غوښتنلیک فورمه بشپړه نه کړي، نه ارزول کېږي.

یوازې لنډ لېست ته غوره شوي نوماندان به د لیکلې ازموینې او وروسته مرکې لپاره وبلل شي.

ازموینې او مرکې به په دوامداره توګه ترسره کېږي.

اشتراک‌گذاری این فرصت

فرصت‌های مشابه

جدید
شغل

آمر ارتباط خارجه

Afghanistan Chamber of Commerce and Investment - ACCIAfghanistan

تحکیم و گسترش روابط اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با نهادهای بین‌المللی، سفارتخانه‌ها، اتاق‌های تجارت منطقه‌ای و جهانی، جلب همکاری‌های فنی و مالی در جهت توانمندسازی و تقویت سکتور خصوصی کشور و مدیریت مؤثر امور سیست…

jobامروز آخرین مهلت است